تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پخواني امریکايي جنرالان: له افغانستانه تخلیه ډېره کمه او ډېره ناوخته وه
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
د امریکا کانګرس کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه دوو پخوانيو جګپوړو پوځي قومندانانو ویناوې وکړې چې د جمهوریپال غړي مایکل مک کال له نیوکو سره مخ شوې او د وتلو پلان یې یو ناکام عمل وباله.
د امریکا د پوځ دوو متقاعدو جنرالانو د ۲۰۲۱ په اګسټ کې له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه ګواهي ورکړې ده. د پوځ د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان جنرال کینیټ مککینزي د جمهوریپالو په مشرۍ یوې کمېټې ته شواهد وړاندې کړل.
جنرال مارک میلي مخکې له دې چې تېر کال متقاعد شي، د ولسمشر جو بایډن لوړپوړی پوځي سلاکار و او د ګډو ځواکونو د لوی درستیز و.
جنرا کینیټ مک کینزي په ۲۰۲۲ کې تر تقاعد پورې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر و او له افغانستانه د تخلیې څارنه یې کوله.
میلي او مککینزي وویل، د ناپوځي ځواک د تخلیې پلان "ډېر کوچنی او ډېر ناوخته" و.
جنرال میلي وویل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ په یوه لسیزه کې بشپړه شوې. نوموړی وايي باور یې درلود او هغه مهال یې چارواکو ته ویلي وو چې له افغانستانه په چټکۍ وتل به د دغه هېواود د اردو او د حکومت د چټک سقوط لامل شي یا به د ۱۹۹۰ لسیزې په څېر د کورنۍ جګړې پیلېدو ته لاره هواره کړي یا به د طالبانو په ژر بېرته واکمنېدو تمام شي.
ده وویل، په قطر کې د دیپلوماتیک تړون د لاسلیکېدا پرمهال یې داسې تحلیل وړاندې کړی و چې امریکا د افغان امنیتي ځواکونو او حکومت د نه سقوط لپاره "په ځمکه کې لږ تر لږه ۲۵۰۰ پوځیانو ته اړتیا لرله".
نوموړي د کانګرس راضاکارانه استماعیه ناستې ته وویل: "له دغه ملاتړ پرته، هغه وخت زما دا اند و چې دا کار پر دې تړلی و چې افغان حکومت به کله ړنګېږي او طالبان به کله بېرته واکمنېږي."
"موږ افغاان پوځ او دولت جوړ کړ، خو ملت نه"
جنرال میلي وویل، "د تخلیې پرېکړه ډېره ناوخته شوې وه. موږ د یوه پوځ او دولت جوړولو کې همکاري وکړه، خو ملت مو جوړ نه کړ". ده دا یوه "سټراټیژیکه ناکامي" وبلله.
د امریکا د مرکزي قوماندې پخواني قومندان او له افغانستانه د تخلیې مستقیم څارونکي جنرال مکینزي بیا وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼۍ له خوا د ناپوځي کسانو ایستلو کې ځنډ راغلی و، چې له امله یې په هوايي ډګر کې د "غمیزې" رامنځ ته کېدو لامل شو.
له طالبانو سره د سولې تړون ستونزې راوټوکولې
د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په واکمنۍ کې د هغه ادارې له طالبانو سره د دوحې تړون چمتو او لاسلیک کړ چې د جنرال میلي په وینا، دغه تړون داسې شرایط درلودل چې ښايي کارنده به وو، خو هېڅوک نه شي ویلی چې دا به څنګه کارنده وو، خو دغه شرایط نه دي پوره شي، په دې معنا چې له تړون وروسته پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه ډېر شول.
امریکا په افغانستان کې له شل کلنې جګړې او پوځي حضور وروسته ووتله چې د وتلو وروستۍ څو اونۍ یې د طالبانو د بیا واکمنېدا پرمهال مرګونې او ګډوډې وې.
په امریکا کې جمهوریپالو له افغانستانه د امریکا د وتلو پر څرنګوالي سختې نیوکې کړې او په دې اړه پوښتنې لري چې طالبان څنګه په چټکۍ بیا پر افغانستان واکمن شول.
جمهوریپالو د امریکا ولسمشر جو بایډن تورنوي، خو بایډن او دیموکراتان وايي د ډونلډ ټرمپ اداره د هغه تړون په لاسلیکولو کې ملامته وه چې د امریکا متحده ایالاتو د سرتېرو د وتلو لامل شو.
وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل پیل شول، طالبانو د هېواد پر ګڼو برخو د ولکې ټینګولو عملیات چټک کړل. طالب جنګیالیو په لسو ورځو کې په ټول هېواد کې بریدونه وکړل.
کله چې د ۲۰۲۱ اګسټ په ۱۵مه طالبان کابل ته ننوتل او افغان حکومت نسکور شو،د کابل پر هوايي ډګر د نهیلۍ صحنې خپرې وې، ډېری خلکو هڅه کوله له هېواده ووځي.
په هوايي ډګر کې د خلکو ګڼه ګوڼه په داسې حال کې وه چې هوايي ډګر کې دوو ځانمرګو بریدونو کې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.
له برید څو ورځې وروسته امریکا په کابل کې د بېپیلوټه الوتکې په مټ برید وکړ چې د اوو ماشومانو په ګډون لس ولسي وګړي پکې ووژل شول.