د افغان خبریالانو مرکز: ۲۰۲۴ افغانستان کې د رسنیو لپاره ډېر ناوړه کال و؛ طالبان وايي، دا ادعا سمه نه ده

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, سمیع‌الله موسی‌زی
    • دنده, بي‌بي‌سي

د افغان خبریالانو مرکز وايي، ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې رسنیو لپاره ناوړه کال و او د ځان سانسور پکې لا ډېر شوی دی.

د دغه مرکز په کلني رپوټ کې راغلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو د تېرې پېښې د تېر (۲۰۲۳) کال پرتله اته سلنه ډېرې شوې او ۱۸۱ ته رسېږي.

هممهاله یو شمېر افغان خبریالان وايي، د رسنیو په اړه د طالبانو حکومت ځینې کړنلارې ډېرې پراخې او ګونګې دي، چې د افغان ټولنې د دود او اسلامي ارزښتونو په اډانه کې داسې نغښتل شوې، چې له مخې یې ځايي طالب چارواکي له رسنیو سره په خلاص مټ عمل کولی شي.

خو د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د افغان خبریالانو د مرکز د دغه کلني رپوټ د محتوا په ردولو سره وايي، "اطلاعاتو او کلتور وزارت د اسلامي امارت د بیا حاکمیت سره تل هڅه کړې چې د خبرنګارانو په څنګ کې ودرېږي، خبریالانو ته داسې فضا اماده کړي چې خبرنګاران وکولی شي د خپل فعالیت په جریان کې له کومې ستونزې سره مخامخ نه شي."

تېرې دوه لسیزې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په حضور کې د رسنیو پراخ فعالیت او د بیان ازادي له مهمو لاسته راوړنو بلل کېده. خو په ۲۰۲۱ کال واک ته د طالبانو له راستنېدو راهیسې رسنۍ نه په افغانستان کې د پخوا په څېر مالي امکانات لري او نه هم د ازاد فعالیت لپاره هغسې چاپېریال.

دا محدودیتونه واک ته د طالبانو له راګرځېدو وروسته لومړۍ ورځ له دې راپیل شول، چې وسله والو کسانو یې د ملي راډیو تلویزیون ښځینه کارکوونکې د دغه تلویزیون له دروازې بېرته ستنې کړې.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت واک ته د دوی له راګرځېدو څو اونۍ وروسته داسې اصول اعلان کړل چې له تلویزیونونو یې غوښتل، ښځینه ویاندویانې دې یې حجاب وکړي او داسې ډرامې دې نه خپروي چې ښځې پکې وي.

وروسته رسنیو کې د ښځو او نارینه‌و جلا والی عملي شو. له ښځو سره د نارینه مرکې او له نارینه وو سره د ښځو مرکې بندې شوې.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبانو ښځینه خبریالانو ته امر کړی چې باید خپرونو کې حجاب مراعت کړي

د طالبانو محدودیتونو دوام وکړ. لا پراخ او د خبریالانو په وینا ځپونکي شول.

په دغو اقداماتو کې د لاریونونو پر خبري پوښښ بندیز، د خپرونو پر محتوی محدودیتونه، د حکومت رسنیو دفتر له خوا پر خبریالانو څار او همدا راز دا هم شامل وو چې رسنۍ دې "د طالبانو رژیم" او "د طالبانو ډلې" په څېر اصطلاحات نه کاروي، بلکې د افغانستان حکومت دې یې بولي.

خبریالان وايي د طالبانو له خوا رسنیو ته ځینې ټاکل شوي اصول ډېر روښان نه دي، داسې چې طالب چارواکي یې د خپل شخصي نظر له مخې تفسیروي او د همدې شخصي تفسیر یا اخېستنې له مخې چلند کوي.

د بیلګې په توګه ملي شخصیتونو ته د نه سپکاوي، تحریف نه کولو، متوازنو خپرونو او پر عامه افکارو د منفي اغېزې د مخنیوي.

د خبریالانو مرکز رپوټ نور څه وايي؟

Kabul

د عکس سرچینه، Aju

د افغان خبریالانو مرکز خپل کلني رپوټ کې ویلي، په ۲۰۲۴ کال کې د امر بالمعروف اونهی عن المنکر د نوي قانون له پلې کېدو سره پر رسنیو کړۍ لا تنګه شوې او د رسنیو د ځپلو یو نوی پړاو پیل شوی دی. د دغه قانون له مخې د ژوندیو شیانو د تصویر خپرول منع دي.

دا مرکز وايي د همدغه قانون د احکامو له مخې په کندهار، تخار، بدغیس، هلمند، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې پر تلویزیونونو د ژوندیو شیانو د انځورونو خپرول منع شوي دي.

د خبریالانو د دغه مرکز د رپوټ پر بنسټ ۲۰۲۴ کال کې ۷ نوې لارښونې چې په اصل کې محدودیتونه دي، پر رسنیو لګول شوي دي. په ۲۰۲۳ کال کې ۴ لارښونې شوې وې.

په ژوندۍ بڼه د سیاسي خپرونو پر خپرولو بندیز، د طالبانو حکومت پر کړنلارو د نیوکو مخنیوی او خپرونو ته د هغو مېلمنو نه رابلل، چې د طالبانو له خوا تایید شوي نه وي، داسې محدودیتونه دي چې د دغه رپوټ له مخې په ۲۰۲۴ کال کې پر رسینو لګول شوي.

