ایا انسانان په طبیعي ډول موناګومي (یو واده کول) خوښوي او دا غوره تګلاره ده؟

    • Author, کروډ ساینس پروګرام
    • دنده, بي‌بي‌سي نړیواله څانګه

نن سبا داسې یوه نړۍ ده چې د ژوند ملګري پیدا کولو لپاره پکې بې شمېره اپونه شته او د ګډ ژوند اړیکي په بېلابېلو ډولونو راڅرګندېږي. په داسې حالت کې دا پوښتنه چې ایا انسان په طبیعي ډول موناګاموس دی؟ یعنې یوه واده ته جوړ شوی؟

رومانیایۍ الینا له ځانه همدا پوښتنه وکړه. دا لندن کې ژوند کوي او په یو وخت کې له څو کسانو سره د مینې او کورولۍ اړیکې لري. ښکېلې غاړې له یو بله خبر او راضي دي چې دې ته پولياموري (polyamory) وايي.

دا وايي: "همدا وروستیو کې مې له یو چا سره ولیدل چې پولي (poly) وه یعنې یوه وخت کې څو مېړونه یا د ژوند څو ملګري یې لرل او تل همدا ډول وه."

الینا زیاتوي چې "غوښتل مې پوه شم چې ولې موږ داسې ټولنه رامنځ‌ ته کړې چې انسانان پکې مونوګامي (monogamy)‌ یا یو واده کول خوښوي. ولې ټولنیز دود داسې دی چې باید موږ د ژوند فقط یو ملګری ولرو؟"

زموږ د تدریجي تکامل پر بهیر باندې د پوهېدو یوه لار دا ده چې خپل لومړني نژدې خپلوان او د نسل د بیا تولید تګلارې مطالعه کړو.

ډاکټر کېټ اوپي، چې د بریتانیا، انګلنډ په برېسټل پوهنتون کې د تکامل بیولوژیپوهه ده وايي :"ګورېلا ژوي پولېګېنس (polygynous) دي. معنی دا چې څو ښځینه ملګرې ساتي. یو نارینه له څو ښځینه‌وو سره اړیکې لري."

اغلې کېټ زیاتوي، " په دې ډله کې دننه ټول اولادونه یو پلار لري خو مېندې یې بېلا بېلې ښځې وي."

د ډاکټرې اوپي په خبره دا د نسل د بیا تولیدولو یوه اغېزمنه ستراتیژي نه ده، ځکه چې په دې کې د ماشوم د مړینې کچه لوړېږي.

"د ماشومانو مړینه د ګورېلا ژویو د ژوند یو ډېر وحشتناک اړخ دی."

د اغلې اوپي په وینا " کله چې نارینه ګورېلا غواړي له یوې ښځینه ګورېلا سره ګډ ژوند وکړي نو ټول هغه کوچني ګورېلاګان وژني چې له ده سره د وینې اړیکه و نه لري. هدف دا دی چې ښځینه ګورېلا بېرته ژر له ده امیندواره شي او دی وکولی شي ورسره ګډ ژوند وکړي. دا هغه تکاملي ستراتیژي نه ده چې موږ انسان دې ترې تقلید وکړو."

خو د بیزوګانو د کورنۍ د نورو ډلو لکه چمپانزي او بونوبوس چې انسانانو ته ډېر نژدې دي، ښځو یوه بېله تکاملي لاره موندلې ده.

ښځې له څو نارینه‌وو سره کورولي کوي، له دې سره نور دا نه معلومېږي چې د ماشوم پلار څوک دی او اولادونو ته د زیان رسېدو احتمال کمېږي.

کېدای شي انسانانو هم له ورته سیستم څخه کار اخیستی وي. یعنې څو نارینه‌وو له څو ښځو سره په ډله ییز ډول کورولي کړې وي خو شاوخوا دوه میلیونه کاله وړاندې حالت بدل شو.

ډاکټره اوپي وايي: "د دې لامل د اقلیم بدلون و."

"د افریقا په سویلي صحرا کې، چېرې چې زموږ غور نیکونو ژوند کاوه، ځمکه په وچېدو شوه، او لویې سیمې یې پر دښتو بدلې شوې. لومړني انسانان اړ وو چې په لویو ډلو کې له یو بل سره یو ځای پاتې شي. د دې کار هدف دا و چې له ښکاریانو ځانونه خوندي وساتي. له دې لویو پېچلو ډلو سره د تعامل له کبله مغزونه غټ شول او له همدې کبله د شیدو ورکولو موده هم وغځېده."

خو په لویه ډله کې د ډېرو نارینه‌وو شتون د دې لامل شو چې پخوانۍ طریقه - د پلارتوب ګډوډول - ستونزمن شول.

