د افغان نجونو زهره ارکسټر د طالبانو تر بیاواکمنۍ وروسته د موسیقۍ غږولو "نوی پړاو" پيل کړی

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټيوټ وايي، زهره ارکسټر د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په "نوي ترکيب" نغمې غږولې او د خپل فعالیت "تازه پړاو" یې پيل کړی دی.

د دغه انسټېټيوټ بنسټګر احمد ناصر سرمست وايي، د موسیقۍ غږوونکو نجونو دې ډلې تر دوه کلن ځنډ وروسته تېره اوونۍ فرانسې او هسپانيې ته خپل لومړی هنري سفر وکړ او پر نړيوال ستېژ یې د ځينو وتلو افغان هنرمندانو سندرې د نغمو یا میلوډي په بڼه نندارې ته وړاندې کړې.

ښاغلی سرمست زیاتوي چې دا پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لومړی ځل دی چې د ښځينه‌و ارکسټر 'زهره' په پرتګال کې د موسیقۍ ملي انسټېټيوټ غړو له یوه نوي ترکيب سره پر نړیوال دريځ راڅرګندېږي او د فرانسې په هيزبرګ موسیقۍ فیسټيوال کې لوی کنسرت ورکوي.

احمد ناصر سرمست بي بي سي ته وویل چې د دغه سفر پر مهال د ښځينه‌و دې موسیقي ډلې د استاد ګلزمان کمپوز کړې او د احمد ظاهر له لوري د ویل شوې سندرې "اوبه درته راوړم" په ګډون د افغانستان د ځينو مشهورو استادانو او هنرمندانو د ویل شوو او کمپوز کړو سندرو موسیقي وغږوله او د نندارچیانو له لوري وستایل شوه.

د یادولو ده چې زهره ارکسټر د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټيوټ له څو ارکسټرو یو دی او داسې هنري ډله ده چې ټولې غړې یې ښځينه دي.

د جمهوري نظام تر سقوط وروسته لومړی هنري سفر

کله چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول نو د موسیقۍ ملي انسټېټيوټ وتړل شو، غړو یې لومړی په پټه ژوند کاوه او بیا له هېواده ووتل. د زهره ارکسټر غړې هم بېلابېلو بهرنیو هېوادونو ته سره تيت و پرک او وپاشل شوې.

د دغه انسټېټيوټ ګڼ ښځينه او نارینه غړي په پرتګال کې بیا سره یو ځای او هلته یې خپل فعالیت پيل کړ.

که څه هم په دې وروستیو کې د دغه انسټېټيوټ غړو په ځينو هېوادونو کې هنري نندارې وړاندې کړې دي خو د جمهوري نظام تر سقوط وروسته دا په ځانګړي ډول د زهره ارکسټر لومړی هنري سفر دی.

دغه ارکسټر د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټيوټ تر چتر لاندې په ۲۰۱۵ کې رامنځ ته شو.

په ۲۰۱۷ کې د ښځو ځواکمنتیا او د بیان ازادۍ لپاره د کار کولو له کبله زهره ارکسټر ته "د موسیقۍ ازاده الهه" جایزه ورکړل شوه.

د ۲۰۱۹ په مارچ میاشت کې يې اروپا ته هنري سفر وکړ چې په بېلابېلو هېوادونو کې یې سندريزې نندارې وړاندې کړې.

د هغه سفر پر مهال دا ډله خورا وستایل شوه، بنسټګر او څو غړو ته یې په نړيواله او کورنۍ کچه جایزې او مډالونه ورکړل شول.

د دغه ارکسټر لومړنۍ مشري کوونکې افغانه نګین خپلواک وه خو په په دې تازه سفر کې یې پرتګالۍ موسیقي پوهه کانستاشه سیماس رهبري یا کنډکټېنګ کوي.

"غواړو د افغان ښځو غږ شو"

د زهره ارکسټر ځينو غړو ویلي چې غواړي د افغان موسیقي غږوونکو نجونو دا ډله بېرته پر پښو ودروي.

د دغو نجونو په وینا، له دې هنري سفره یې موخه د هغو مېرمنو غږ تر نړيوالو رسول وو چې اوس د زدکړو، کار، د موسیقۍ غږولو او ګڼ نور حقونه ترې اخیستل شوي دي.

پرتګال ته جلاوطن شوي د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټيوټ د "افغان ځوانانو ارکسټر" تېره سپتمبر میاشت کې په جينوا کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې هم هنري ننداره وړاندې کړه.

خپل هغه هنري سفر ته یې د "غلي هېواد موسیقي" نوم ورکړی او د "افغان مبارزو ښځو" په ګډون یې هغو هنرمندانو ته ډالۍ کړی و چې پر افغانستان د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې له موسیقۍ غږولو منع کړای شوي دي.

دغه انسټېټيوټ وايي، د خپلو هنري هڅو په برکت غواړي د افغانستان سوچه او اصیله موسیقي خوندي وساتي او له "غلي" کېدو یې وژغوري.

د افغانستان موسیقۍ ملي انسټېټيوټ يا ANIM بنسټ په ۲۰۱۰ کې د افغان-اسټرالوي موسیقي پوه ډاکټر احمد ناصر سرمست له لوري په کابل کې کېښودل شو چې د موسیقۍ د مسلکي زدکړې ځانګړی درسي نصاب لري او له هماغه راهیسې د موسیقۍ مینه وال نجونې او هلکان روزي.