شهباز شریف په قضائي چارو کې د استخباراتي ادارو د لاسوهنې تورونو څېړلو لپاره کمیسیون ټاکي

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د اسلام اباد د عالي محکمې د قاضیانو له خوا په قضايي چارو کې د لاسوهنې د تورونو د څېړلو لپاره به یو کمېسیون جوړ کړي.

د پنجشنبې په ورځ د سترې محکمې قاضي القضات قاضي فائز عيسی او وزير اعظم شهباز شريف ترمنځ له کتنې وروسته د قانون وزير نذير تارړ او لوی څارنوال منصور اعوان يوې خبري غونډې ته وغږېد.

په دغه غونډه کې د سترې محکمې مشر قاضي منصور علي شاه هم و.

د قانون وزير نذير تارړ وويل چې دغه غونډه د قاضي القضات فائز عيسى په غوښتنه شوې ده.

هغه وويل چې وزير اعظم شهباز شريف په دغه غونډه کې د اسلام اباد عالي محکمې د قاضيانو د شکايتونو د څېړلو ډاډ ورکړى او پرېکړه شوې چې د پلټنو لپاره دې په عدلي چارو کې د پخوانيو چارواکو په ګډون يو کمېسیون جوړ شي.

هغه زیاته کړه، په هېواد کې قانون شته او د اساسي قانون له مخې حکومت د دا ډول مسلو په اړه څېړنې کوي.

ياده دې وي چې د اسلام اباد عالي محکمې شپږو قاضیانو د روانې مارچ میاشتې پر ۲۵ مه عالي عدلي شورا ته په خپل ليکلي لیک کې د ای‌اېس‌ای او نورو استخباراتي ادارو لخوا په عدالتي چارو کې د مستقيم مداخلت او د قاضیانو د ځورولو تورونه لګولي وو.

د قانون وزير وويل وزير اعظم شهباز شريف به سبا د وفاقي کابينې په غونډه کې دا مسله راپورته کوي او فکر کوي چې په دوو يا څلورو ورځو کې به ددغه کمېسیون په اړه خبر هم اعلان شي.

هغه زياته کړه چې د کمېسیون لپاره به د متقاعد قاضي القضات او متقاعدو قاضیانو پر نومونو هم غور کېږي.

د قانون وزير وويل، وزير اعظم، قاضي القضات ډاډمن کړی چې د هغه حکومت به د قضائیه قوې په خپلواکۍ هېڅ ډول جوړجاړی نه کوي.