همدارنګه ښځې اړې وې د خپلو اولادونو لویولو لپاره له دې نارینه‌وو مرسته وغواړي. نو غوره یې وبلله چې موناګومۍ ته مخه کړي. یعنې ورته غوره ښکاره شوه چې له څو سړیو سره تر اړیکې له یوه سره اړیکه ښه ده."

ایا مونوګامي غوره ستراتیژي ده؟

د ډاکټر اوپي په وینا دا بدلون اړین و. دې لپاره نه چې موناګومي (یو واده) "غوره" دی بلکې دې لپاره چې همدا یوازنۍ عملي حل لاره وه.

د لویو مغزنوو او ورو وده کوونکو ماشومانو سترولو لپاره د والدینو لویې پانګونې ته اړتیا وه. له هغه څه ډېر چې یوه مور یې په یوازې ځان ترسره کولی شي خو که څه هم څېړنې ښيي، چې لومړنیو انسانانو تر دې حده وده کړې وه چې مونوګامي (یو واده) غوره وبولي اکثرا به ورته سخته وه چې خپل د ژوند ملګریو ته وفاداره پاتې شي.

ډاکټره اوپي وايي: "داسې مخلوقات شته چې د خپل ټول ژوند په اوږدو کې له یوه ملګري سره پاتې کېږي، او دوکه نه کوي، خو دا خورا نادر دي."

"د انسان نږدې خپلوان چې موناګومس (monogamous) دي نو هغه ګېبونان (gibbons) دي خو ګېبونان بیا په خپلو کې هم له نورو جوړو جلا کېږي. دا کار یې نر او ښځې لپاره دا کنټرول آسانه کوي چې پوه شي باراني ځنګله کې یې وړوکي پناه ځای ته څوک ځي او څوک نه."

"خو کله چې لکه انسانان د نارینه‌وو او ښځو په لویو لویو ډلو کې ژوند کوئ دا ډېره سخته وي چې معلومه شي د ژوند ملګری یا ملګرې دې خیانت کوي او کنه."

په داسې یوه حالت کې بیا موناګومي لږ طبیعي ځانګړنه ښکاري او تر ډېره د ژوندي پاتې کېدو تګلاره ده خو دا تګلاره خپلې ذاتي نیمکړتیاوې هم لري.

د انسانانو ترمنځ اړیکي څنګه جوړېږي؟

نو کله چې موږ مینه کوو یا وفادار پاتې کېدل راته سخت وي زموږ په مغزو کې څه پېښېږي؟

د متحده ایالاتو، جورجیا ایالت په ایموري پوهنتون کې د عصبي علومو ډاکټره سارا بلومېنتال د وړو صحرايي موږګانو په اړه څېړنه کوي.

د دې ژویو ځانګړنه دا ده چې د انسانانو په څېر اوږده موده له خپلې جوړې سره یو ځای تېروي او د همدې اوږدې مودې اړیکو جوړولو له کبله مشهور دي.

دا موږکان د خپلو تروریانو چې موناګومس نه دي خلاف د مغزو په هغو مرکزونو کې چې تشویق او هڅېدل کنټرولوي د اکسېټوسېن ( oxytocin) هورمون رېسېپټرونه ( receptors) یا د غبرګون ښودولو حساس وسایل لري.

اکسېټوسېن چې د "مینې ښودلو او نوازش هورمون" په نوم هم یادېږي یو کيمیايي توکی دی چې د فزیکي تماس یا د عاطفي اړیکو پر مهال مغز کې تولیدېږي.

مېرمن بلومېنتال وايي: "که موږ د تجربې لپاره یادو صحرايي موږکانو ( پرېري وولز) کې د اکسېټوسېن سېګنالونه یا اشارې ګډوډې کړو، نو دوی نشي کولی قوي اړیکې رامنځته کړي. بیا له خپلې جوړې سره لږ وخت تېروي."

انسانان هم د اکسېټوسېن دغه ډول سیسټمونه لري. دا ښيي چې زموږ مغزونه په داسې ډول جوړ شوي چې اړیکو جوړولو ته مو هڅوي خو یو بل کیمیاوي توکی - ډوپامین هورمون ښايي د دې لامل شي چې موږ انسانان د ژمنې پر ځای نوښت وغواړو.

د اړیکو په لومړیو مرحلو کې ډوپامین په مغزو کې جاري کېږي، د بل کس جذبول او غېږ پرانېستلو سبب کېږي. یو ځل چې اړیکه جوړه شي، ډوپامین خپله لار بدلوي.

