د چین، پاکستان او طالبانو حکومت درې اړخیزه ناسته؛ 'د ستونزو پر دېپلوماتیک حل ټینګار شوی'

احمد ضیاء

د عکس سرچینه، HafizZia

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي‌بي‌سي

د افغانستان په اړه روسیه کې د جوړې شوې غونډې په څنډه کې د چین، پاکستان او طالبانو حکومت د استازو ګډه درې اړخیزه غونډه شوې.

د طالبانو حکومت وايي دې درې اخیزه ناسته کې له دپلوماتیکو لارو د ستونزو پر هواري ټینګار شوی دی.

له بلې خوا د روسیې قازان کې د افغانستان په اړه د جوړې شوې غونډې په وروستۍ اعلامیه کې چې په ځنډ خپره شوې، له طالبانو غوښتل شوي چې د یوه پراخ بنسټه سیاسي جوړښت لپاره له نورو ډلو سره عملي خبرې پيل کړي.

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته پر ایکس یا پخواني ټویټر یوه بیان کې ویلي د دوی چارسمبالي وزیر امیر خان متقي د مسکو جوړښت غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د پاکستان او چین له استازو 'اصف دوراني' او 'یو شیانګ' سره کتلي دي.

دغه بیان کې د ښاغل‍ي متقي له قوله ویل شوي چې له پاکستانه یې غوښتنه کړې چې د ستونزو د هواري لپاره د رسنیزو څرګندونو پر ځای باید له دپلوماتیکو لارو هڅې وشي.

پاکستان او چین لا د دې غونډې په اړه ډېر څه نه دي ویلي.

خو دا غونډه او د طالبانو د حکومت یاده غوښتنه وروسته له هغه کیږي چې د پاکستان د چارسمبالي لومړي وزیر په ګډون ځینو پاکستاني چارواکو افغان طالبان د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورن کړي.

کابل

د عکس سرچینه، HafizZia

دوی ویلي پاکستان کې بریدونه افغانستان کې تنظیمیږي. هغه ادعا چې طالبان یې ردوي.

له بلې خوا د روسیې قازان کې د موسکو جوړښت په نوم د افغانستان په اړه د غونډو پنځمې لړۍ اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې افغانستان کې د یوه متوازن او پراخ بنسټه سیاسي جوړښت لپاره د بیلابیلو سیاسي او توکمیزو ډلو له استازو سره عملي خبرې وکړي.

اعلامیه کې پر دې خواشینې ښودل شوې چېش افغانستان کې تر دې مهاله یو پراخ بنسټه حکومت نه دی رامنځته شوی.

په دې غونډه کې د چین، هند، ایران، قزاقستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او ازبکستان د جګپوړو چارواکو او ځانګړو استازو په کچه پلاوو ګډون کړی و.

اعلامیه کې د داعش ډلې خلاف د طالبانو مبارزه ستایل شوې، خو ویلي یې دي چې افغانستان کې امنیت وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د طالبانو له حکومته غوښتنه شوې چې افغانستان کې د نورو فعالو ترهګرو ډلو پر ضد هم ورته ګامونه واخلي، او پرینږدي چې افغانستان کې د پښې ځای پیدا کړي.

د نشه یې توکو قاچاق او تولید د غونډې د ګډونوالو د یوې بلې اندېښنې په توګه په ډاګه شوې.

د مؤثرو اقداماتو پایله کې د کوکنار کر کموالې ته په اشارې ویل شوي چې په کار ده د کیمیاوي نشه‌يي توکو پر ضد چې ویل کیږي په ډېر خطرناک ډول مخ په زیاتېدو دي، واقعي او فعاله مبارزه وکړي.

کابل

د عکس سرچینه، HafizZia

له طالبانو دغه راز غوښتل شوي چې د سیمې له هېوادونو سره د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي.

د غونډې ګډنوالو پر طالبانو دغه راز غږ کړ چې له جنسي او توکمیز توپير پرته د زدکړې او کار په ګډون د ټولو حقونه او بنسټیزې ازادۍ مراعات کړي.

بیان کې په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو پر زدکړې او کار د طالبانو د بندیزونو په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.

خو طالبانو د ښځو او انجونو د کار او زدکړې مسله کورنۍ بولي او خپل حکومت د دوی په تعبیر ټول ګډونی بولي.