پر رسنیو د طالبانو نوی بندیز: موږ سره له همغږۍ پرته اعلانونه مه خپروئ

افغان رسنۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان کې د رسنیو فعالیت

افغانستان کې د طالبانو حکومت رسنیو ته امر کړی، هغه سوداګریز اعلانونه چې سیاسي، امنیتي او یا هم ټولنیزه محتوا ولري، دوی (طالبانو) سره له همغږۍ پرته خپاره نه کړي.

خبریالان وايي د طالبانو دغه ګام د رسنیو پر ازادۍ یو بل ګزار دی.

په یوه رسمي مکتوب کې چې رسنیو ته استول شوی او بي بي سي پښتو پاڼې یې یوه کاپی لېدلې، راغلي: " له دې وروسته ټولې رسنۍ اړې دي چې کوم سوداګریز اعلانونه خپروي او سیاسي، امنیتي یا ټولنیزه منځپانګه ولري، له خپراوي وړاندې باید د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو څار ریاست سره همغږي وکړي"

د طالبانو په مکتوب کې چې د دوی د ویاند او د اطلاعاتو کلتور وزارت د مرستیال ذبیح الله مجاهد لاسلیک پرې شوی، په ټولو ولایتونو کې اطلاعاتو او کلتور ریاستونو ته ویل شوي چې خبریالان له دغې پرېکړې خبر کړي.

مکتوب

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو له لوري رسنیو ته استول شوی مکتوب

په افغانستان کې د یوې سیمه ییزې رسنۍ څښتن چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم واخیستل شي، بي بي سي سره خبرو کې وویل د طالبانو له لوري داسې مکتوبونه ور استول شوي، چې پکې د سوداګریزو اعلانونو د خپرولو په تړاو د نويو بندیزونو یادونه شوې.

د دغه ځايي خبریال په ټکو: "طالبان زمو پر وړاندې خنډونه جوړوي، د رسنیو د چلولو هره لار بندوي، له دې وړاندې یې پر موږ موسيقي او د ښځو غږ بند کړ، وروسته یې په اعلاناتو کې موسيقي بنده کړه، بیا یې د عامې روغتیا اعلانات بند کړل او بالاخره اوس غواړي په دې ډول پر موږ هر څه بند کړي او دې ته مو اړ باسي چې رسنۍ وتړو"

د طالبانو په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د رسنیو څار برخې مشر عبدالحق حماد بي بي سي پښتو ته ومنله چې دغه مکتوب یې ټولو رسنیو ته استولی دی، خو ټینګار کوي چې موخه يې پر رسنیو محدویت نه دی- هغه څه چې خبریالان یې نه مني.

ښاغلی حماد وايي: " دا د هر نظام حق دی چې له سیاسي اعلاناتو او فعالیتونو خبر وي."

خبریاله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان کې د رسنۍ ښځینه کارکوونکې

له هغې راهیسې چې پر افغانستان د طالبانو بیا واکمني ټینګه شوې، پر رسنیو او خبریالانو کمساري بندیزونه لګول شوې دي.

افغانستان کې د خبریالانو بنسټونه وايي، په دغه هېواد کې له ۴۰ سلنه ‌ډېرې رسنۍ د کاري محدوديت او اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي دي.

د خبریالانو د ملاتړ ټولنې دارنګه وايي، تېرو اتو میاشتو کې شاوخوا ۸۰ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي نيول شوي او د دوى په وينا ربړول شوي دي.

په همدې موده کې تر شپږ زرو ډېرو افغان خبريالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او په سلگونو رسنۍ تړل شوې دي.

د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه وايي طالبان د دغو پېښو په اړه ځواب نه وایي.

رسنۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رافغانسنان کې رسنۍ

د افغانستان په تېره شل کلنه ولسواکۍ کې د رسنیو پراخ فعالیت او ازادي له مهمو لاسته راوړنو بلل کېده چې آن سیمه کې کمسارې وه.

خو د طالبانو له واک ته رسېدو سره بېلا بېل بنسټونه وايي د رسنیو او خبریالانو د فعالیت او کار لپاره د پخوا په څېر خوندي او ازاد چاپېریال نشته او د طالبانو له لوري له سختو فشارونو سره مخامخ دي.

د طالبانو له لوري رسنیو سره دا ډول چلند په کور دننه سربېره د نړیوالو نیوکې هم زیاتې کړي او په پرله پسې ډول یې له طالبانو غوښتي چې پر رسینو بندیزونه ختم او له نرمښت کار واخلي.

طالبان بیا پر رسنیو فشار او بندیزونه نه مني او تر دې دمه د دوی په چلند کې هیڅ ډول بدلون نه تر سترګو کېږي