ښځې له څو مېړونو سره

د موناګومي اړوند د تکامل بحث ترڅنګ، انساني کلتور هم د اړیکو په جوړولو او ترتیبولو کې پراخه ونډه لرلې ده.

د متحده ایالاتو، الینای ایالت په شیکاګو پوهنتون کې بشرپوهه ډاکټره کېټي سټارکوېدر د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه له ۵۰ زیات داسې مثالونه مستند کړي دي پکې یوې ښځې څو مېړونه درلودل. دې پالي‌انډري وايي (polyandry).

ډاکټرې سټارکوېدر دا بېلګې د آسیا له نېپا والي یا درې او تبت نیولې تر افریقا او امریکا پورې ځایونو کې موندلې دي.

که څه هم پالي‌انډري (Polyandry) – کله چې یوه ښځه څو مېړونه لري تر پولېجېني (polygyny) – کله چې یو سړی څو ښځې ولري ډېر کمساری دی خو مېرمن سټارکوېدر خبرداری ورکوي چې یوې ښځې ته د څو مېړنو لرل ناممکنه نه ده.

"ښځې کولی شي د څو ملګرو یا مېړونو په درلودلو سره ښه اقتصادي ګټه وکړي. که ستاسو لومړنی مېړه مړ شي یا د اوږدې مودې لپاره بل ځای وي، چې بېلګې یې د شمالي امریکا په ځینو ځايي اوسېدونکو کې شته نو په دې حالت کې اړتیا لرئ چې بدیل یې ولرئ."

په ځینو قضیو کې د څو ودونو درلودل یا په یوه وخت کې څو ملګري درلودل جینیتکي ګټې هم لري.

"هغه چاپیریال چې خلک ډېر پکې ناروغه کېږي او د ناروغیو له امله مړه کېږي، نو ډېره ښه به وي چې ډېر ماشومان ولرئ او هغه هم داسې چې بېلا بېل جنیتیکي جوړښتونه ولري."

خو څو ودونه درلودل هم له ننګونو خالي نه دی. د څو اړیکو ساتل وخت، احساساتي انرژي او خبرو اترو ته اړتیا لري.

"له څو کسانو سره جوړه کېدل یا څو د ژوند ملګري ساتل خورا ګران کار دی. فرق نه کوي چې سړی یې او که ښځه. له اقتصادي، او احساساتي پلوه دا سخته ده. زه فکر کوم همدا یې بنسټیز لامل دی چې لا هم موناګومي یا یو کس سره ګډ ژوند کول تر ټولو عام ډول دی. "

د څو ودونو لروونکیو نظر

الینا لپاره د هغې په تېرو اړیکو کې یو واده یا د ژوند یو ملګری درلودل ګټور نه و. اوس یې چې څو کسان د ژوند ملګري دي خپل ځان په پېچلو احساساتو کې ښکېله ګڼي.

هغه دا مني چې "حسد یا سخته بخیلي رامنځ ته کېږي،" خووايي " شخصا زما لپاره دا له هغو احساساتو سرچینه اخلي چې وايې یو کس تا سره صادق نه دی او کله چې زه په دې ډاډه کېږم چې ملګری مې صادق دی نو دا د حسد حس کمېږي."

د الینا ملګری ورسره موافق دی:

"حسد په حقیقت کې لویه مسله نه ده. زه وایم چې د څو اړیکو په سمه توګه ساتل یو دروند بار دی."

دوی دواړه وايي چې دا ارزښت لري. الینا وايي "هېڅ له مخکې ټاکل شوي مقررات نشته."

"دا تاسو مجبوروي چې خبرې وکړئ او دا زموږ اړیکه پیاوړې کوي."

نو، ایا موږ په طبیعي ډول فقط یوه واده ته جوړ یوو؟ داسې ښکاري چې ځواب یې هم هو او هم نه دی.

د کلتورونو او تاریخ په اوږدو کې انسانانو د خپلو ټولنیزو، اقتصادي او چاپیریالي شرایطو سره سم د اړیکو مختلف ډولونه یا ماډلونه رامنځته کړې دي.

د ځینو لپاره څو ودونه درلودل احساساتي ازادي او اقتصادي انعطاف رامنځ ته کوي. د نورو لپاره یو واده د مینې سمبالولو تر ټولو ساده لار ښکاري.

ډاکتره کېټي سټارکوېدر وايي: "انسانانو په دې تکامل پیدا کړی چې نرمښت منونکي یا انعطاف منوونکي دي او په دې کې د اړیکو لرلو لارې چارې او د واده لارې چارې هم شاملې دي."

"موږ د ځمکې پرمخ په هر ډول چاپیریال کې ژوند کوو، او دا د هغه انعطاف او چلند له امله دی چې موږ یې لرو."