تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۷ چارې چې ټرمپ وايي، د ولسمشر په توګه به یې کوي
- Author, جیمز فیتز ګیرلاد
- دنده, بي بي سي
ډونلډ ټرمپ په داسې حال کې سپینې ماڼۍ ته ستنېږي، چې د کډوالۍ، اقتصاد او اوکرایین جګړې په ګډون یې په ځینو موضوعاتو کې د رغنده فعالیت ژمنې کړې.
داسې ښکاري چې د امریکا په سېنټ یا مشرانو جرګه کې به د خپل جمهوریتپال ګوند له بریا وروسته په کانګرېس کې هم نوموړی د خپلې سیاسي اجنډا لپاره ملاتړ ولري. له بریا وروسته نوموړي په خپله لومړنۍ وینا کې هم همدا شعار تکرار کړ، چې ژمنې به کوي، ژمنې به پوره کوي او موږ به خپلې ژمنې پوره کوو. "
خو په ځینو مواردو کې ښاغلي ټرمپ ډېر جزیات نه دي برالا کړي، چې څنګه به خپلو موخو ته رسېږي. په ۲۰۲۳ کال کې له فوکس نیوز خبري شبکې سره خبرو کې له ده پوښتنه وشوه، چې ایا له واکه به ناوړه ګټه پورته کوي او خپل سیاسي مخالفین به په نښه کوي، ښاغلي ټرمپ ځواب ورکړ، یوازې له لومړۍ ورځې پرته: "نه، نه، نه، له لومړۍ ورځې پرته. موږ پوله تړو، او موږ کېندنې کوو، کېندنې کوو، کېندنې کوو. له هغه وروسته زه دیکتاتور نه یم. "
د غیر قانوني کډوالو شړل
ښاغلي ټرمپ د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې ژمنه کړې وه، چې د امریکا په تاریخ کې به د غیر قانوني کډوالو تر ټولو لوی شمېر کسان له هېواده وشړي.
نوموړي دغه راز ژمنه وکړه، چې له مکسیکو سره به پر پوله د هغه دېوال ودانولو چاره بشپړوي، چې لومړی ځل یې د ولسمشر کېدو پر مهال پیل کړې وه. که څه هم روان کال د دې پولې په اوږدو کې د کډوالو تېرېدو شمېر کم شوی، خو د تېر کال په پای کې د بایډن – هرېس ادارې د حکومت پر مهال د امریکا له دې سویلي پولې د تېرېدونکو کډوالو شمېر ریکارډ کچې ته رسېدلی و.
ماهرینو بي بي سي ته وویل، په هغه لوړه کچه به د کډوالو ایستل چې ټرمپ یې ژمنه کړې، ګڼ شمېر لوژستیکي او قانوني مسائل راپورته کړي او اقتصادي وده هم ښايي ورسره سوکه شي.
د اقتصاد، مالیې او تعرفو په برخه کې اقدامات
نظر پوښتنې ښيي، چې د رایې ورکوونکو لپاره اقتصاد یوه مهمه موضوع وه. ټرمپ ژمنه کړې، چې انفلاسیون به ختم کړي، چې د ولسمشر بایډن په دوره کې خورا لوړې کچې ته ورسېد او بیا بېرته کم شو.
خو د یادونې ده، چې په مخامخ توګه د بیو کمولو کې د ولسمشر واک محدود دی.
ده په مالیو کې د خورا زیات کموالي راوستلو ژمنه کړې او د هغو اصلاحاتو بیا پلي کولو خبره کوي، چې په ۲۰۱۷ کال کې عملي شوي وو.
ده ځینې ټکی وړاندیز کړي، چې ځینې موارد باید له مالیې پرته وي، د تقاعد یا بې روزګارۍ پر مالي مرسته باید مالیه لغو شي او له شرکتونو اخیستل کېدونکي مالیاتو کې باید اصلاحات راوستل شي.
ښاغلي ټرمپ پر ډېری بهرنیو توکو د لږ تر لږه لس سلنې تعرفې وړاندیز کړی، چې د سوداګریز زیان کچه کمه شي. ده ویلي، پر چینايي وارداتو ښايي تر ۶۰ سلنې پورې اضافي تعرفه ولګول شي.
یو شمېر اقتصاد پوهان بیا وايي، داسې اقدامات د عام ولس لپاره د بیو لوړېدو لامل کېدای شي.
د اقلیمي بدلون مقرراتو کمول
د خپلې لومړنۍ ولسمشرۍ پر مهال ټرمپ د چاپېریال خوندیتوب سلګونه مقرارت لېرې کړل او د ده د حکومت پر مهال امریکا لومړنی هېواد شو، چې د پاریس اقلیمي بدلون له پرېکړه بهر شو.
دا ځل نوموړي بیا ژمنه کړې، چې مقررات به کموي. د ده تازه ژمنه په ځانګړې توګه د امریکا ګاډو صنعت سره د مرستې په لړ کې ده.
ده پرلپسې له الیکترونیکي موټرو سره مخالفت کړی او د بایډن پر هغو هدفونو یې نیوکې کړې، چې په موټرو کې یې د پاکې انرژۍ کارولو ته د اوښتون لپاره یادول.
ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې، چې امریکايي جامد سونتوکي به ډېروي. پر لومړۍ ورځ له هوا نه د ترلاسه کېدونکې انرژۍ په ملاتړ په ګډون د بدلېدونکې انرژۍ په ملاتړ هغه ویلي، "کېندنې وکړئ، کېندنې وکړئ، کېندنې وکړئ. "
که څه هم مبصرین دې چارې ته په ښه نظر نه ګوري، خو ښاغلی ټرمپ غواړي د شمالي قطب بیابانو په ګډون ځینې سیمې د نفتو لټون لپاره پرانیزي، چې سونتوکو بیې کمې شي.
د اوکرایین جګړې ختمول
ټرمپ له روسیې سره د اوکرایین په جګړه کې د امریکا له لوري د لسګونو میلیونو ډالرو پر لګولو نیوکه کړې او ژمنه یې کړې، چې د خبرو یوه جوړ جاړي له لارې به ۲۴ ساعتونو کې دا جګړه ختمه کړي. ده داسې څه نه دي ویلي، چې له دواړو لوریو به کوم یو له څه تېر شي.
دیموکراتان وايي، داسې یو اقدام به ولسمشر ولادیمر پوتین زړور کړي.
ټرمپ غواړي امریکا په ټول کې له بهرنیو کړکېچونو ځان لېرې کړي.
د غزې په جګړه کې بیا ټرمپ ځان د اسرائیل د کلک ملاتړي دریځ غوره کړی، خو د امریکا له اتحادي (اسرائیل) غواړي چې خپل عملیات ختم کړي. نوموړي دغه راز ژمنه کړې، چې په لبنان کې به هم د همدې جګړې اړوند تاوتریخوالی پای ته ورسوي، خو داسې څه یې نه دي ویلي، چې څنګه؟
د جنین پر سقط هیڅ بندیز نه شته
د خپلو یو شمېر پلویانو د غوښتنو برعکس ډونلډ ټرمپ له کمالا هرېس سره په مباحثه کې ویلي، داسې هیڅ قانون به لاسلیک نه کړي، چې په ملي کچه د جنین پر سقط بندیز لګوي.
د امریکا سترې محکمې په ۲۰۲۲ کې په ملي کچه د جنین سقط حق لېرې کړ، چې په اساسي قانون کې شامل و. د ټرمپ له لومړنۍ ولسمشرۍ وروسته په هغه پرېکړه کې اکثریت محافظه کار قاضیان شامل وو.
د مېرمن هرېس په کمپاین کې د مثلي تولد موضوع خورا مهمه بلل کېده او د رایو ورکړې پر ورځ یو شمېر ایالتونو د جنین سقط حق تائید کړ یا یې وغځاوه.
ټرمپ بیا په تکرار سره ویلي، چې د جنین سقط په موضوع کې باید ایالتونه خپله د پرېکړې کولو ازادي ولري، خو خپله یې پرېکنده دریځ نه دی څرګند کړی.
د جنورۍ شپږمې بلوا ګډونوالو بخښنه
ټرمپ وايي، ځینې هغه کسان به خوشي کړي، چې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د جو بایډن له بري وروسته د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر شپږمه ورځ د امریکا پر کانګرېس ودانۍ ورننوتل او د بلوا په تور نیول شوي وو.
په هغه تاوتریخوالي کې د یو شمېر مړینو تورونه هم د هغه تاوتریخوالي له کبله وبلل شول، چې د پارولو تور یې پر ډونلډ ټرمپ لګول شوی و.
نوموړي د هغې بلوا بې اهمیته څرګندولو لپاره کار کړی او هغه سلګونه پلویان یې بیا ملګري کړي، چې د سیاسي زندانیانو په توګه محاکمه شوي وو.
ده پرلپسې ویلي، چې دغه ډېری کسان په ''تېروتنه زنداني شوي'' خو منلې یې ده، چې ''ښايي ځینې دغه کسان له کنټروله وتلي وو.''
د ځانګړي سلاکار ګوښه کول
ټرمپ ویلي، د ولسمشر په توګه د دندې له سمبالولو وروسته به ''په دوو ثانیو کې دننه'' ځانګړی مشاور جک سمیت له دندې ګوښه کړي، چې د رضاکار څارنوال په توګه یې د ده پر ضد د دوو جنايي قضیو څېړنه کړې.
ځانګړي سلاکار جک سمیت د ۲۰۲۰ کال ټاکنو پایلو کې د ادعا شوې لاسوهنې او دغه راز د رسمي اسنادو ادعا شوې ناسمې کارونې په لړ کې ټرمپ په ګوته کړی.
ټرمپ هر ډول ناسمه کړنه ردوي او توانېدلی محکمې ته له ټاکنو مخکې د دې قضیې د تلو مخه ونیسي.
دی وايي، ښاغلي سمیت غوښتل دی سیاسي قرباني کړي. د یادونې ده، چې په نیویارک کې د کاروباري ریکارډ ټګي برګي په تړاو به ټرمپ د لومړني داسې ولسمشر په حیث له جنايي محکومیت سره سپینې ماڼۍ ته ستون شي.