تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسرائیل او ایران ترمنځ بریدونه: تر ټولو ناوړه احتمالي سناریوګانې کومې دي؟
- Author, جیمز لینډیل
- دنده, ډیپلوماتیک خبریال
دا مهال، د ایران او اسرائیل ترمنځ شخړه یوازې د همدې دوو هېوادونو تر منځ محدوده ده. په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو غونډو کې د زغم او پراخې غوښتنې شوې دي.
خو که دا غوښتنې له پامه وغورځول شي، څه به پېښ شي؟ که جګړه پراخه او شدیده شي، څه ډول پایلې به ولري؟
دلته یوازې څو احتمالي سناریوګانې دي چې ښايي تر ټولو بدې پایلې ولري:
امریکا جګړې ته ننوځي
که څه هم امریکا په پرلهپسې توګه له ښکېلتیا انکار کړی، خو ایران ښکاره باور لري چې امریکایي ځواکونو د اسرائیل بریدونه تأیید کړي او لږ تر لږه یې په غیرمستقیم ډول ملاتړ کړی دی.
ایران ښايي د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې امریکایي اهداف په نښه کړي - لکه د عراق د ځانګړو ځواکونو کمپونه، د فارس خلیج پوځي اډې او په سیمه کې امریکایي سیاسي او دیپلوماتیک دفترونه.
که څه هم د ایران نیابتي ډلې لکه حماس او حزبالله تر سخت فشار لاندې راغلي او ډېر زیانونه یې لیدلي، خو په عراق کې ایران پلوي وسلهوالې ډلې لا هم وسلې لري او فعال دي.
متحده ایالات د دا ډول بریدونو له احتماله اندېښنه درلوده او یو شمېر ځواکونه یې له سیمې ایستلي دي. امریکا په خپلو رسمي پیغامونو کې خبرداری ورکړی که ایران د امریکایي هدفونو پر ضد برید وکړي، نو له جدي پایلو سره به مخ شي.
خو که یو امریکایي وګړی – مثلاً په تلابیب یا کوم بل ځای کې – ووژل شي، نو څه به پېښ شي؟
ډونلډ ټرمپ ممکن ځان په داسې وضعیت کې ومومي چې اړ شي غبرګون وښيي. د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو له ډېرې مودې راهیسې په دې تورن شوی چې هڅه کوي امریکا د ایران پر ضد جګړې ته راکش کړي.
پوځي شنونکي وایي، یوازې متحده ایالات داسې بم غورځوونکې الوتکې او درانه بمونه لري چې کولای شي د ایران تر ټولو ژورو اتومي بټیو ته ننوځي - په ځانګړي ډول د فوردو سایټ.
ټرمپ خپلو پلویانو ته (د ماګا غورځنګ) ژمنه ورکړې وه چې نور به په منځني ختیځ کې "بې پایه جګړو" ته نه داخلېږي. خو هممهاله، ډېر جمهوريپالان د اسرائیل ملاتړ کوي او دا نظریه یې منلې چې اوس ښايي د تهران د رژیم بدلون لپاره مناسب وخت وي.
خو که امریکا د جګړې فعال اړخ شي، نو دا به د شخړې پراخېدو یو لوی ګام وي - چې اوږدې او احتمالي ویجاړوونکې پایلې به ولري.
د فارس خلیج هېوادونه هم ښايي جګړې ته راکش شي.
که ایران ونه شي کولای د اسرائیل لوړ امنیت لرونکي پوځي او نور اهداف په نښه کړي، ښايي خپل توغندي د فارس خلیج پر لور واړوي - په ځانګړي ډول هغو هېوادونو ته چې ایران له کلونو راهیسې د خپلو دوښمنانو د ملاتړ تور پرې لګوي.
په دې سیمه کې د انرژۍ او بنسټیزو تأسیساتو ډېر اهداف شته. باید په یاد ولرو چې په ۲۰۱۹ کال کې ایران د سعودي عربستان پر تېلو تأسیساتو د برید تور لېږل شوی و او د ایران نیابتي ډلې حوثیانو په ۲۰۲۲ کال کې د متحده عربو اهداف په نښه کړل.
که څه هم له هغه وخت راهیسې ایران له ځینو سیمهییزو هېوادونو سره نارواً روغې جوړې کړې دي، خو دا هېوادونه د امریکا د هوایي ځواکونو کوربه دي. ځینې له دوی - په پټه - تېر کال د ایران د توغندیز برید پر وړاندې د اسرائیل ملاتړ هم کړی و.
که پر فارس خلیج برید وشي، نو دا هېوادونه به هم له امریکایي جنګي الوتکو وغواړي چې نه یوازې له اسرائیله بلکې له دوی هم دفاع وکړي.
