تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کانګرس کې د بشپړ واک تر لاسه کولو وروسته، ټرمپ یوه بل پسې مهمو دندو ته خپل وفاداره کسان ګماري
د ټاکنو په شپه، ډونلډ ټرمپ دا جمله تکرار کړه: "کړې ژمنې، به پوره کړي."
اوس ، جمهوريپال ګوند په رسمي ډول د کانګرس کنټرول په لاس کې اخیستی چې له کبله یې د هغه "ژمنې" پوره کول له ورایه اسانه ښکاري.
د واشنګټن په سیاسي اصطلاح کې، چې واکمن ګوند د کانګرېس دواړه خونې (استازو جرګه او سنا) کنټرول کړي، دې ته "د حکومت کولو ټریفاټا" ویل کېږي.
دا کنټرول هغه څه دي چې د ډونلډ ټرمپ جمهوريپاله ګوند یې اوس لري.
په بله اصطلاح جمهوري غوښتونکي اوس پر سپینه ماڼۍ او د کانګرس دواړو خونو کنټرول لري او دا په دې مانا ده چې دوی به د ټولو چارو واک ولري.
د ټاکنیز کمپاین پر مهال، ډونلډ ټرمپ دا ژمنه هم کړې وه، چې هېواد به په یو بل مختلف لوري ته بیايي.
اوس هغه چمتو دی چې په کانګرس کې د سیاسي مشرتابه په ملاتړ خپل نظرونه پلي کړي.
د کانګرس جمهوريپال غړی ګلین ګروتمن وايي، د لوی څارنوال په توګه د میټ ګېټز ټاکل د دې ثبوت دی چې ډونالډ ټرمپ غواړي "چارو ته ټکان" ورکړي.
پیټ هګسیټ د ټرمپ کابینې لپاره د دفاع وزیر په توګه نومول شوی، چې افغانستان کې یې پوځي دنده درلوده
د امریکا متحدو ایالتونو نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ، پیټ هګسیټ د امریکا نوي دفاع وزیر په توګه نومولی دی.
ښاغلي هګسیټ په افغانستان او عراق کې پوځي دنده درلوده، لیکوال دی او له تېرو څو کلونو راهیسې یې د فوکس نیوز ټلویزیون کوربه په توګه دنده درلوده.
که د امریکا کانګرېس یې تائید کړي، ۴۴ کلن هګسیټ به په خپل لومړني سیاسي رول کې د نړۍ تر ټولو پیاوړي پوځ مشري کوي.
ډونلډ ټرمپ پر سې شنبه په خپله راتلونکې کابینه کې د دفاع وزیر په توګه د ښاغلي هګسیټ له نومولو سره هغه داسې څوک وباله چې په خبره یې ''سخت، ځیرک او داسې څوک دی، چې تر هر څه لومړی امریکا پر مفکورې کلک باور لري.''
ډونلډ ټرمپ د پیټ هګسیټ نومولو تر څنګ په پرنسټن او هارورډ پوهنتونونو کې د هغه د لوړو زدکړو او دغه راز په افغانستان او عراق کې د هغه د پوځي خدمت یادونه هم وکړه.
ټرمپ د دفاع او بهرنیو چارو مهمو وزارتونو لپاره د نویو کسانو نومولو تر څنګ میلیاردر ایلن مسک ته د حکومتي لګښتونو کمولو دنده سپاري.
د هګسیټ نوم د هغو کسانو په لیست کې شامل دی، چې ډونلډ ټرمپ یې د امنیت او دفاع برخه کې پر مهمو پوسټونو ګوماري. په دې. جان رتکلیف هم په دې کسانو کې شامل دی، چې ښاغلي ټرمپ د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې (سي ای اې) د نوي مشر په توګه نومولی دی.
که د امریکا سېنټ یا مشرانو جرګې له لوري تائید شي، هګسیټ به پنټاګون کې له اسرائیل سره د غزې جګړې په ترڅ کې د امریکا پوځي مرستو او دغه راز د روسیې یرغل په لړ کې له اوکرایین سره د ملاتړ په هکله پرېکړې کوي.
