تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د لیبیا په یوه ډله ییز قبر کې د کډوالو ۶۵ مړي موندل شوي
د کډوالو نړیوال سازمان ای او ایم (IOM) وايي، چې لیبیا کې د کډوالو لږ تر لږه ۶۵ مړي په یوه قبر کې موندلي دي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ زیاتوي، دا چې دا کسان په څه ډول وضعیت کې مړه شوي او هویت یې څه دی، مالومات نه لري، خو په دې باور دی، چې کله یاد کسان قاچاقي د لیبیا له صحرا څخه مدیترانې ته تېرېدل، مړه شوي دي.
یاد سازمان، چې د ملګرو ملتونو یوه څانګه ده وايي، دې موندنو "سخت ټکان" ورکړی دی.
د کډوالو نړیوال سازمان وايي، چې لیبیا په دې اړه څېړنې کوي.
دغه ډله ییز قبر د لیبیا په سویل لویدیځ کې موندل شوی دی.
د کډوالو نړیوال سازمان یوه ویاند وویل: "هر ورک شوی یا مړ شوی کډوال د یوې غمجنې کورنۍ استازیتوب کوي، چې د خپلو عزیزانو په اړه د ځوابونو په لټه کې وي او یا هم د مرګ له خبر سره مخامخېږي."
یاد سازمان زیاده کړې، دا غمیزه د کډوالو قاچاق ته ځواب ویلو کې او قانوني کډوالۍ لاروچارو کې د همغږۍ اړتیا په ګوته کوي.
لیبیا د کډوالو لپاره هغه مرکزي ځای دی، چې غواړي د مدیترانې له لارې اروپايي هېوادونو ته واوړي.
په جینيوا کې د کډوالو نړیوال سازمان د لیبیا له چارواکو او نورو نړیوالو سازمانونو وغوښتل چې له پېژندلو وروسته د مړیو پاتې شوني په پوره درناوي ولېږدوي.
د یاد ډله ییز قبر له پيدا کېدو مخکې په یوه پېښه کې ۶۰ تنه کډوال په مدیترانې سمندر کې ډوب شوي وو.
دا کډوال هم د لیبیا له سمندر غاړو څخه روان شوي وو، چې بېړۍ یې د مدیترانې په سمندر کې له ستونزو سره مخ شوه او سپاره کډوال ډوب شول.
د کډوالو نړیوال سازمان د دې میاشتې په پیل کې ویلي و، د کډوالو لپاره تېره یوه لسیزه کې ۲۰۲۳ کال تر ټولو خونړی کال و، چې په نړیوالو کچه ۸،۵۶۵ کسان په قاچاقي لارو مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو استازولي، چې په لیبیا کې زیانمنو خلکو ته بشري مرستې چمتو کوي، وايي، دا شمېره د تیر کال پرتله ۲۰٪ زیات شوی.