ټرمپ: د اوکرایین جګړې پایته رسولو لپاره د امریکا وړانديز وروستی نه دی

د عکس سرچینه، PA Media
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د روسیې او اوکرایین تر منځ د جګړې د پایته رسولو لپاره د امریکا پلان کېیف ته د هغه "وروستی وړاندیز" نه دی. نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د اوکرایین متحدینو د دې وړاندیزونو په اړه اندیښنې څرګندې کړې.
تر دې وړاندې د شنبې په ورځ، د اروپا، کاناډا او جاپان مشرانو د اوکرايين د پولو بدلېدو او د دغه هېواد پر بوځ د محدوديتونو د اندېښنو په اړه ويلي وو چې دا پلان "داسې برخې لري چې د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره اړینې دي" خو په وینا یې "اضافي کار ته اړتیا لري،".
د بریتانیا، فرانسې، جرمني، امریکا او اوکرایین امنیتي چارواکي به د یکشنبې په ورځ په جینیوا، سویس کې سره وګوري.
د اوکرایین ولسمشر ولودمير زیلېنسکي مخکې خبرداری ورکړی و چې اوکرایین د امریکا د فشار له کبله د "خپل تاریخ له سختو شېبو" سره مخامخ دی چې داسې پلان ومني چې د مسکو په ګټه دی.
ښاغلي ټرمپ اوکرایین ته د نومبر تر ۲۷ پورې وخت ورکړی چې د هغه ۲۸ ماده ييز پلان ومني. بل پلو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې دا پلان د جوړجاړي لپاره یو "بنسټ" کېدلی شي.
د امریکا له ولسمشر په سپينه ماڼۍ کې د شنبې په ورځ وپوښتل شول چې ایا اوسنی پلان اوکرايين ته د هغه وروستی وړاندیز دی، ښاغلي ټرمپ وويل، "نه، دا زما وروستی وړانديز نه دی".
نوموړي زیاته کړه، "هر ډول چې وي، موږ باید جګړه پایته ورسوو، موږ پرې کار کوو."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د ښاغلي ټرمپ ځانګړی استازی سټیو وېټکاف به د هغو کسانو په ډله کې وي چې د یکشنبې په ورځ د جینوا په خبرو اترو کې برخه اخلي. د ملي امنیت سلاکار جوناتن پاول به د بریتانیا استازیتوب وکړي.
د کاناډا، فنلنډ، فرانسې، ایرلنډ، ایټالیا، جاپان، نېډرلنډز، اسپانیا، بریتانیا، جرمني او ناروې مشرانو د شنبې په ورځ په جنوبي افریقا کې د جي ۲۰ يا شل غوره اقتصاد لرونکو هېوادونو په سرمشریزه کې ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.
په اعلاميه کې راغلي، "له همدې امله موږ باور لرو چې دا مسوده یو اساس دی چې نور کار ته اړتیا لري. موږ چمتو یوو چې د راتلونکي سولې د پایښت ډاډمنتيا کې مرسته وکړو. زموږ دريځ په دې اړه روښانه دی چې پولې باید په زور سره بدلې نشي".
"موږ د اوکرایین پر وسله والو ځواکونو د وړاندیز شوو محدودیتونو په اړه هم اندېښمن یوو، دا کېیف د راتلونکو بریدونو پر وړاندې زیانمنونکی کوي."
د برتانیا د لومړي وزیر ویاند، چې په جوهانسبرګ کې د جي ۲۰ سرمشریزه کې ګډون کوي، د شنبې په ورځ یې له ښاغلي زېلینسکي سره تلیفوني خبرې وکړې او بیا یې ښاغلي ټرمپ ته ټليفون وکړ چې د اوکرایین د متحدینو دریځونه ورته څرګند کړي.
د برتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر مخکې ویلي وو چې د امریکا په پلان کې پر اوکراییني پوځ د وړاندیز شویو محدودیتونو په اړه اندېښمن دی، او ټینګار یې کړی و چې "دا اړینه ده چې اوکرایین د اوربند په صورت کې له ځانه دفاع وکړي."

