افغانستان کې پر رسنیو د محدودیتونو زیاتوالي په هکله اندېښنې ډېرې شوې

خبریالان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي

افغانستان کې د رسنیو ملاتړي بنسټونه د محدودیتونو د زیاتوالي، پر خبریالانو د ځان سانسورولو لپاره د فشار راوړلو او د رسنیو د خپلواکۍ د محدودولو لپاره د نویو لارښوونو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د خبریالانو مرکزونه وايي، چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د سرغړونې ۱۳۶ پېښې ثبت کړې، چې ۷۳ ګواښونه او ۶۴ خبریالان نیول شوي دي.

ملګرو ملتونو سږکال د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځ په اوسني نړیوال چاپیریال کې د ژورنالیزم او د بیان ازادۍ اهمیت ته ځانګړې کړې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش وايي، د نړۍ د چاپیریالي کړکېچ او د هغه د اړخونو او پایلو په اړه پوهاوی د ولسواکو ټولنو د جوړولو لپاره مهم دی او دا چاره رسنۍ او خبریالان په ښه توګه سرته رسولای شي .

ښاغلی ګوترېش وايي، ''ټولې ازادۍ د رسنیو په خپلواکۍ پورې سره تړلي دي. د مطبوعاتو ازادي د ولسواکۍ او عدالت بنسټ دی او موږ اړتیا لرو، چې فکرونه جوړ او په ځواک سره خبري وکړو.''

دغه سازمان ویلي، خبریالان د معاصرو مسایلو لکه د اقلیم د بدلون، د ناقانونه کان کېندنې، ککړتیا، ناقانونه ښکار، د څارویو قاچاق او د ځنګلونو وهلو په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو او خپرولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي. دغه سازمان د رسنیو او خبریالانو د کار اهمیت ته په پام سره ویلي، چې د دغو قضیو روښانول او په اړه یې ډاډ رامنځته کول په ټوله نړۍ کې د سولې او ولسواکۍ د ارزښتونو د ودې لپاره اړین دي .

خو په افغانستان کې وضعیت یو څه توپیر لري.

د افغان خبریالانو مرکز، په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو د ملاتړ اداره او د روا دارې په نوم د بشری حقونو سازمان پر رسنیو د بندیزونو، جبر او سانسور لپاره د فشار په اړه اندېښنه څرګندوي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز اجرایوي مشر احمد قریشي بي بي سي ته وویل، اوس د طالبانو ځینو ځواکمنو چارواکو په یو شمېر ولایتونو کې د رسنیو په برخه کې حکمونه صادر او عملي کړي دي، چې د ده په وینا دغه کړني د خبریالانو او رسنیو کار او فعالیتونو ته ویجاړونکې پایلې لري.

''واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې د رسنیو د قانون خلاف ۱۷ پرېکړي یا حکمونه صادر شوي ، چي څلور یې یوازي تېر یو کال کي او درې هغه یې د سیمه ایزو چارواکو له خوا دي.''

ښاغلی قریشي وايي هلمند کې په رسنیو کې د ښځو پر غږ بندیز، په کندهار کې د ژوندي موجود (ذی روح) له تصویر او ویډیو منع کول او په خوست کې له رسنیو سره د ښځو پر ټیلفوني اړیکو بندیز لګول په دغه نوی حکمونو کې شامل دي.

ښاغلی قریشي وايي، د دغې ادارې موندنې ښيي چې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو کمېسیون څنډي ته شوی او پر ځای یې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د رسنیو په کارونو کې لاسوهنه کوي.

ذبیح الله مجاهد وايي، د رسنیو او خبریالانو پر کار او فعالیت سانسور او فشار نشته.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ذبیح الله مجاهد وايي، د رسنیو او خبریالانو پر کار او فعالیت سانسور او فشار نشته.

د طالبانو د حکومت غبرګون دغه ټول تورونه او نیوکې ردوي، که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا مني چې د رسنیو قانون لا نه دی تصویب شوی، خو ادعا کوي چې د رسنیو او خبریالانو پر کار او فعالیت سانسور او فشار نشته:

''لومړی حقیقت دا دی چې د رسنیو قانون تر اوسه نه دی تصویب شوی، څو په دې اړه جزئیات روښانه شي، خو په ټولیز ډول له رسنیو سره دا خبره شریکه شوې چې د اسلامي اصولو او ارزښتونو مراعات کول اړین دي.''

ښاغلی مجاهد وايي د افغانستان ملي ګټو ته درناوى او دداسي موضوعاتو له خپرولو ډډه کول، چي د شخړو لامل کېږي او افغانستان بیا په جګړه کې ښکېلوي .

''د جعلي خبرونو او افواهاتو د خپرولو مخه بايد ونيول شي او دا کار د رسنيو د اصولو خلاف دی او ټول په دې خبره باور لري، د دې قضیو سربېره، هیڅ محدودیتونه نه دي لګول شوی او نه هم د نیوکو مخه نیول شوې ده.''

د طالبانو د حکومت دغه مشر ویاند وايي په ټولیز ډول، رسنۍ ملاتړ لري. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او اړوندې ادارې له رسنیو سره همکاري کوي. مګر د یادولو لپاره یو څو خورا مهم ټکي شتون لري.

خو نوموړی مني چې کله، کله د ځینو ادارو له خوا له ځیني خبریالان د وضاحت لپاره غوښتل شوي، خو دی ټینګار کوي چې دا د سانسور په معنا نه دی او یا هم د هغو مسايلو په اړه وضاحت ترې غوښتل شوى، چې له رسنيو سره تړاو نه لري او د ده په وينا، دا عادي خبره ده .

د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د روا داري په نوم د بشري حقونو سازمان په یوه نوي راپور کې راغلي، ''طالبانو هغه قوانين چې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د بيان د آزادۍ د حق تضمينوونکي و، لغو او تعليق کړي دي، او اوس هيڅ داسې اغېزناک حقوقي ميکانيزم نشته چې د حاکمې ډلې د بې ځايه فشار پر وړاندې د رسنيو او خبريالانو ملاتړ وکړي. ''