شاه رخ خان څنګه د بالیووډ سینما له "رومانس پاچا" په اکشن ستوري بدل شو؟

د درې لسیزو په اوږدو کې د بالیووډ مشهور ستوری شاه رخ خان د مینې او رومانتیک تمثیل په برخه کې هغه فلمي لوبغاړی دی چې د دې برخې اتل په سترګه ورته کتل کېږي.

خو په وروستیو فلمونو کې په بېله څېره راڅرګند شوی دی او له پخوانیو رولونو سره یې ډېر توپیر لري.

د هغه د نوي فلم جوان په یوه صحنه کې، هغه په خیریلو ویښتانو سره راڅرګندېږي، او ښکاروي چې خان، په اورګاډي کې د ډارونکو مسافرینو لخوا محاصره او یرغمل شوي دي. خو هغه ډېر ژر سندرې او نڅا پیلوي چې تښتونکي په یوه نوي کړکېچ کې اچوي.

د دې فلم په ټرېلر یا اعلان کې شاه رخ خان لیدونکو ته خبرداری ورکړی و، "کله چې زه په منفي رول کې راڅرګند شم، هېڅ اتل زما په مقابل کې نه شي درېدلی."

شاه رخ خان د بالیووډ یو له تکړه ستورو دی چې د هند په ګډون په ټوله نړۍ کې میلیونونه مینه وال لري.

له یوې مودې ځنډ وروسته سږ کال فلمونو ته د هغه راتګ د بالیووډ لوی بریالیتوب ګڼل کېږي.

د فلمونو کره کتونکي انوپم چوپړا په وینا، هغه د یوه زړه راښکونکي رومانتيک اتل پر ځای اوس د سینما پر پرده د اکشن اتل په توګه راڅرګندېږي.

خان تر دې مخکې په ۲۰۰۶ کال کې د ډان او په ۲۰۱۷ کال کې د رییس په څېر فلمونو کې د یوه اکشن اتل یا هېرو په توګه راڅرګند شوی و، خو د پټان او جوان په څېر بریالیو فلمونو کې یې تمثیل یوه بېلګه ده.

انوپم چوپړا وايي چې دا د هغه په مسلک کې یو نوی پړاو دی.

د شاه رخ خان نوي فلم پټان په یوه میاشت کې د ۱۲۰ میلیون ډالرو څخه ډیر عاید ترلاسه کړ، چې تېر ریکارډونه یې مات کړل. د شاه رخ نوي فلم جوان بیا د پټان فلم ریکارډ یوازې په ۱۸ ورځو کې مات کړ. په دې فلم کې شاه رخ په "ډبل رول" کې راڅرګند شوی دی.

د شاه رخ خان د فلمي ژوند او لومړنۍ بریا په منفي رول کې وه. هغه په ۱۹۹۳ کال کې ډر فلم کې په منفي رول راڅرګند شو. په همدې کال کې هغه په بازیګر فلم کې د یوه لیوني عاشق رول ادا کړ. په ۱۹۹۴ کال کې د انجام په فلم کې د غچ اخیستونکي په توګه راڅرګند شو.

خو په ۱۹۹۵ کال کې یې ریکارډ ماتونکي فلم دلوالې دلهنیا لې جاینګې کې د رومانتيک الماس په توګه رول تر سره کړ.

شاه رخ خان له هغه وخت راهیسې، په ډېرو ډرامو او کمیډي خپرونو کې د کوربه په توګه راڅرګند شوی، خو ددې ټولو تر څنګ د "رومانس پاچا" پاتې شوی دی.

جوان او پټان فلمونه دواړه د کرېکټر هوښیارتیا او کرشمه ساتي، خو خان د داسې ځواکمن ستر ستوري په توګه څرګند شوی چې یوازې ستر اتلان دا شان چارې ترسره کولای شي.

په تېرو څلورو کلونو کې د شاه رخ خان په شخصي او مسلکي ژوند کې څو پېښې په فلمونو کې د هغه د لږ شتون لامل شوې وې.

۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونه د هغه د مسلک لپاره خورا ورو ثابت شول، چې په هغو کې یې ډېره بریا ترلاسه نه کړه.

په ۲۰۱۸ کې، هغه په نورو لنډ مهاله رولونو پورې محدود و.

په ۲۰۲۱ کال کې د نشه يي توکو په قضیه کې د هغه د زوی ارین خان نیول په رسنیو کې یو لوی خبر شو. خو وروسته پر هغه لګېدلي تورونه ناسم ثابت شول او دوسیه یې واخیستل شوه.

د راهول دیسايي په وینا پټان او جوان د شاه رخ خان په شخصي او مسلکي ژوند کې د خپګان لېرې کولو لوی لامل ګرځېدلی.

دواړه فلمونه بېل سټایل لري خو پیغام یې یو دی. یو وطنپال اتل چې له ناورین څخه د خپل هېواد د ژغورلو لپاره د بېلابېلو مذهبي او سیمه ییزو خلکو سره په ګډه کار کوي.