په ټول کې ښاغلی ټرمپ غواړي ځان بهرنیو شخړو لېرې کړي. د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ده د ولسمشر بایډن پر اداره د کیېف ملاتړ کولو له کبله نیوکې کړې دي.
پر مهمو څوکیو نوې ګومارنې
ښاغلي ټرمپ له ولسمشر بایډن سره له لیدو وروسته پر ځینو مهمو څوکیو د نویو ګومارنو اعلان هم وکړ. ټرمپ د امریکا کانګرېس غړی ماټ ګایټز د امریکا متحدو ایالتونو د نوي لوی څارنوال په توګه وګوماره.
نوي ټاکل شوي ولسمشر له فلوریډا ایالته د امریکا په مشرانو جرګه یا سېنټ کې د فلوریډا استازی مارکو روبیو د بهرنیو چارو وزیر په توګه ګومارلی او تولسي ګابارد یې د ملي استخباراتو مشرې په توګه پر دنده ګومارلې ده.
دا ګومارنې به د امریکا کانګرېس کې د مشرانو جرګه کې له منظورۍ وروسته رسمي کېږي، چې د ټرمپ جمهوریپال ګوند پکې اکثریت لري.
روبیو څوک دی؟
مارکو روبیو د امریکا مشرانو جرګه کې د استخباراتو کمېټې مرستیال مشر دی او د بهرنیو اړیکو کمېټې سره کېني. دی د بهرنۍ پالیسۍ باز بلل کېږي، په دې معنی چې داسې څوک دی، چې د ایران او چین په برخه کې سخت دريځ نیسي.
دی د اوکرایین ملاتړی بلل کېږي او مخکې یې ویلي، چې له روسیې سره د دې هېواد جګړه ''باید یوې پایلې ته ورسېږي.''
د یادونې ده، چې روبیو او ټرمپ د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د جمهوریپال ګوند له لوري د کاندید کېدو لپاره د یوه بل مخالفین وو او وروسته یې سیالي ډېره ترخه شوه.
د دوی تر منځ د کډوالۍ په ګډون د ځینو مسائلو پر سره اختلافونه وو. وروسته بیا روبیو د ټرمپ ټاکنیز کمپاین نه یوازې تائید کړ، بلکې د ۲۰۲۴ کال ټولټاکنو لپاره د ټرمپ په کمپاین کې شامل و.
د کیوبا کارګرو کډوالو کورنۍ زوی روبیو په ۲۰۱۰ کال کې لومړی ځل د امریکا مشرانو جرګې ته انتخاب شو.
د ټرمپ او بایډن لیدنه
د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اوسني ولسمشر جو بایډن سره د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ په اوول افس کې لیدلي دي. له دې سره په امریکا متحدو ایالتونو کې د واک لېږد بهیر پیل شو.
په دې لیدنه کې ټرمپ، بایډن ته ویلي، چې ''سیاست یوه سخته چاره ده'' او په سوله ییز ډول یې د واک لېږد ژمنې لپاره د ولسمشر بایډن مننه کړې.
ښاغلي ټرمپ په دې لیدنه کې ویلي، ''زه په ممکنه ارامتیا سره د واک لېږد ډېر ستایم. دا به همدومره په ارامتیا سره وشي، چې امکان یې وي.''
ټرمپ زیاته کړه، ''د سیاست نړۍ تل ډېره ښه نه وي، خو نن وضعیت بدل دی.''
د یادونې ده، چې د ولسمشر بایډن په بلنه سپینې ماڼۍ ته د نوي ټاکل شوي ولسمشر ټرمپ ورتګ د هغه دود بیا راژوندي کول دي، چې په ۲۰۲۰ کال کې هغه مهال پرېښوول شو، چې ټرمپ له ولسمشرۍ ګوښه کېدونکی و او بایډن نوی ټاکل شوی ولسمشر و.
ټرمپ هغه مهال په ټاکنو کې ماتې نه منله او د ټاکنیزو درغلیو ادعا یې کوله. ټرمپ هغه مهال دا دود پرېښود، جو بایډن ته یې په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې بلنه ور نه کړه.
ډونلډ ټرمپ دغه راز د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې د بایډن لوړې په مراسمو کې هم له ګډون کولو ډډه کړې وه.