د ایران د اټومي ځواک له منځه وړو کې د اسرائیل ماتې
که د اسرائیل برید ناکام شي، نو څه به پېښ شي؟ که د ایران اټومي تأسیسات دومره ژور یا خوندي وي چې نهشي له منځه وړل کېدای، څه به وشي؟ که د ایران هغه ۴۰۰ کیلوګرامه ۶۰ سلنه غني شوی یورانیم – هغه مواد چې یوازې یو یو پړاو یې د وسلو د مناسب والي لپاره پاتې دی او د شاوخوا لسو بمونو د جوړېدو لپاره بسنه کوي - له منځه لاړ نه شي، نو څه به وشي؟
ګومان کېږي چې دا زېرمتونونه د پټو کانونو ژورو کې پټ شوي وي. ښايي اسرائیل یو شمېر د ایران اټومي ساینسپوهان وژلي وي، خو هېڅ بم نهشي کولای د ایران علمي او تخنیکي پوهه له منځه یوسي.
که دا برید د ایران مشران دې پایلې ته ورسوي چې یوازېنی د راتلونکو بریدونو د مخنیوي تضمین، د وسلو د تولید وړتیا ته ژر رسېدل دي، نو؟
که د ایران نویو نظامي قوماندانانو کې داسې کسان وي چې له خپلو وژل شویو مخکینیو هم سختدریځه، بېاحتیاطه او جنګپال وي، نو؟
اقلا، دا ډول حالت کولی شي اسرائیل نورو بریدونو ته وهڅوي - او سیمه د برید او غچ اخیستنې یو خطرناک او پاینهلرونکی دور ته ورداخله کړي. اسرائیلیان دې ستراتیژۍ ته یو بېرحمه نوم ورکوي: "چمنوهنه" (یعنې د خطر د مدیریت لپاره وخت پر وخت بریدونه).
د نړۍ اقتصادي ټکان
د تېلو بیې له اوسه هم په لوړېدو دي.
که ایران د هرمز تنګی وتړي او د تېل وړونکو بېړۍ تګراتګ ته لا زیات خنډونه جوړ کړي، نو؟
که په یمن کې حوثیان - چې د ایران وروستي نیابتي متحدین بلل کېږي - په سره سمندر کې د بېړیو پر ضد بریدونه زیات کړي؟ دا ډله د لوړې کچې بېثباتۍ او خطر منلو سابقه لري.
اوسمهال ډېر هېوادونه د ژوند د لوړو لګښتونو له کړکېچ سره مخ دي. د تېلو لوړې بیې به د پيسو ارزښت کم کړي او دا د نړیوال اقتصاد لپاره یو خطرناک ګوزار دی - هغه اقتصاد چې لا دمخه د ټرمپ د تعرفو جګړې له امله تر فشار لاندې دی.
او هېر مو نه شي چې: یوازینی کس چې د تېلو له لوړ قیمته ګټه اخلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دی – هغه څوک چې ناڅاپه به میلیاردونه ډالر اضافي عواید تر لاسه کړي، چې پرې خپله جګړه په اوکرایین کې تمویل کړي.
د ایران د رژیم سقوط او د قدرت خلا
که اسرائیل وتوانېږي چې خپل اوږدمهاله هدف، یعنې د ایران د اسلامي انقلابي رژیم نسکور کړي - نو څه به پېښ شي؟
نتنیاهو وایي د هغه اصلي هدف د ایران د اټومي پروګرام له منځه وړل دي، خو هغه په خپله وروستۍ اعلامیه کې په ښکاره توګه د رژیم د بدلون لوی هدف هم بیان کړ.
ده د "د ایران سرلوړي ملت" ته په خطاب کې وویل چې دا برید به "ستاسې لپاره د ازادۍ لاره هواره کړي" او د ایران اوسنی نظام یې "ظالم او شیطاني رژیم" وباله.
د ایران د رژیم سقوط به ځینې خلک، په ځانګړي ډول یو شمېر اسرائیلیان خوشاله کړي. خو دا بدلون به کومه خلا راپیدا کړي؟ نااټکل شوې پایلې به یې څه وي؟ ایا ایران به د کورنیو شخړو ډګر شي؟
خلک لا هم نهشي هېروای چې د عراق او لیبیا د مرکزي حکومتونو تر سقوط وروسته څه پېښ شول.
نو، ډېری مسایل به له دې سره تړلي وي چې راتلونکو ورځو کې دا جګړه کوم لور ته روانېږي.
ایران به څه ډول او په کوم شدت ځواب ورکړي؟ او متحده ایالات به تر کوم حده وتوانېږي – که وشي – چې اسرائیل د زغم لپاره قانع کړي؟
د دې دوو پوښتنو ځوابونه به د سیمې د برخلیک ټاکونکی وي.
د دې دوو پوښتنو ځوابونه به د ډېری بدلونونو برخلیک ټاکونکي وي.