د عکس سرچینه، PA Media
د امریکا د سولې پلان چې په پراخه کچه افشا شوی وايي، اوکراییني ځواکونه باید د ختیځ دونیڅک له هغې برخې ووځي چې دوی یې کنټرولوي، او همدارنګه د لوهانسک له سیمې او سویلي کریمیا ټاپووزمې، چې په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې لخوا ضمیمه شوې ده.
په پلان کې د اوکرایین د سویلي سیمو خېرسون او زاپوریژیا د پولو په همدې حال کې پاتې کېدل هم شامل دي. دواړه سيمې په جزوي ډول د روسیې له خوا نیول شوې دي.
د امریکا پلان د اوکرایین پوځ هم تر ۶۰۰ زرو پورې محدودوي او اروپايي جنګي الوتکې به په ګاونډي پولنډ کې مېشتې وي.
پلان وايي چې کېیف به "د باور وړ امنیتي تضمینونه" ترلاسه کړي، که څه هم د دې تضمینونو په اړه توضیحات نه ورکوي.
وړانديز کې دا هم ويل شوي چې "تمه کېږي" روسيه به پر خپلو ګاونډیو بریدونه نه کوي او ناټو به دې سیمو ته نه پراخېږي.
د ښاغلي ټرمپ د پلان له مخې، پر روسیې د بندیزونو لرې کول به مسکو ته بلنه ورکړي چې د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو د جي ۷ له ډلې سره یوځای شي، چې له دې سره به یو ځل بیا جي ۸ هېوادونو ډله رامنځته شي، او روسیې ته به فرصت ورکړي چې "په نړیوال اقتصاد کې بیا مدغم شي."

د عکس سرچینه، EPA
د جمعې په ورځ، ښاغلي ټرمپ ويلي وو چې زېلېنسکي "باید" د امریکا وړاندیزونه ومني، که نه د اوکرایین او روسیه به جګړې ته دوام وکړي.
په عین حال کې، ولودمير زېلېنسکي د دې پلان په ځواب کې وویل چې هېواد یې له یوه سخت غوراوي سره مخامخ دی چې يا "باید خپل ملي وقار له لاسه ورکړي او یا یو مهم ملګري".
ښاغلي زېلېنسکي وویل، "نن ورځ زموږ په تاریخ کې یو له خورا سختو شېبو ده." ښاغلي زېلېنسکي ژمنه وکړه چې د امریکایانو سره په "رغنده" پلان کار کوي.
د شنبې په ورځ، د اوکرایین مشر اعلان وکړ چې د هغه د دفتر مشر، اندری یرماک به د سولې تړون د راتلونکو خبرو اترو کې د اوکرایین د ډلې مشري وکړي.
نوموړي، پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي ویډیو پیغام کې ويلي، "زموږ استازي پوهېږي چې څنګه د اوکرایین د ملي ګټو دفاع وکړي او په سمه توګه څه باید وشي ترڅو په اوکرایین د روسیې د درېیم یرغل مخه ونیول شي."
کیېف پر امریکايي وسلو، هوايي دفاع سيسټمونو او همدارنګه استخباراتي معلوماتو تکيه کوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ تائید کړه چې مسکو د امریکا پلان ترلاسه کړی، خو ویې ویل چې په دې اړه له کریملین سره په تفصیل سره بحث نه دی شوی.
نوموړي وویل چې مسکو د "انعطاف ښودلو" لپاره چمتو دی، خو په همدې مهال یې ټینګار وکړ چې د جګړې دوام ته هم اماده دی.
ښاغلي پوتین د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین بشپړ یرغل پیل کړ.
په وروستیو میاشتو کې، سره له دې چې د درنو تلفاتو رابورونه ورکړل شوي، روسي ځواکونه ورو ورو د اوکرایین سویل ختیځو سیمو ته پرمختګ کوي.








