د عمران خان وکیل: زندان کې د مخکېني لومړي وزیر "خوراک دال، د شپې له میاشو او د ورځې له مچانو کړیږي"

د عکس سرچینه، Getty Images
نن سه شنبه څلورمه ورځ ده چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان یې د پاکستان په یوه داسې زندان کې تېروي چې "وضعیت یې ډېر بد" بلل شوی.
د عمران خان د وکیلانو او پلویانو په وینا، د اټک په زندان کې چې عمران خان تازه په کې بندي شوی، د درنو جرمونو سلګونه مجرمان بندیان دي.
له لومړي سره په پام کې وه چې ښاغلی خان به د اډیاله مرکزي زندان ته لېږدول کېږي، چې د نورو پرتله ښه امکانات او خونې لري خو وروسته نوموړی د اټک زندان ته چې یوازې دویمه او درېمه درجه سهولتونه لري ولېږدول شو.
د عمران خان یوه مدافع وکیل نعیم حیدر د نوموړي له نیول کیدو وروسته په لومړي ځل پرون (دوشنبه) له ښاغلي خان سره په دغه زندان کې کتلي او اوس یې د هغه ژوند د ژغورنې غږ پورته کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
نعیم حیدر چې شاوخوا دوه نیم ساعته له ښاغلي خان سره لیدلي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي " عمران خان ته هیڅ سهولت نه دی ورکړل شوی، د شپې یې کوټې کې چینجي او میاشي وي او د ورځې مچان بنګیږي."
د ښاغلي حیدر په وینا عمران خان څخه یې د هغه د وضعیت په اړه څو پوښتنې وکړې او وايي عمران خان ورته ویلي "په خوراک کې دال ورکول کیږي، سرخلاصی تشناب لري چې د ځان مینځلو لپاره هیڅ لازم سهولت په کې نشته."
د ښاغلي خان وکیل وايي، نوموړی په درېیمه درجه (سي کلاس) بندخونه کې اچول شوی او کوټه یې دومره وړه ده چې د لمانځه سم ځای په کې نشته.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې سره وکیل نعیم حیدر ټينګار کوي "عمران خان نه غوښتل پر خپل وضعیت شکایت وکړي خو ما هڅه وکړه چې د ده پر وضعیت وغږېږم تر څو خلکو ته حقیقت ورسیږي.
دی وايي عمران خان پر خپل دریځ ټینګ ولاړ دی او پیغام یې دا وه چې "د رښتیني خپلواکۍ تر لاسه کولو پورې به چاته سر ټيټ نه کړي."
نوموړی وايي، عمران خان په زندان کې د خپلو پلویانو نیولو په اړه هم اندیښمن دی.
د عمران خان د دې وضعیت له لېدو وروسته، د نوموړي وکیلانو نن (سې شنبه) په اسلام اباد کې له یوې محکمې غوښتي چې اډیاله جېل ته د هغه پر لېږدولو غور وکړي.
د نوموړي وکیل له محکمې عمران خان ته د خپل شخصي ډاکټر لخوا د معاینو غوښتنه هم مطرح کړې ده.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند هم د عمران خان پر وضعیت اندیښنه ښودلي او په یوه بیان کې یې ویلي چې عمران خان له هغو حقونو هم محروم ساتل کېږي چې یو عادي زنداني باید ورکړل شي.
د پاکستان د حکومت غبرګون

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د عمران خان د وضعیت په غبرګون ویلي "ښه ده چې عمران خان د عامو زندانیانو په شان د اوسېدو تجربه وکړي."
د پاکستان له جیو نیوز تلویزون سره په خبرو کې نوموړي ویلي "عمران خان خپله په دې باور دی چې ټول خلک باید یو شانتې سهولت ولري، نو ښه ده چې اوس د عامو زندانیانو تجربه و ویني."
خو هغه دا هم رد نه کړه چې که عمران خان په اوسني وضعیت خوښ نه وي، اډياله زندان ته "چې لومړی درجه یا اې کلاس" سهولت لري، د بدلېدو غوښتنه له محکمې کولای شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړي دا هم وویل چې د پخواني لومړي وزیر په حیث عمران خان حق لري چې پرتله ییز ډول ښه زندان کې وساتل شي خو وايي امنیتي اندیښنو ته په کتو د شنبې په ورځ له نېول کیدو وروسته دی اټک زندان ته ولېږدول شو.
نوموړي دا تور هم رد کړ چې ګویا د مچانو او چینجیو لپاره د عمران خان د کوټې شاوخوا قصدي خواږه او خواړه اچول کېږي.