د خبریالانو مرکز وايي ۲۰۲۴ کال کې د رسنیو د حقونو تر پښو لاندې کولو ۱۸۱ پېښې ثبت شوې، چې ۱۳۰ یې د ګواښلو او ۵۱ د خبریالانو د نیولو دي. رپوټ زیاتوي چې د شمېرو له مخې په دې کال کې سروغړنې اته سلنه ډېرې شوې دي.

د افغان خبریالانو د عامه اړیکو د څانګې مسؤوله سمیه ولي زاده وايي، ۲۰۲۴ کال د رسنیو لپاره تر ټولو ناوړه کال وو، او د دې ناوړه حالت له امله رسنۍ اړې شوي چې پخپله ځانسانسورۍ ته مخه کړي.

"زموږ د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۳ کال پرتله په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان کې دننه د افغان خبریالانو او رسنیو حقونه ډېر تر پښو لاندې شوي دي. پر رسنیو د لګول شویو محدودیتونو او له حقونو یې د سرغړونې عاملین د امر بالمعروف وزارت او د طالبانو حکومت استخباراتو اداره ده. دوی مخامخ پر رسنیو محدودیتونه لګولي او خبریالان یې نیولي دي. د محدودیتونو او د ډېر فشار له امله افغانستان کې دننه رسنۍ اړ شوې چې د ځان سانسور ته مخه کړي."

د طالبانو حکومت غبرګون:

Kabul

د عکس سرچینه، RTA

د عکس تشریح، خبیب غفران - د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د افغان خبریالانو مرکز د دغه رپوټ "ټول" جزییات ردوي او دا نه مني چې د رسنیو او خبریالانو حقوق دې تر پښو لاندې شوې وي.

د دغه وزارت ویاند خبیب غفران بي‌بي‌سي ته وویل، وزارت یې له تېرو دریو کلونو راهیسې له رسنیو سره د ستونزو د حل په موخه له نږدې همکاري کوي.

د هغه وینا په دې لړ کې یې له ځینو رسنیو سره آن په مالي برخه کې هم ملاتړ کړی چې ونه تړل شي.

ښاغلی غفران وايي، په دې وروستیو کې یې په مرکز او زونونو کې له رسنیو سره ناستې درلودې چې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې همکاري څنګه لا ښه کېدای شي.

هغه د رسنیز فعالیت له کبله د خبریالانو د نیول کېدو او ګواښل کېدو موضوع هم رد کړې.

نوموړي وویل "موږ توصیه کوو، تهدید نشته."

نوموړی زیاتوي که کومه رسنۍ کله تخطي وکړي، دوی یې ورغواړي - سرغړونه یې ورپه ګوته کوي او توصیه ورته کوي.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند رسنیو ته د مشخصو مېلمنو د وربلل کېدو یا نه وربلل کېدو په تړاو ووايي، "ټوله نړۍ کې نظامونه مسوولیت لري چې د ملت د ثبات او فکري امنیت لپاره اقدام وکړي."

نوموړی زیاتوي، د دوی حکومت هم د داسې څرګندونو د مخنیوي مسوولیت لري، چې د ده په وینا "د نفاق او تفرقې لامل کېږي."

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو له لوري رسنیو ته یو استول شوی مکتوب

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د خصوصي تلویزیون ارزو اووه کارکوونکي له دوه اونۍ توقیف وروسته په لیکلي ضمانت خوشې شول. پام کې ده چې دوی محاکمه کړل شي.

د رسنیزو رپوټونو له مخې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي دغه کسان ځکه نیول شوي چې خپرونې یې له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وې.

د افغان خبریالانو مرکز وايي ارزو تلویزیون لا هم د فعالیت اجازه نه لري.

د دغه مرکز د معلوماتو له مخې د هنري فلمونو او ډرامو پر خپرولو بندیز، د ځینو نړیوالو رسنیو پر خپرونو بندیز ، له هغو رسنیو د خبریالانو پر کار بندیز چې طالبان یې مخالفې رسنۍ بولي، او په ځینو ولایتونو کې په رسنیو کې د ښځو پر غږ بندیز هغه نور محدودیتونه دي چې له وړاندې طالبانو لګولي دي.

د بیلګې په توګه کندهار ولایت کې د طالبانو د رسمي غونډو فلم او انځور اخېستل منع شوي دي.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه هم وايي، له رسنیو سره د طالب چارواکو چلند په بېلابېلو ولایتونو کې یو شان نه دی.

د دې کمیټې غړی قدیم ویاړ وايي:"په ځینو ولایتونو کې هغه خپرونې چې حتی تعلیمي، اسلامي او صحي خپرونې دي، خو چې د ښځو غږ پکې کارول شوی وي، باوجود د دې چې دا خپرونې د ښځو لپاره ځانګړې شوې، مګر د خپرېدو حق نه لري. ولې په ډېرو ولایتونو کې دغه سونزه حل ده، مشکل په دې برخه کې هېڅ نشته."

نوموی زیاتوي، تر هغې وروسته چې د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو کمېسیون له سره فعالیت پیل کړ، "د خبریالانو د نیولو، د خبریالانو د احضارولو او په رسنیزو چارو کې د هر اورګان لاسوهنې تر ډېره راکمې شوې."

خو دی وايي، "لا تر اوسه پورې خبریالان د ځینو اورګانونو لخوا نیول کېږي او ورغوښتل کېږي."