له یوې کښتۍ ژغورل شوي کسان وايي، د سفر ۶۰ ملګري کډوال یې په مدیترانه سمندر کې مړه شوي دي

    • Author, نیک بېک د اروپا لپاره خبریال او رابرټ پلومر
    • دنده, بي بي سي

په مدیترانه سمندر کې لږ تر لږه ۶۰ کډوال هغه مهال مړه شوي، چې د سپرلۍ ربړینه کښتۍ یې د سفر پر مهال له ستونزو سره مخامخ شوې.

د دې کښتۍ ۲۵ ژوندي پاتې کسان اوشین وایکینګ نومې یوې کښتۍ ژغورلي، چې د اېس او اېس مدیرتانې نومې خیریه ټولنې لخوا فعالیت کوي.

ژوندي پاتې کسانو ژغورونکې ډلې ته ویلي، چې څو ورځې مخکې یې د لیبیا له یوې سمندر غاړې سفر پیل کړی و او درې وروسته یې لارې په اوږدو کې د ربړینۍ کښتۍ ماشین کار پرېښود.

دوی وايي باوري دي، چې د پېښې قربانیان د لوږې او تندې له کبله مړه شوي او په وینا یې ښځې او لږ تر لږه یو ماشوم هم پکې شامل وو. د اېس او اېس مسوولین بیا وايي، د ایټالوي سمندري پوله ساتونکو په مرسته یې ژوندي پاتې کسان له کښتۍ رایستلي دي او په وینا یې هغه مهال د ټولو روغتیايي وضعیت خورا کمزوری و، چې تر اوسه پورې د دې کسانو درملنه کېږي.

دغه ډله وايي، دوه کسان چې بې هوښه وو او روغتیايي وضعیت یې اندېښمنونکی و، په چورلکه کې سیسلي ته د درملنې لپاره استول شوي دي.

مسوولین وايي، پاتې ۲۳ کسان اوس هم د دوی په کښتۍ کې له ۲۰۰ زیاتو نورو کډوالو سره یو ځای دي، چې له دوو نورو کښتیو ژغورل شوي دي.

د اروپايي ټولنې پولو چارو ادارې فرنټکس بي بي سي ته وویل، دوی پر تېره جمعه د لیبیا سمندر غاړې ته نژدې د یوې کښتۍ له لیدو وروسته خبرداری ورکړی و، خو دې ادارې په دې هکله څه نه دي ویلي، چې ایا هغه همدا ربړینه کښتۍ وه، چې وایکینګ نومې کښتۍ پکې ژوندي پاتې کسان ژغورلي او که هغه بله یوه وه.

د فرنټکس مسوولینو په وینا د دوی یوې الوتکې د معمول الوت کاوه، چې کښتۍ یې د لیبیا سمندرغاړې ته نژدې لیدلې او د لیبیا چارواکو ته یې په دې هکله خبرداری ورکړی و.

'تر ټولو زیات خونړی کال'

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) مسوولین وايي، تېر ۲۰۲۳ کال له هغه راهیسې چې یوه لسیزه مخکې د شمېرو ثبتول پیل شول، تر ټولو خونړی کال و، ځکه د نړۍ په لر او بر کې د کډوالۍ په لارو کې ۸۵۶۵ کسانو خپل ژوند بایللی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان دا اداره وايي، دا شمېرې د وړم کال پرتله ۲۰ سلنه زیاتې دي.

د دې ادارې په رپوټ کې ویل شوي، د مدیترانې سمندري لار ځکه تر ټولو ډېره خطرناکه بلل کېږي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د همدې لارې په اوږدو کې ۳۱۲۹ کسان یا مړه شوي او یا هم تري تم شوي دي.

دوی وايي، دا له ۲۰۱۷ کال راوروسته تر ټولو لوړې شمېرې دي.