ریچرډ بېنېټ نړیوالې محکمې ته د "جنسيتي تبعیض" له کبله د طالبانو د راښکلو اعلان هرکلی کړی؛ خو د طالبانو حکومت یې "پروپاګند" بولي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري‌ حقونو ځانګړي رپورټر د څلورو هېوادونو د هغه اعلان هرکلی کړی چې ګواښ یې کړی، د "تبعیضي چلند" له کبله به د طالبانو پر ضد د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي.

ریچرډ بېنېټ دا د ښځو پر وړاندې د هر راز تبعیضي چلند د مخنیوي کنوانسیون نه د سرغړونو له کبله له افغانستان سره د حساب کتاب کولو په برخه کې یو "نوښت" بللی.

ښاغلي بېنېټ همدا راز ویلي چې د کاناډا، اسټرالیا، جرمني او نیدرلنډز دا اعلان د ښځو او نجونو پر ضد د "کړو جنایتونو" له کبله عدالت ته د طالبانو د راښکلو لپاره یو "مهم ګام" دی.

ښاغلي بېنېټ پر خپله اېکس‌پاڼه د سیمې پر نورو هېوادونو هم غږ کړی چې د دغه "نوښت" ملاتړ وکړي او د هغوی د تګلارو په اړه "یو څرګند پیغام واستوي چې نور د طالبانو جنسیتي جبر او ځپل د منلو نه دي."

ریچرډ بېنټ ویلي چې افغانانو، په ځانګړي ډول ښځو ته باید په ټولو بهیرونو کې "معناداره" ونډه ورکړل شي.

د یادولو ده چې د کاناډا، اسټرالیا، جرمني او نیدرلنډز هېوادونو ویلي، په پام کې لري چې د جنسيتي تبعیض له امله د طالبانو پر ضد د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي.‌

د طالبانو حکومت څه وایي؟

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا "تورونه بې ځایه" بللي دي.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دغه هېواد کې "بشري حقونه خوندي دي او له هېچا سره هم تبعیضي چلند نه کېږي."

ښاغلي فطرت همدا راز تور پورې کړی چې ګواکې د "یو شمېر ښځو په خوله هڅه روانه ده چې په افغانستان پسې پروپاګند وشي او وضعیت ناسم وښيي."

د کاناډا، اسټرالیا، جرمني او نیدرلنډز د بهرنیو چارو وزیرانو چې نیویارک کې یې یوې خبري ناستې ته دا اعلان کړی، ویلي چې چمتو دي لومړی د جنسیتي تبعیض پای ته رسولو لپاره د طالبانو له حکومت سره خبرې وکړي.

یو شمېر نورو هېوادونو او د بشري حقونو مدافع ادارو هم په نړیواله محکمه کې د طالبانو پر ضد د قضیې د ثبتېدو ملاتړ کړی.‌

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو له کبله د طالبانو د حکومت پر وړاندې د یوه حقوقي اقدام خبره کېږي.‌

د کاناډا، اسټرالیا،‌ جرمني او نیدرلنډز بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، د دوی دولتونه له طالبانو تمه لري چې بشري حقونو او نورو نړیوالو تړونونو ته د افغانستان ژمنتیا پر ځای کړي.

د دوی په ګډه اعلامیه کې راغلي، د طالبانو د امر بالمعروف نوی قانون د افغان ټولنې د نیمايي برخې د غلي کولو او د ژوندانه له عادي بهیره د ښځو د ایستلو هڅه ده.

افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د هر راز تبعض د لمنځه وړلو نړیوال کنوانیسیون لاسلیک کړی.

دغه هېوادونه چې د طالبانو خلاف یې د حقوقي اقدام ګواښ کړی، وايي که څه هم طالبان د واکمن حکومت په توګه رسمیت نه لري، خو اړ دي چې د افغانستان نړیوال مسوولیتونه پر ځای کړي.

په دې احتمالي حقوقي قضیه کې ښکېل هېوادونه وايي، چمتو دي چې په وینا یې د جنسیتي تبعیض لمنځه وړلو لپاره لومړی پخپله له طالبانو سره په ښه نیت خبرې وکړي.

خو دوی دا ګواښ هم کړی چې که دا هڅې بې پایلو پاتې شي، نو قضیه به د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي.

طالبان وايي په افغانستان کې ښځې له خپلو ټولو شرعي حقونو برخمنې دي. دوی تر دې مخکې د ځینو لوریو لخوا د امر بالمعروف پر نوي قانون شوې نیوکې هم غندلې دي.

د جرمني،‌ کاناډا،‌ اسټرالیا او نیدرلنډز له دې اعلامیې سره هممهاله د البانیا،‌ بلجیم، ایسلنډ، مالیزیا، مراکش، پاناما،‌ سیرالیون او سلیوانیا په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم د طالبانو حکومت پر وړاندې د یوه شوني قضايي‌ اقدام ملاتړ کړی.‌

همدا راز د بشري حقونو د ځنیو مدافع ټولنو لخوا هم د عدالت په نړیواله محکمه کې د طالبانو پر وړاندې د احتمالي قضايي اقدام هرکلی شوی.

حقوقپوهان وايي که د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو حکومت خلاف شکایت وشي، نو دوی به ځواب ویلو لپاره شپږ میاشتې وخت ولري.