بريتانيا دغه هېواد ته له "خطرناکو لارو" رسېدونکو کډوالو ته تابعيت نه ورکوي

د بریتانیا حکومت د کډوالۍ په اړه د خپلو قوانینو له سختولو سره د هغو کسانو لپاره چې د وړو کښتيو په وسیله دې هېواد ته راځي، د تابعیت ترلاسه کول تقریبا ناممکن کړي دي.

د نوو قوانینو له مخې، هغو کسانو ته چې په ناقانونه توګه د خطرناک سفر له لارې بریتانیا ته رسېږي، که په دې هېواد کې یې هرڅومره وخت تېر کړی هم وي، عموماً تابعیت نه ورکول کېږي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پیاوړيو شويو ګامونو دا روښانه کړې هر هغه څوک چې په غیرقانوني توګه بریتانیا ته ننوځي، د تابعیت غوښتنلیک به یې رد شي.

د بریتانیا د پناه غوښتونکو شورا او د واکمن کارګر ګوند یو شمېر غړو او استازو د حکومت دا ګام غندلی دی. پارلمان کې د کارګر ګوند غړې سټېلا کریسي ویلي، دا بدلونونه په دې معنا نه دي چې "پناه غوښتونکي به تل د دویمې درجې اتباعو په توګه پاتې شي."

هغه بدلونونه چې لومړی څه موده وړاندې د 'فري موومنټ بلاګ' لخوا افشا شوي وو، دغې تېرې دوشنبې پر ورځ د وېزې او کډوالۍ د کارکوونکو لارښوونو ته اضافه شوي دي.

نوي مقررات د دوشنبې پر ورځ د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د وېزې او کډوالۍ د برخې کارکوونکو ته وړاندې شوي او په کې څرګند شوي "ټول هغه کسان چې مخکې غیرقانوني بریتانیا ته داخل شوي دي او د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ له ۱۰ وروسته د تابعیت غوښتنه کوي، په طبیعي توګه ردېږي ــ او پرته له دې چې څومره وخت یې له ناقانونه ننوتلو تېر شوی وي".

د همدغه لارښوونو په یوه بله برخه کې ویل شوي: "هغه شخص چې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ له ۱۰مې د تابعیت غوښتنه کوي او مخکې له دې د اړتیا وړ قانوني ننوتلو یا برېښنایي سفر اجازې پرته، د خطرناکه سفر له لارې راغلی وي، عموماً به یې د تابعیت غوښتنه رد شي.

"د خطرناک سفر تعریف کې د کوچنۍ کښتۍ له لارې یا په موټر یا د لېږد کومه بله وسیله کې سفر کول شامل دي، خو محدود نه دي".

پخوا داسې و چې، له غیرقانوني لارو بریتانیا ته رسېدلي کډوال مجبور وو چې لس کاله انتظار وکړي چې د تابعیت غوښتنه یې وڅېړل شي.

د نړیوالو قوانینو له مخې، خلک حق لري چې په بل هېواد کې پناه وغواړي، خو د بریتانیا حکومت دا اقدام به چې غواړي خپل سرحدي کنټرول او د ننوتلو قوانین پیاوړي کړي، ځینې خلک اړ کړي چې پناه غوښتو ته زړه ښه نه کړي.

دا اعلان د کارګر ګوند د نوي سرحدي امنیت له قانون وروسته کېږي. هغه لایحه چې د محافظه‌کارانو د روانډا پلان پر ځای اعلان شوه. د کارګر ګوند د لایحې له مخې د انسانانو د قاچاق وړونکو پر وړاندې د پولیسو واکونه ډېر شوي دي. پر همدې پرون د بریتانیا پارلمان کې وکیلانو لومړنۍ غونډه هم وکړه.

د سرحدي امنیت، پناه غوښتنې او مهاجرت قانون د کارګر ګوند پلانونه په ډاګه کوي. له مخې به یې د انسانانو له قاچاق وړونکو سره د ترهګرو په څېر چلند کېږي، او هغه عمل چې په انګرېز تنګي کې د اوبو له لارې د تېرېدو پر وخت د بل چا وخت په خطر کې اچوي جرم بلل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت د دې اونۍ په پیل کې د غیرقانوني کډوالو پر ضد عملیاتو په اړه معلومات او ویډيوګانې خبرې کړې. پکې ښوول یې چې د وزارت د مبارزې ډلې پر رسټورانونو، او نورو ورته ځایونو چاپې اچوي او غیرقانوني کډوال نیسي.

بریتانیا کې د کډوالو شورا اټکل کوي چې د حکومت نوی پلان به لږترلږه ۷۱۰۰۰ کډوال د بریتانیايي تابعیت له ترلاسه کولو څخه بې برخې کړي.

په عین حال کې، د کډوالۍ برخې وکیل کالېن ییو پر ټولنیزو رسنیو ادعا وکړه چې د حکومت دا پرېکړه "د کډوالو له کنوانسیون ښکاره سرغړونه ده".

که څه هم محافظه‌کارانو لا تر اوسه د کارګر ګوند په مشرۍ حکومت دې پرېکړې ته ځواب نه دی ورکړی، خو د محافظه کارانو مشرې کېمي بدوناک تېره اونۍ بي بي سي ته وویل چې باور لري، د تابعیت او دایمي استوګنې حق "باید یوازې هغو کسانو ته ورکړل شي چې له بریتانیا سره یې ریښتینې ژمنتیا ښودلې وي".

له دې ټولو سره سره، سرچینې وايي، چې د تابعیت غوښتنلیکونه به شخص ته په کتو څېړل کېږي او دا لړۍ به دوام لري.