ایا ترکیې سره کډوالو لپاره د اروپايي ټولنې مالي مرستې پر ځای لګېږي؟

د بشري حقونو د څار سازمان له اروپايي ټولنې غوښتي، د دې ډاډ ترلاسه کړي چې له ترکیې سره د کډوالۍ برخه کې د دوی مالي مرستې د کډوالو او پناه غوښتونکو له حقونو د سرغړونې لپاره نه کاروي.

دغه سازمان ویلي، په داسې حال کې چې ترکیه په چټکۍ سره افغانان او سوریایان خپلو هېوادونو ته ستنوي، د دغه هېواد له حکومت سره د کډوالۍ د مدیریت لپاره د اروپايي ټولنې مالي مرستې لا هم دوام لري.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، کډوال په هغو مرکزونو کې بند پاتې دي چې د اروپايي ټولنې له خوا تمویلیږي.

په دې وروستیو کې د ترکیې د حکومت په توقیف ځایونو کې له کډوالو سره د ناوړه چلند او شکنجې راپورونه ورکړل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د هغو کسانو جبري بیرته ستنول چې په خپل هېواد کې د ځورونې له خطر سره مخ دي، د نړیوالو قوانینو له مخې منع دی.

له همدې کبله دغه سازمان له اروپايي ټولنې غوښتي، ددې ډاډ ترلاسه کړي چې ترکیې ته د مهاجرت په برخه کې د دوی مالي مرستې د مهاجرو او پناه غوښتونکو له حقونو څخه په سرغړونې نه کارول کیږي.

په ترکیه کې د کډوالو د حقونو ځینې فعالان وايي، د دغه هېواد حکومت په دې وروستیو کې د کډوالو د نیولو او بېرته خپلو هېوادونو ته د ستنولو بهیر چټک کړی دی.

د دوی له ډلې ذکیه حکمت وايي، په دې بهیر کې ترکي حکومت د توقیف ځایونو شمېر زیات او تر دېرشو لوړ کړی دی.

دا وايي: "سږکال په ترکیه کې د نیول شویو ناقانونه کډوالو په ډله کې اووه څلوېښت زره پنځه سوه او ۱۶ کسان دي. ورپسې سوریه ده چې څه باندې ۴۲ زره کډوال یې نیول شوي دي".

په دوی کې یو شمېر کسان بېرته ستانه کړای شوي او یو شمېر یې په توقیف ځایونو کې ساتل کیږي.

په توقیف ځایونو کې د ساتل کېدونکو خلکو شمېر مالوم نه دي ځکه د ترکیې حکومت په دې برخه کې ډېر حساس دی او شمېرې نه شریکوي.

یوازې ترکیه نه ده چې د افغانانو د بېرته ستنولو بهیر یې په چټکۍ مخکې روان کړی.

پاکستان او ایران هم په جدیت افغان ناقانونه کډوال بېرته خپل هېواد ته ستنوي.

ایران له څه مودې راهیسې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې او په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي د پېښو د ډېرېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

وروستۍ پېښه د څو ورځو وړاندې ده چې د ایران او پاکستان ترمنځ کلګان سرحدي سیمه کې ایراني ځواکونو لسګونه افغانان ویشتلي.

ځینو سرچینو ویلي چې دغه افغانان له پاکستانه پر پوله ایران ته د اوښتلو پرمهال د "ماین چاودنه او په ډزو" وژل شوي دي.

تر دې مخکې ایراني چارواکو ویلي وو، په شپږو میاشتو کې به دوه میلیونه کډوال له خپل هېواده وباسي.

د تېر کال په جولای میاشت کې پاکستان هم اعلان وکړ چې شاوخوا یو نیم میلیون هغه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستنوي چې هلته د قانوني اوسېدو اسناد نه لري.

له هغې راهیسې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې راپور له مخې نژدې ۶۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه، افغانستان ته ستانه کړی شوي دي.