د زېلېنسکي دفتر ویلي 'له اروپايي پلاوي سره یې لومړنۍ غونډه "ډېره ګټوره" وه'

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, جېمس چاټر
- Author, جاروسلاو لوکېو
د اوکرایین د جګړې د راتلونکي په اړه تازه خبرې پیل شوي، چې د امریکا، اوکرایین او د اروپایي ټلوالې پلاوي پرې په جینیوا کې خبرې کوي.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وايي چې "ډیپلوماټيکې هڅې پیل شوي" او هیله لري غونډه ګټوره تمامه شي. هغه زیاته کړه، دا ډېره ښه خبره ده چې په جینیوا کې ډیپلوماسۍ ته لار پرانیستل شوه او دا چې دی هیله لري د غونډې خبرې ګټورې بشپړې شي.
لکه چې په راپورونو کې لیدل شوي، د زېلېنسکي د دفتر مشر انډري یرمک ویلي، له اروپايي پلاو سره یې لومړنۍ غونډه پای ته رسېدلې او "ډېره ګټوره" یې بللې.
زېلېنسکي پر ټېلېګرام لیکلي چې هغه هیله لري له امریکايي پلاو سره راتلونکو خبرو په ګدون روانې غونډې ګټورې پا ته ورسېږي او له مخې یې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي. هغه په پای کې وویل: "موږ ټول یوې مثبتې پایلې ته اړتیا لرو."
دا خبرې وروسته له هغه وشوې چې د لویدیځ مشرانو د سولې پر هغه ۲۸ ماده ییزې پلان نیوکه وکړه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یې ملاتړ کوي او په پراخه کچه د روسیې د ګټې په سترګه ورته کتل کېږي.
امریکا ټینګار کوي د سولې پلان دوی لیکلی خو ادعا کېږي دا د روسیې د غوښتنو نوملړ دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو ټینګار کړی چې د اوکرایین د جګړې پای ته رسولو وړاندیز شوی پلان "امریکا خپله لیکلی" دی. دا خبره وروسته له هغه وشوه کله چې د سناتورانو یوې ډلې وویل روبیو ورته ویلي وو دغه مسوده چې یو سناتور یې د روسیې د "غوښتنو نوملړ" بولي د واشګنټن له دریځ سره اړخ نه لګوي.
روبيو وروسته له دې څرګندونو بیا له خبرو واټن ونیوه او ویې ویل چې دا پلان امریکا د روسیې او اوکرایین د "نظریاتو پر بنسټ" جوړ کړی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې وشوې چې نوموړی له اوکراییني او اروپایي امنیتي چارواکو سره د پلان په اړه خبرو لپاره د سویس جینیوا ښار ته سفر کاوه. دا هغه پلان دی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له کیېفه غوښتي وو ژر تر ژره ورسره هوکړه وکړي.
د اوکرایین اروپایي ملاتړو د دغې مسودې د مهمو برخو پر وړاندې غبرګون ښودلی، که څه هم ټول معلومات یې نه دي خپاره شوي خو جزییات یې په پراخه کچه افشا شوي دي.
په دې پلان کې راغلي چې اوکرایین به د هېواد له ختیځو سیمو خپل ځواکونه باسي. هغه سیمې چې روسیې ونشو کولی په زور یې ونیسي. همداراز د اوکرایین د پوځ شمېر به هم محدود شي.
د شنبې پر ورځ، د جمهوري غوښتونکو سناتور مایک راونډز وویل چې روبيو د قانون جوړونکو یوې ډلې ته ویلي چې دغه مسوده د امریکا رسمي تګلاره نه ده.
هغه د هاليفکس نومې امنیتي غونډې ته وویل: "هغه څه چې (روبيو) موږ ته وویل د امریکا وړاندیز نه دی."
راونډز زیاته کړه چې ډاډ ورکړل شوی و دغه پلان سټیو ويټکوف ته، چې د ټرمپ د بهرنۍ ډیپلوماسۍ استازی دی، د "یو چا… چې د روسیې استازیتوب یې کاوه" لخوا سپارل شوی و. سناتور وویل: "دا زموږ وړاندیز نه دی. دا زموږ د سولې پلان نه دی."
له لږ ځنډ وروسته بیا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګاټ د راونډز څرګندونې "په ښکاره ډول ناسمې" وبللې.
هغه پر خپله اېکس پاڼه ولیکل: "لکه څنګه چې وزیر روبيو او ټول حکومت په پرله پسې توګه ویلي، دا پلان امریکا د روسانو او اوکراینیانو د نظریاتو پر بنسټ لیکلی."
وروسته بیا روبیو پر خواله رسنۍ ولیکل: "د سولې وړاندیز امریکا لیکلی او دا چې دا د روسیې د نظرونو پر بنسټ لیکل شوی او همداراز د اوکرایین پخواني او اوسني روان نظریات هم په کې شامل دي."
د شنبې پر ورځ، ټرمپ چې د جګړې د ختمولو لپاره د یوې هوکړې ترلاسه کول د خپلې دویمې دورې د بهرنۍ تګلارې مهم هدف بللی و وویل، دا پلان د اوکرایین لپاره "وروستی وړاندیز" نه دی، سره له دې چې پخوا یې ویلي وو ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي به "اړ" وي دا تړون ومني.
