جرمني ته له کډوالۍ ورپېښې ننګونې؛ ایا رونډا کې د بریتانیا تاسیسات کارولی شي؟

جرمني کې یو چارواکي دغه هېواد لخوا د هغو تاسیساتو د کاروېدو د احتمال په تړاو غږېدلي چې بریتانیا پرې په رواندا کې پناه‌ غوښتونکو لپاره پانګونه کړې وه.

د جرمني د کډوالۍ تړونونو کمېشنر جواخیم سټمپ ویلي، هېواد یې هغه ودانۍ او آسانتیاوې کارولی شي چې بریتانیا په روانډا کې د پناه غوښتونکو د قضیو څارلو لپاره رامنځته کړي دي.

جواخیم سټمپ د جرمني واکمنه ټلواله کې د ازاد دیموکرات ګوند غړی دی.

هغه دا څرګندونې داسې مهال کې چې د جرمني لومړي وزیر اولاف شولتز له دې وړاندې د داسې طرحې په اړه شک ښودلی و چې له مخې یې د پناه غوښتنې قضیې له جرمني بهر وارزول شي.‌

اوس هم د دې احتمال لږ ښکاري چې دا پلان دې مخ کې لاړ شي.

د بریتانیا نوي حکومت د رواندا پلان لغوه اعلان کړی. دا پلان د محافظه کار حکومت پر مهال جوړ شوی و او ټاکلې وه چې له مخې یې ځینې پناه غوښتونکي رونډا ته واستول شي.

موخه یې دا وه چې له انګلیس کاناله په ناقانونه توګه کوچنیو کښتیو کې بریتانیا ته د پناه غوښتونکو د تېرېدو مخه ونیول شي.

په بریتانیا کې د جرمني سفیر میګل برګر ویلي په جرمني کې اوسنی بحث په درېیمو هېوادونو کې تر نړیوال بشري قانون لاندې او د ملګرو ملتونو له ملاتړ سره د پناه غوښتنې د قضیو دی او داسې هېڅ پلان نشته چې جرمني دې رواندا ته پناه غوښتونکي ولېږي.

د بریتانیا د لومړني قانون له مخې روانډا ته استول کېدونکي پناه غوښتونکي بېرته برېتانیا ته نشوی تللی.

که د دوی قضیه منل کېدی نو دوی په رونډا کې پاتې کېدی شول، که نه نو کولی یې شول بل هېواد کې د پناه غوښتنه وکړي.

د برېتانیا په څېر، د جرمني حکومت هم د ناقانونه کډوالۍ د کنټرول برخه کې تر فشار لاندې دی، په تېره بیا له هغې وروسته چې د کډوالۍ مخالف ښي اړخی ګوند الټرنیټیف ډویچلنډ ګوند په ایالتي ټاکنو کې بریالی شو.

د جرمني د کډوالۍ تړونونو کمېشنر جواخیم سټمپ یوې رسنۍ ته د داسې پلان په اړه غږېدلی چې تر ختیزو اروپايي پولو د خلکو پر تېرېدو ورټول وي او په ورته مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې تر نظر لاندې هم وي.

هغه زیاته کړه: "موږ دا مهال [هېڅ درېیم هیواد] نه لرو چې د روانډا په استثنا سره مخ ته راغلی وي."

په نومبر میاشت کې ښاغلي شولتز ژمنه وکړه چې په دې به غور وکړي چې ایا د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه په بهر کې پروسس کېدای شي کنه؟

خو هغه دا خبرداری هم ورکړ چې د ورته طرحې د قانوني اړخونو په اړه پوښتنې شته.

په بریتانیا کې واکمن کارګر ګوند د رواندا طرحه لغوه کړې او اوس د محافظه کار ګوند پخوانی کورنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي هم ويلي،"اوس جرمني غواړي هغه تاسیسات وکاروي چې موږ جوړ کړي دي".

هغه زیاته کړې، " هغه خلک چې د کارګر ګوند د کډوالۍ له بې پروا پالیسیو ګټه وړي، انساني قاچاق وړونکي او اروپايي ټولنه دي"

د روانډا پلان د قانوني ننګونو له امله ودرېد او له مخې يې هېڅ کډوال دغه هېواد ته وانه ستول شو.

د روانډا پلازمېنه کېګالي کې د برېتانیا په مالي ملاتړ د کډوالو داسې استوګن ځایونه جوړ شوي چې د روان کال له اپرېله د خلکو د مېشتېدو لپاره چمتو دي.

د بریتانیا حکومت له دې وړاندې ویلي وو، دوی په دې لټه کې دي چې وګوري پر دې طرحه د لګېدلو ۲۲۰ میلیون پونډو څه برخه بېرته ترلاسه کولی شي کنه؟

خو د روانډا حکومت ویلي چې د دغو پیسو د بیرته ورکړې هېڅ مسؤولیت نه لري.