تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان او ازبکستان خصوصي سکتور د سوداګرۍ ۴۵هوکړې لاسلیک کړې
د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتور ترمنځ ۴۵ سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شوي چې ټولیز ارزښت یې تر ۲۱ میلیون ډالرو رسېږي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند بي بي سي ته وویل، دغه سوداګریز هوکړه لیکونه په بېلابېلو برخو کې شوي دي.
هغه وايي "دغه هوکړه لیکونه د خوراکي، ارایشي، طبي او نفتي موادو همدارنګه د موبل او فرنیچر په برخه کې شوي دي چې ټولیز ارزښت یې ۲۱ میلیونو ډالرو ته رسېږي."
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو او خصوصي سکتور د استازو په وینا، دا هوکړې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې پراختیا او د سوداګرۍ حجم زیاتولو ته لاره هواره کړي.
د یوې ځايي رسنۍ طلوع نیوز د راپور له مخې، د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي، افغانستان هڅه کوي چې له ازبکستان سره د سوداګرۍ کچه درې میلیارد ډالرو ته لوړه کړي. ښاغلي عزیزي ویلي "موږ باید هڅه وکړو چې د خپلمنځي سوداګرۍ کچه لوړه کړو او په دې برخه کې ژمنې زیاتې شي. زموږ واردات او صادرات باید وده وکړي، موږ باید یوازې واردوونکي ونه اوسو."
کابل کې اریانا نیوز تلویزوني شبکې د ازبکستان د سوداګرۍ خونې د رییس بهار تاشمتوف له قوله لیکلي: "د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي. د دې اړیکو په چوکاټ کې، ډېر سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي. دا غونډه هم د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د حل لارو موندلو په موخه جوړه شوې."
په کابل کې د ازبکستان سفیر ایبیک عثمانوف په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د اقتصادي همکاریو د پراختیا ژمنه تکرار کړې او ویلي یې دي: "د روان کال په لومړۍ نیمايي کې ازبکستان ته د افغانستان د صادراتو په کچه کې درې برابره زیاتوالی راغلی دی."
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي په یاده غونډه کې ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترجیحي سوداګریزو تړونونو لاسلیک د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ د ودې او پراختیا لپاره هیلې زیاتې کړې دي، خو هممهال یې خبرداری ور کړی، که د ویزو د صادرولو لپاره اړینې کونسلي اسانتیاوې برابرې نه شي، موږ به د سوداګرۍ د ریښتینې پراختیا شاهدان ونه اوسو.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له خوا په کابل کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور برخې فعالانو او سوداګرو لپاره د جوړې شوې غونډې افغان ګډونوالو د سیمې په ځانګړي ډول منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ګډې سیمهییزې خونې پر جوړولو ټینګار کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو ویلي، د ګډې سیمهییزې خونې جوړول کولی شي افغانستان له اروپایي بازارونو سره وصل کړي او د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه یې دې مسلې ته د ځانګړي پام غوښتنه کړې ده.