ایا راتلونکی ځیرک ژوند به پوه شي چې انسانان کله هم موجود وو؟

د ویډیو تشریح، ایا راتلونکي تمدنونه به پوه شي چې انسانان موجود وو؟

موږ انسانان له پخوا راهیسې د تېر وخت په اړه تل لېواله پاتې شوي یوو.

موږ د ځمکې له ژورو بې شمېره فوسیلونه (د پخوانیو ژوو یا نباتاتو پاتې شوني) راایستلي دي - دا د ځمکې د ۴،۵ میلیارده کلن تاریخ پاتې شوني دي او موږ ته دا ښيي چې پخوانیو ژويو د انسان له راپیدا کېدو ډېر مخکې څنګه ژوند کاوه.

خو که موږ خپله له پوپنا کېدو سره مخامخ شو او میلیونونه کاله وروسته نور هوښیار ژوي یا هوښیار مخلوقات راښکاره شي، ایا هغوی به پوه شي چې موږ کله هم موجود وو؟ او زموږ تمدن به څنګه و؟

یو د انسان هډوکي (کالبد) چې له ځمکې څخه د برش په مرسته رایستل کېږي.

د عکس سرچینه، Microgen Images/Science Photo Library via Getty Images

د عکس تشریح، یو د انسان هډوکي (کالبد) چې له ځمکې څخه د بورس په مرسته سپړل کېږي.

د فوسیل کېدو کم احتمال

د امریکا د روچسټر پوهنتون د ستورپوهنې استاد اډم فرانک وايي د راتلونکو فوسیل‌پوهانو لپاره دا ډېره کمه هیله ده چې زموږ پاتې شوني به ومومي.

هغه وایي: "یوازې د ځمکې د ژوند یوه کوچنۍ برخه فوسیل شوې ده، په ځانګړي ډول که ستا تمدن د ځمکې له نظره جغرافیایي ډول ډېر لنډ عمر ولري."

په ۲۰۱۸ کال کې د فرانک په ګډه لیکل شوې یوې څېړنې ته په کتو، سره له دې چې ډیناسوران ۱۶۵ میلیونه کاله په ځمکه ګرځېدل، د دوی له پاتې شونو تر اوسه ډېر لږ بشپړ فوسیلونه موندل شوي دي.

نو دغه څېړنه وړاندیز کوي چې زموږ د انسان ډول چې یوازې شاوخوا ۳۰۰ زره کاله عمر لري، ښايي هېڅ د پام وړ نښه په فوسیلونو کې پرې نه‌ږدي.

خو ښايي موږ بله نښه پرېږدو.

د ادم فرانک او ګیوین شمیت لخوا د ۲۰۱۸ کال د یوې مقالې له مخې، د دوی د شتون په هرو ۱۰۰،۰۰۰ کلونو کې یوازې د نږدې بشپړو ډایناسور فوسیلونو معادل موندل شوي دي.

د عکس سرچینه، Courtney Hale/E+ via Getty Images

د عکس تشریح، د ادم فرانک او ګیوین شمیت لخوا د ۲۰۱۸ کال د یوې مقالې له مخې، د دوی د شتون په هرو ۱۰۰،۰۰۰ کلونو کې یوازې د نږدې بشپړو ډایناسور فوسیلونو معادل موندل شوي دي.

د ځمکې د کیمیا بدلون

د ځمکې د طبعي جیولوژي یوه برخه دا ده چې ډبرې تل په طبقاتو کې جوړېږي.

د هرې طبقه کیمیاوي جوړښت د هغه وخت د ځمکې له حالت سره تړاو لري.

د استاد فرانک په وینا، د انسان‌ جوړ اقلیمي بدلون له امله د تودوخې لوړېدل او د سمندر سطحې بدلون به دا اغېزمن کړي چې په ډبرو کې څه شی پرېښودل کېږي - دا بدلونونه به "احتمالاً سلګونه میلیونه کلونه وروسته هم د معلومېدو وړ وي".

هغه وايي: "راتلونکي څېړونکي به د اکسیجن او کاربون په ایزوټوپونو کې توپیر وویني، ځکه د انسان د فعالیتونو له امله د ځمکې د اقلیم نظام بدل شوی و."

د تکامل بڼه بدلول

که زموږ هډوکي هم ډېر فوسیلونه پرې‌نږدي، موږ بیا هم د نورو ژوو په فوسیلونو کې بدلون راوستی دی - د هغو نباتاتو او حیواناتو له لارې چې موږ له یو ځایه بل ځای ته انتقال کړي یا یې تنوع بدل کړي.

پرتلنه

د "بیوماس" یا د ټولو ژوندیو موادو د وزن له مخې، د ۲۰۱۸ یوې څېړنې وموندله چې د نړۍ د ټولو تی لرونکو ژوو ۹۶٪ یا خو انسانان دي یا زموږ کورني څاروي.

د نړۍ د مرغانو له ټول بیوماس (د ژوندیو موجوداتو ټول وزن) څخه له دوو پر درېیمه برخه زموږ د چرګانو ده.

