ناسا سپوږمۍ ته تر ټولو قوي فضايي توغندی توغولی

د امریکا فضايي ادارې "ناسا" د فلوریډا ایالت له کېپ کاناورال نه سپوږمۍ ته خپل تر ټولو قوي توغندی توغولی دی.

ددې "ارټمیس" نومي توغندي لوړوالی ۱۰۰ متره دی چې د غږ او رڼا په یوه ګډوله کې اسمان ته وتوغول شو.

د یاد ماموریت هدف د "اوریون" سپوږمکۍ مخته بېول دي چې د سپوږمۍ سطحې ته د رسېدو لپاره ستورمزلي پکې لېږدي.‌

اوریون په لومړني ماموریت کې انسانان نه لېږدوي، خو که هرڅه سم روان وي، نو ستورمزلي به پکې د خپل راتلونکي ماموریت په درشل کې سفر وکړي.

د چارشنبې په ورځ دا توغندی وروسته تر هغه وتوغول شو چې په تېره اګسټ او سپتمبر میاشتو کې د تخنیکي ستونزو له کبله د توغندیو د توغولو هڅې ناکامې شوې وې.

پوهانو دا ځل دغه تخنیکي ستونزې حل کړې دي او فضا ته د توغولو سیستم ته یې د فعالیت اجازه ورکړې ده.

د ناسا مشر بېل نېلسن وویل: "دا تر ټولو لویې لمبې دي چې ما پخپل ژوند کې ولیدې. او په مطلق ډول د غږ تر ټولو سخته څپه ده".

دغه توغندی به د سپوږمۍ سطحې ته د سم تګلوري مشخصولو لپاره د خپل ماموریت مهمې پړاوونه سرته ورسوي.

دا سفر به مخکې له دې چې پوه شو ایا په سم ډول سر ته رسېږي او که نهو دوه ګړۍ وخت ونیسي.

راتلونکې ډیسمبر میاشت د ناسا له لوري په "اپولو ۱۷" ماموریت کې د سپوږمۍ پر سطحه د انسان کوزېدو پنځوسمه کلیزه لمانځل کېږي.

ناسا خپل نوی پروګرام (ارټمیس) نومولی دی.

ناسا به په راتلونکو لسو کلونو کې لا ډېر پېچلي ماموریتونه ترسره کړي، او اټکل دی چې پر سپوږمۍ لا د ډېر وخت لپاره خپل ماموریت جاري وساتي.

اوریون په ۲۶ ورځني سفر استول شوې او تر ټولو نژدې نطقه به یې د سپوږمۍ له سطحې ۱۰۰ کیلومتره لیرې ځای وي، خو په دې شرط چې مدار یې له سپوږمۍ په څه باندې ۷۰ زره کیلومتره واټن کې د پاتې کېدو اجازه ورکړي.

په پام کې ده چې اوریون به له اوس پیل تر درې نیمو اونیو سفر وروسته د ډیسمبر پر ۱۱مه ځمکې ته راستنه شي.

د ستنېدو چټکتیا به یې په یوه ساعت کې ۳۸ زره کیلومتره وي – یعنې د غږ له سرعت نه ۳۲ ځله ډېر.