د چړې په ګوزار د یوه سړي له وژل کېدو وروسته یو افغان د لندن محکمې ته وړاندې شو

د بریتانیا پلازمېنه لندن کې یو افغان سړی چې پر درېیو کسانو یې د چړې ګوزارونه کړي وو، د قتل په تور محکمې ته وړاندې شو.

د لندن ویسټ منسټر محکمې ته ویل شوي، چې پر دوشنبه په اکسبریج سیمه کې صفي داود د وایني برواډهرټس وژنې، ۴۵ کلن شهزاد فرخ او یوه ۱۴ کلن هلک د ټپي کولو تورونه لګېدلي.

پر پنجشنبه محکمې ته وویل شول، چې پر دې ۲۲ کلن کس له پېښې وروسته د وسلې (چړې) برېښولو تور هم رسماً لګول شوی دی.

یاد کس توقیف ته سپارل شوی او تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې به د اولډبېلې جنايي محکمې ته وړاندې شي.

پېښه له ځايي وخت سره سم ماښام پنځه بجې شوې وه او پر درېیو کسانو د چاکو له ګوزارونو وروسته پولیس او طبي پرسونل د پېښې ځای ته رسېدلي وو.

محکمې ته ویل شوي، چې ښاغلی برواډهرټس چې له خپل سپي سره پر لار روان و، دې پېښه کې ځای پر ځای وژل شوی و. د نوموړي پر غاړه، سینه او یوه ډډه د چاکو ګڼ شمېر ټپونه لیدل شوي وو.

د چاکو ګوزارونو له کبله د ۱۴ کلن ټپي هلک او ښاغلي فروخ درملنه شوې وه. څارنوال محکمې ته وویل، ښاغلی فروخ لا هم د ژورو ټپونو له کبله د درملنې په روغتون کې بستري دی او زلمی هلک چې لاس یې ټپي شوی و، له درملنې وروسته کور ته استول شوی.

له دې مخکې د بریتانیا کورنیو چارو وزارت مسوولینو تائید کړه، چې ښاغلی داود په ۲۰۲۰ کې په یوه لارۍ کې بریتانیا ته ننوتی، پناه یې غوښتې او په ۲۰۲۰ کې یې د پناه اخیستو غوښتنلیک منل شوی دی.

پر چهارشنبه د ګرینر ایلینګ ښاروالۍ شرکت کاتارینا پوهانڅینیکوا تائید کړه، چې ښاغلی برواډهرټس له کورونو او بازارونو د ښاروالۍ په موټر کې د خځلو ټولولو څانګې کارکوونکی و، خو د پېښې پر مهال په دنده بوخت نه و.

هغې زیاته کړه: ''موږ په دې خورا سخت وخت کې د وایني له کورنۍ، دوستانو او همکارانو سره خواخوږي څرګندوو. دا لوی زیان دی. وایني زموږ د ټیم یو ژمن او د درناوي وړ غړی و، چې په هغو خدمتونو کې یې او د سیمې اوسېدونکو په هغه چوپړ کې یې ونډه خورا زیاته وه، چې موږ یې ترسره کوو.''