د (Our World in Data) د راپور له مخې، موږ هر کال له ۷۵ میلیاردو ډېر چرګان حلالوو، نو د دې ټولو تقریباً یو ډول مرغانو د فوسیلونو ډېر شمېر به د راتلونکو څېړونکو پام جلب کړي.

د برېتانیا د لېسټر پوهنتون ځمکپېژندونکی او فوسیل‌پوه یان زالاسیویچ وايي: "موږ د ژوند د تکامل لوری بدل کړی دی."

هغه زیاتوي: "راتلونکي څېړونکي به حیران شي چې 'څه پېښ شوي؟ ولې؟' او هغوی به هغه طبقه لټوي چې دا هر څه پکې پیل شوي او دا هماغه زموږ طبقه ده."

زموږ "وروستی میراث"

زالاسیویچ او د هغه همکاره پروفیسوره سارا ګابوټ په خپل کتاب (پرېښودل شوی: څنګه به ټیکنو فوسیلونه زموږ وروستی میراث وي) کې استدلال کوي چې زموږ عادي شيان به زموږ د تمدن د اصلي نښو په توګه پاتې شي.

دوی دې ته "ټیکنوفوسیلونه" یا انسان جوړ د پخوانیو پاتې شوني وایي - لکه د څښاک المونیم کوتی، د پالیسټر جمپر یا د موټرو ځمکتل پارکینګ یا تمځای.

هغه ورځني شیان چې د ځمکې په رسوباتو کې خپل اثر پرېږدي، ممکن راتلونکي تمدنونو ته د دې په اړه نښې ورکړي چې موږ څنګه ژوند کاوه.

د عکس سرچینه، Sarah Gabbott

د عکس تشریح، هغه ورځني شیان چې د ځمکې په رسوباتو کې خپل اثر پرېږدي، ممکن راتلونکي تمدنونو ته د دې په اړه نښې ورکړي چې موږ څنګه ژوند کاوه.

په ۲۰۲۰ کال کې یوې څېړنې اټکل کړی و چې موږ هر کال ۳۰ ګیګا ټنه شیان تولیدوو - یعنې هر انسان په اونۍ کې تر خپل وزن زیات توکي جوړوي.

څېړونکو وموندله چې اوس د انسان جوړ شیان د نړۍ د ژوندیو موجوداتو له وچ وزن څخه ډېر دي.

د انسان جوړو شویو توکو تر ټولو لویه برخه له کانکریټه ده - داسې یو څه چې راتلونکي موندونکي به یې حتماً طبیعي ونه بولي.

زالاسیویچ وایي: "موږ اوس د کانکریټو جوړولو یوه طریقه دا ده چې الوتونکې ایرې ورګډوو... چې د مایکروسکوپ لاندې ډېر عجیبه ښکاري."

هغه زیاتوي: "که هغوی د ودانیو یا سړکونو فوسیل شوې څنډې وویني، نو پوه به شي چې دا د طبعي ډبرو له طبقاتو بېخي توپیر لري."

ګابوټ وایي چې ډېری زموږ مواد به ډېر اوږد عمر ولري.

پلاستیک ښايي "نه یوازې زرګونه بلکې ممکن میلیونونه کاله" پاتې شي.

د ملګرو ملتونو له مخې، تر ۲۰۵۰ کال پورې ښايي په سمندر کې د کبانو پرتله ډېر پلاستیک وي.

خو یوازې پلاستیک نه دی.

ګابوټ وایي: "موږ داسې څلور میلیارده کلنې ډبرې لرو چې په کې ګرافایټ شته. د پنسل په بڼه ګرافیت څلور ملیارده کاله دوام کولی شي."

هغې زیاته کړه: "فوسیل شوې پاڼې موندل شوې چې سلګونه میلیونه کلونه زړې دي. کاغذ له سیلولوز جوړ شوی چې د پاڼو له موادو سره یو شان دی. نو که چاپېریال مناسب وي، کاغذ هم ښايي سلګونه میلیونه کلونه پاتې شي."

پرتلنه

د سیارې په کچه بدلونونه

انسانانو ښايي د ځمکې په جیولوژۍ کې لا له مخکې ستر بدلونونه پرېښي وي. خو دا چې یو وخت به نور هوښیار ژوي دا نښې ومومي که نه، دا د اټکل خبره ده.

خو دا پوښتنه شته: ایا دا ګټوره ده چې خپل میراث د میلیونونو کلونو لپاره تصور کړو؟

استاد فرانک باور لري چې هو.

هغه وایي: "دا ډېره مهمه ده چې موږ د ټکنالوژۍ له دې ناپاخه پړاوه تېر شو او د ځمکې د اوږدمهال تاریخ په اړه فکر وکړو."

"دا بدلونونه د سیارې په کچه دي، چې اغېزې به یې د پېړیو، زرو کلونو او لسو زرو کلونو لپاره پاتې وي".

(د بي‌بي‌سي نړیوال سروېس له د "CrowdScience" خپرونې اخیستل شوی. اضافي راپور: ایلین څانګ).