تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران کې د افغانانو حالت: 'هره لحظه فکر کوو د کومې ګولۍ ښکار به شو'
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
پر ایران د اسرائیلو له برید سره په دغه هېواد کې مېشت افغانان له بېلابېلو وېرو سره مخ دي، څه چې پخوا یوازې د ایراني پولیسو د چلند او د شړلو ډار ورسره و.
د پلازمېنې تهران په شمال ختیځ کې د تجریش سیمې یوه برخه کې تر ډېره افغانان مېشت دي. د جمعې او شنبې شپو پر مهال چې اسرائیلو د ایران پلازمېنه او څو نورو ښارونو کې هوايي بریدونه وکړل افغانان د ایرانیانو پرتله له لا ډېرې وېرې سره مخ شول. د پردېس په مستعار نوم یو ځوان د ټلیفون په لیکه راته وویل " موږ ته ټينګ خبرداری راکړی شوی چې د ایران او اسرائیلو د جګړې په هکله به له هېچا سره خبرې نه کوئ او نه به په خواله رسنیو ویډیوګانې او تصویرونه خپروئ."
پردېس وايي اندېښنه لرو چې که کومه تېروتنه وکړو ښايي، ایراني پولیس مو ونیسي. هغه وویل " افغانان په ایران کې په ډېره وېره کې اوسي، هره لحظه فکر کوو چې د کومې ګولۍ ښکار به شو یا به مو پولیس ونیسي او رد مرز به مو کړي."
پردېس وايي لږه موده کېږي ایران ته، د کار لپاره تللی او کله چې یې هلته کار وموند د کار ځای څښتن دې ورځو کې تل ورته سپارښتنه کوي چې له کار ځای او د اوسېدو له خونې بهر ونه وځي.
د تهران په یوه بله سیمه دولت اباد کې یوه بله افغانه کورنۍ له ګڼ اندېښنو سره ژوند کوي. د کور مشره مېرمن چې له موږ سره یې د سمینې په نوم خبرې کولې وویل " پرون سهار له کوره ووتو، د باقر اباد په نوم یو ځای ته لاړو، هلته د اشنایانو کور کې وو، د شپې د چاودنو غږونه اورېدل کېدل. سهار خبر شو چې د نفتو کومه سیمه اسرائیلو بمبار کړې ده." سمینه وايي نن سهار بېرته کور ته ستانه شو " هېڅ ټیکسۍ نه وه، له ډېر انتظار وروسته مو یو موټر کرایه کړ او ډېر ناوخته راورسېدو." هغې وویل په هغه ودانۍ کې چې دوی اوسېږي ډېر خلک یې له کورونو وتلي او د هېواد شمالي سیمو ته د خوندیتوب لپاره تللي، تر ډېره افغانان پاتې دي ځکه دوی د تګ لپاره کوم ځای نه لري.
سمینه وايي، "زوی ته مې ویلي چې له کوره بېرون ونه وځي، کار ته یې هم نه پرېږدم."
له تهرانه نژدې ۳۵۰ کیلو مټره لیرې، په اصفهان کې یوه ډله افغان ځوانان چې هلته په پوهنتون کې زدکړې کوي، نه یوازې د سرخوندیتوب اندېښنه لري، ورسره یې ازموینې هم د ایران او اسرائیلو د کړکېچ له امله ځنډېلي دي.
د بلوڅ په نوم یو افغان ځوان وايي،"پوهنتون مو رخصت شوی، امتحانونه لغوه شول، موږ خوشاله وو چې له امتحان وروسته به د ګرمۍ موسم کې رخصتي ولرو."
هغه وویل په اصفهان کې همدا نن (یکشنبه د جون ۱۵) یو شمېر افغانان د پولیسو له لوري نیول شوي خو دا لا روښانه نه ده چې نیول شویو کسانو د اوسنیو حالاتو لپاره د حکومت له تګلارو سرغړونه کړې او که د ناقانونه کډوالۍ په تور نیول شوي دي.
بلوڅ وویل موږ په یوه داسې سیمه کې ژوند کوو هلته چې یو پوځي مرکز دی" زیاتره په اسرائیلو له همدې ځایه مزایل توغول کېږي، د شپې او سهار وختي ډېر د ډزو غږونه وي، دلته د اسرائیلو له خوا ځيني ځایونه ویشتل شوي دي."
هغه وايي هېڅ خوب نشته، سل اندېښنې مو ذهن کې ګرځي.
هڅه مې وکړه هلته د افغانانو د نیول کېدو او ټوله کې د هغوی د ژوند چارو په اړه د طالبانو حکومت له سفیر فضل محمود حقاني سره خبرې وکړم خو د ویلو لپاره مو څه ترې ترلاسه نه کړل.
ایران کې دا مهال میلیونونه افغانان ژوند کوي، دغه هېواد کې هر لوی بدلون د دوی پر ژوند مخامخ اغېز لرلی او د کډوالۍ کړاو یې لا ډېرولی شي.
د بېلابېلو ستونزو په پلمه هلته مېشت افغانان به د اسرائیلو او ایران د کړکېچ پر مهال داسې وي لکه له بارانه چې یې د ناوې لاندې شپه شوې وي.