د شنبې پر ورځ، د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس پر خپل اېکس لیکلي چې د سولې د وړاندیز شوي پلان پر ضد نیوکه کوونکي "یا خو د طرحې په جوړښت سم نه دي پوه شوي او یا هم سیمه کې شته واقعیتونه ناسم بیانوي."
هغه زیاته کړه: "دا یوه خیالي مفکوره ده چې که موږ لا نورې پیسې او نورې وسلې ورکړو او لا نور بندیزونه ولګوو، نو بریا نږدې ده."
وینس زیاته کړه، "سوله هغه سیاستوال نشي رواستلی چې خیالي نړۍ کې ژوند کوي."

د عکس سرچینه، Reuters
کله چې په لومړي ځل د ۲۸ ماده ییز پلان جزییات راڅرګند شول، زېلېنسکي خبرداری ورکړ چې هېواد یې د امریکا د فشار له امله "د تاریخ یو له تر ټولو سختو شېبو" سره مخ دی چې غواړي دا پلان ومنل شي، په داسې حال کې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا وویل دا کولی شي د یوه تړون "بنسټ" کېږدي.
ټرمپ مخکې اوکرایین ته د پنجشنبې تر ورځې وخت ورکړی و چې پلان تصویب کړي، که څه هم ویلي یې وو چې که خبرې پرمختګ وکړي دغه نېټه غځول کېدلی شي.
نن به روبيو او ويټکوف دواړه د بریتانیا، فرانسې، جرمني او اوکرایین له امنیتي چارواکو سره یوځای د جینیوا غونډه کې ګډون وکړي.
د اوکرایین ملګرو وار دمخه د پلان پر ضد په ښکاره ډول غبرګون ښودلی، او په یوه ګډه اعلامیه کې چې د جي۲۰ په سرمشریزه کې په سویلي افریقا کې خپره شوه وویل، دغه پلان به "اوکرایین د برید په وړاندې له زیانمنېدونکي حالت سره مخ کړي".
اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې دغه پلان ځینې داسې برخې لري چې "د عادلانه او دایمي سولې لپاره اړینې دي"، خو "لا نور کار ته اړتیا لري" او ورسره یې د پولو د بدلون او د اوکرایین پوځ پر شمېر د محدودیتونو پر سر اندېښنو یادونه هم کړې ده.
دغه اعلامیه د کاناډا، فنلنډ، فرانسې، ایرلینډ، ایټالیا، جاپان، هالنډ، اسپانیا، بریتانیا، جرمني او ناروې مشرانو لاسلیک کړې ده. همداراز د اروپايي ټولنې دوهو لوړپوړو چارواکو لاسیلک هم په کې شامل دی.
د یوهانسبرګ غونډې ته په وینا کې، د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون وویل چې دا پلان "یوازې امریکایی وړاندیز نه شي کېدلی" او زیاته یې کړه چې هره هوکړه باید د "ټولو اروپایانو لپاره امنیت" هم تضمین کړي.
د جرمني د لومړي وزیر فرېډرېک مرز وویل: "موږ لا هم یوې داسې پایلې ته له رسېدو ډېر لیرې یوو چې د ټولو په ګټه وي."
هم مهاله د بریتانیا لومړي وزیر ښاغلي کیېر سټارمر د شنبې پر ورځ له زېلېنسکي او ټرمپ دواړو سره خبرې وکړې. د لومړي وزیر دفتر وویل چې د امریکا ولسمشر ته یې د پلان په اړه د اروپاییو خبرو په اړه معلومات ورکړي دي.
روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکرایین په پراخ یرغل پیل کړ، وروسته بیا اوکرایین په لویه کچه پر هغو وسلو تکیه وکړه چې امریکا جوړې کړې دي.
د اوسني پلان له مخې به اوکراییني ځواکونه د ختیځ دونڅک له هغې سیمې خپل ځواکونه باسي چې اوس یې تر کنټرول لاندې ده. په دې معنا چې روسیه به د دونڅک سربېره د لوهانسک ګاونډ سیمه او د ټاپوزمې کریمیا جنوبي برخې کنټرول هم ولري. هغه سیمه چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې په یرغلیزه بڼه ونیوله.
دې پلان کې دا هم راغلي چې د اوکرایین د جنوبي خېرسون او زاپوریژیا سیمو پولې چې د اوسنیو جګړهییزو کرښو پولې دي به خپل حال پاتې کېږي. دا دواړه هغه ښارونه دي چې ځینې برخې یې اوس هم د روسیې تر ولکې لاندې دي.
دا پلان وايي، کیېف به "باوري امنیتي تضمینونه" ترلاسه کړي، که څه هم په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړل شوي. خو اسناد ښیي، "تمه کېږي" روسیه به پر خپلو ګاونډیانو یرغل ونه کړي او ناټو به نوره د روسیې خواته ونه خوځېږي.
د شنبې پر ورځ، زېلېنسکي اعلان وکړ چې د هغه د دفتر مشر انډري یرمک به راتلونکي کې د اوکرایین د سولې خبرو اترو لپاره د مرکچي پلاوي مشري وکړي چې کېدای شي روسیه هم په کې وي.
پر خواله رسینو یوې خپرې شوې ویډیو کې ولسمشر وویل: "زموږ استازي ښه پوهېږي چې څنګه د اوکرایین د ملي ګټو دفاع وکړي او دا چې څه باید وشي چې د روسیې پر اوکرایین له درېیم یرغل یا بریده مخنیوی وکړي."









