تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د حیرتان ترمذ ترمنځ د لارې بشپړ پرانیستل څه معنا لري؟
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
د ازبکستان رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې د دې هېواد د ترمز او افغانستان حیرتان سرحدي ښارګوټي تر منځ د تګ راتګ لار پرانیستل شوې.
د ازبکستان رسنیو په رپوټونو کې د دې هېواد سوداګرۍ او صنایعو خونې (سي سي ای) له قوله ویل شوي، چې پر امو سیند د دوستۍ پله د ګمرکي او پاسپورټ چارو مسوولینو د سفري اسنادو ارزونې او ګمرکي خدمتونو لړۍ پیل کړې ده.
رپوټونه وايي، نژدې څلور کاله مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان او ازبکستان تر منځ لار د رسمي تګ راتګ په بڼه تړلې وه.
بي بي سي ته ویل شوي چې له دې وړاندې پر دغه لار افغان وګړو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېده خو ازبکستانیانو له دغه لارې افغانستان ته تګ راتګ نه شو کولی او د تاجکستان له لارې به پر شېرخان بندر افغانستان ته تلل.
د سي سي ای په هغه پیغام کې چې پر ټیلیګرام خواله رسنۍ د سې شنبې پر ورځ خپور شوی ویل شوي: ''د ترمذ- حیرتان تر منځ د پل اوږدو کې، چې ازبکستان او افغانستان سره نښلوي، فعالیتونه بیا فعال شوي دي. مسافر اوس کولای شي، د دواړو هېوادونو تر منځ مستقیم او په خوندي توګه سفر وکړي، خو د ویزا شرط په کې پر خپل حال پاتې دی."
رپوټونه وايي، د ازبکستان چارواکی هیله مندي ښيي، چې د دې لارې له پرانیستل کېدو سره به د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه تر دوه نیم میلیونو ډالرو وده وکړي.
د افغانستان دولتي خبري اژانس باختر هم د ازبکستاني رسنیو د رپوټونو په حواله د ترمذ- حیرتان لارې د پرانیستل کېدو، رپوټ تائید تر څنګ په یوه ځانګړي رپوټ کې ویلي: "نن چهارشنبه د ازبکستان مرستیال وزیر جمشېد عبدالزوکاروف په مشرتابه پلاوي په کابل کې له ځايي سوداګرو سره یو شمېر ''مهمې سوداګریزې هوکړې'' لاسلیک کړې دي.
د باختر په رپوټ کې ویل شوي، په دې تړونونو کې تر ډېره ''د غوښې او سبو په ګډون د خوراکي توکو پر وارداتو او صادراتو پام ورټول دی."
له دې مخکې د روان کال اګست په لومړیو کې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتور ترمنځ ۴۵ سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک وشول چې ټولیز ارزښت یې تر ۲۱ میلیون ډالرو رسېږي. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو او خصوصي سکتور د استازو په وینا، دا هوکړې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې پراختیا او د سوداګرۍ حجم زیاتولو ته لاره هواره کړي.
له ازبکستان سره د افغانستان لار داسې حال کې پرانیستل کېږي، چې له نژدې دوو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ لارې تړلې او د سوداګرۍ او ټرانزیټ لړۍ په ټپه ولاړه ده.
د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ په وروستیو اونیو کې د کړکېچ له ډېرېدو او د سوداګریزو لارو له تړل کېدو سره هممهاله، په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو ویلي و، پر اسلام اباد د خپلې اقتصادي تکیې کمولو لپاره، دوی د ایران او مرکزي اسیا له لارې په سوداګریزو لارو تکیه کوي.
افغانستان د ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان له لارې خپل خپله سوداګري ډېره کړې ده، هغه لارې چې ویل کېږي، د پاکستان پرتله ګړندۍ وده کوي.
د روان کال په جون کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي و، له ازبکستان سره یې د 'ترجیحي سوداګرۍ' یوه هوکړه او ګډ کاري پلان لاسلیک کړي، چې د تعرفو د کمېدو، د سوداګریزو خنډونو ختمېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخېدا ته لاره هواره کړي.
د یادونې ده، چې د تېر کال په نیمايي کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او ازبکستان چارواکو تر منځ د یوې هوکړې له مخې د امو سیند بل لور ته د ازبکستان په خاوره کې د افغانستان - ازبکستان ګډ بازار فعال شو، چې د همدې هوکړې له مخې د افغانستان اتباع کولی شي له ويزې پرته هره ورځ دې ۲۴ ساعته بازار ته سفر وکړي او که اړتیا وي، تر ۱۵ ورځو پورې دغه ازاده اقتصادي سیمه کې پاتې شي.
کارپوهان انګېري چې ازبکستان غواړي فرصت ته په کتو افغانستان د خپل یوه مهم بازار او سوېلي اسیا ته د لنډې لارې په توګه وکاروي. همدا لامل دی چې ازبکستان له افغانستان سره د اړیکو د لاپراخوالي په لټه کې دی.