پاکستاني پولیسو د تحریک انصاف ګوند مهم مشران اډیاله زندان ته نژدې نیولي

پي ټي ای

د عکس سرچینه، Getty Images

راولپنډۍ کې پولیسو د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د اپوزېسیون او تحریک انصاف ګوند مشر عمر ایوب، اسد قیصر، په سنا کې د اپوزېسیون مشر شبلي فراز او په پنجاب اسمبلۍ کې د اپوزېسیون مشر احمد بشار په ګډون د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) څو مشران له اډیاله زندان څخه بهر نیولي دي.

د سه شنبې په ورځ په نیول شویو کسانو کې د سني اتحاد شورا مشر صاحبزاده حامد رضا هم شامل دی. خو د پولیسو په وینا دغه ټول کسان د پولیسو له خوا تر خبرداري وروسته بېرته خوشي شوي دي.

په تولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو چې د تحریک انصاف ګوند له خوا خپره شوې، د پنجاب پولیس لیدل کېږي چې د ګوند مشران نیسي.

دا ټول مشران د پخواني لومړي وزیر عمران خان سره لیدو لپاره اډیاله زندان ته تللي وو. د ځايي پوليسو په وينا دغه مشران له ۱۴۴ مادې څخه د سرغړونې په تور نيول شوي وو.

د تحریک انصاف ګوند بنسټ ایښېدونکی او د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان له څه باندې یوه کال راهیسې د بېلابېلو تورونو له کبله په اډیاله زندان کې د بند شپې ورځې تېروي.

پاکستان کې محکمو تېر کال اګست کې عمران خان د دولتي ډالیو د تفصیلاتو پټولو اړوند قضیه (توشه‌خانه کېس) کې د مالي فساد ګرم وباله.

د نوموړي د خوشې کېدو لپاره وخت نا وخته لویې مظاهرې هم کېږي بلخوا د تحریک انصاف ګوند مشرانو ادعا کړې چې زندان ته یې د لېدو لپاره سختې تګلارې وضع شوي او څوک یې لېدو ته نه ور پرېښودل کېږي.

امنیتي ځواکونو پر جومات بریدګرو سره مرسته کوونکی پولیس نیولی

پښتونخوا

د عکس سرچینه، KP Police/X

د خیبر پښتونخوا پولیسو ادعا کړې چې د تېر کال په جنورۍ میاشت کې یې د پېښور د پولیسو لیکو کې پر یوه جومات د ځانمرګي برید کوونکي د اسانتیاوو برابرونکی نیولی دی.

د پوليسو افسر جنرل اختر حيات خان ګنډاپور د سه شنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، دپوليسو او نورو قانون پلي کوونکو ادارو لخوا پېښور کې د عملياتو پر مهال يو اسانچاری نيول شوى دى.

د چارواکو په وینا له تورنو کسانو دوه ځانمرګي واسکټونه هم تر لاسه شوي دي.

د یادولو ده، چې د تېر کال جنورۍ مياشت کې د پېښور د پوليسو پر مرکز ځانمرګي بريد کې تر ٨٠ زيات کسان وژل شوي وو.

د خېبرپښتونخوا د پولیسو مشر په وينا، تورن کس د پېښور پوليسو لیکو کې د جومات په نښه کولو کې ځانمرګي بريدګر ته د اسانتيا برابرولو په بدل کې دوه لکه روپۍ ترلاسه کړې وې.

د پولیسو دغه مشر په خبري غونډه کې وویل "هغه (تورن) د دې کار په بدل کې دوه لکه پاکستانۍ کلدارې ترلاسه کړې چې په هغه پېښه کې سل کسان مړه شول، نو دغه کس د خپل هر یوه هېوادوال سودا په دوه زره روپیو وکړه."