تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د قاچاقي سفرونو په اړه د شاه رخ خان د نوي فلم 'ډنکي' کیسه څه ده؟
د هندي سېنما د وتلي فلمي ستوري شاه رخ خان تازه فلم 'ډنکي' د ۲۰۲۳ کال د پای په ورځو کې د نړۍ په سېنماګانو کې داسې مهال نندارې ته وړاندې شوی چې دغه کال یې د 'پټان' او 'جوان' په نوم دوو نورو فلمونو هم ګڼ مینه وال موندلي دي.
'ډنکي' هغه تخنیک ته ویل کېږي چې خلک یې په ترڅ کې په قاچاقي یا ناقانونه لارو نورو هېوادونو ته ور اړوي او څوک چې دغه کار کوي هغوی ته په پنجابي ژبه 'ډنکر' ویل کېږي.
د دغه فلم کیسه هم د داسې پنځو ملګرو په اړه ده چې د خپل راتلونکي جوړولو په هیله لندن ته د تګ شوقیان او هلته د مېشتېدو په ارمان دي.
په 'ډنکي' فلم کې د شاه رخ خان تر څنګ ځينو نورو هندي فلمي لوبغاړو لکه تاپسي پنو، کوشل، دیا مرزا، بومن ایراني او درمېندر هم خپله هنرنمايي کړې ده.
شاه رخ خان دغه فلم ته ډېر هیلهمن برېښي. فلم ته د خلکو د پام راړولو لپاره یې په نړيواله کچه ځينې غونډې وکړې او پر خپله اېکس پاڼه یې د AskSRK یعني "شاه رخ خان وپوښتئ" هشټېک وچلاوه چې د خپلو مینه والو پوښتنو ته ځواب ووايي.
د پنځو ملګرو کیسه
'ډنکي' فلم هندي فلم جوړوونکي راج کمار هیراني جوړ کړی چې کیسه یې د هندي پنجاب په یوه کلي کې د ملګرو پر یوې داسې ډلې راڅرخي چې غواړي بريتانیا ته لاړ شي. خو کله چې په قانوني توګه هلته د تلو په خپله لومړۍ هڅه کې ناکام شي نو د 'ډنکي' یا 'ناقانونه' سفر لار غوره کړي.
په فلم کې شاه رخ خان 'ٰهارډي' نومېږي چې یو تقاعد شوی پوځي دی او اوس د دې ډلې لارښود یا "راهبلد" دی. هارډي (شاه رخ خان) د دغه فلم له نورو مهمو کرېکټرونو منو (تاپسي پنو)، بالي (انيل ګروور) او بګو (وېکرم کوچر) سره ویني چې هر یو یې لندن ته د تلو لپاره بېلابېل دلایل له ځانه سره لري.
که څه هم د فلم په سر کې په خپله د هارډي زړه نه وي چې هېواد پرېږدي خو په لاره کې پر منو مین شي او دی هم بريتانیا ته د تګ پرېکړه وکړي.
د قاچاقي سفر کوونکو ملګرو دا ډله د ویزې ترلاسه کولو لپاره له بومن ایراني د انګریزي ژبې زدکړه پيلوي خو په ازموینه کې بریالي نه شي. له همدې سره دوی مجبور شي چې د 'ډنکي' ناقانونه او له کړاوونو ډکې لارې ته غاړه کېږدي او د انګلستان په سفر ووځي.
دوی په دغه سفر کې له څو هېوادونو تېرېږي او خپل مقصد ته له رسېدو سره له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ کېږي چې په اصل کې د 'ډنکي' لارې له تکلیفونو خلک خبروي.
"موږ چې چېرې ورسېږو، هماغه زموږ کور شي"
د یادولو ده چې د هند پنجاب ایالت کې له لسيزو راهیسې بهرنيو هېوادونو ته تګ یو دود او اوج ته رسېدلې چاره ده خو په دې وروستيو څو کلونو کې په دغه ایالت کې د اقتصادي ستونزو له کبله زلمي له خطره دغه ډکه لار 'ډنکي' کاروي.
خپل دغه فلم ته د کتونکو د راجلبولو لپاره دوه ورځې مخکې په دوبۍ کې په یوه غونډه کې شاه رخ خان وویل، "ډنکي د هغو ټولو خلکو په اړه دی چې د کار روزګار لپاره یې خپل کورونه پرېښي او کوم بل هېواد کې يې ځان ته کور جوړ کړی دی، لکه څنګه چې تاسې په دوبۍ کې مېشت شوي یئ. موږ چې هر چېرې یو، هماغه زموږ کور شي. دا فلم همدا کیسه بیانوي."