فرانسې پنډغالو کې کډوال وايي رونډا ته استول يې مخه نشي ډب کولی

دا تېره اوونۍ د بريتانيا سوپریم کورټ، یا سترې محکمې حکم وکړ، روانډا ته د پناغوښتونکو استولو پلان ناقانونه دی. د کډوالۍ دا تګلاره، د هغو خلکو مخنيوي لپاره جوړه شوې وه، چې وړو کښتيو کې له انګرېز تنګي بریتانيا ته اوړي.

نو دا پلان به په ريښتيا هم د هغو کډوالو مخه ډب کړی شي، بريتانيا ته د رسېدو هيله لري.

د بي بي سي خبرياله سوفيا بيتيزا د فرانسې ډنکرک ته تللې، چې زرګونه خلک ترې بريتانيا ته د اوښتو زيار باسي.