تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
باجوړ کې د پاکستاني پوځ عملیاتو کې لسګونه زره کسان بې کوره شوي
د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د وسله والو پر ضد د پاکستان پوځ عملیاتو په ترڅ کې د هاوان یوه مرمۍ پر یوه کور لګېدلې، چې له کبله د یوې کورنۍ درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه او دوه ماشومان یې شامل دي او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
پېښه د ماموند تحصیل په ایراب سیمه کې شوې. د باجوړ ضلعې (ولسوالۍ) پولیسو مشر وقاص رفیق بي بي سي ته وویل، په سیمه کې هدفي عملیات روان دي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي، ملکي خلکو ته زیان و نه رسېږي. نوموړی پولیس افسر وايي، پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښې په هکله معلومات راټولوي.
تېره اونۍ په ماموند سیمه کې د پوځي عملیاتو له پیل سره پاکستان پوځ په سیمه کې ګرځبندیز اعلان کړ او ځايي خلکو ته یې وویل، چې له کورونو بهر نه شي.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت د روانې اګست میاشتې پر ۱۱مه یوه اعلامیه کې وویل، د اګست پر ۱۲مه شپې یوې بجې وروسته د باجوړ ښار منډه، ښار ناوګۍ او ښار صادق اباد سیمو تر منځ غځېدلو لارو په اوږدو کې د ۲۴ ساعتونو لپاره د امنیتي قانون ۱۴۴ مادې له مخې د پنځو یا زیاتو کسانو پر یو ځای کېدو بندیز لګول کېږي.
په اعلامیه کې ویل شوي وو، چې د وسله والو پر ضد د هدفي عملیاتو په ترڅ کې د ملکي خلکو خوندیتوب ته په پام سره به په ځینو سیمو کې د اګست تر ۱۴مې پورې د قانون همدې مادې له مخې سړک ته د خلکو پر ورتګ او له کورونو وتل ممنوع وي.
بل لور د په نښه شوي کور مشر ابراهیم خان پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې ویلي، تېره ورځ یې د کور مخې ته یوه مرمۍ ولګېده، ګومان یې کاوه چې دا ډرون برید دی، هغسې چې ورته ویل شوي وو، کورنۍ غړي یې د خوندیتوب په هیله کور ته دننه بوتلل، خو په خبره یې لږ وروسته بله مرمۍ پر کور ولګېده، چې له کبله یې د سر زیان واوښت.
له دې پېښې وروسته ځايي خلکو په باد سیاه سیمه کې د وژل شویو کسانو جنازه وکړه او له هغه وروسته یې د جسدونو تر څنګ احتجاج پیل کړی.
د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسامبلۍ کې د باجوړ استازي انور زېب خان بي بي سي ته وویل، پرون شپه په باجوړ ملکي روغتون کې و، چې ځايي خلکو د وژل شویو کسانو مړي هلته راوړل. نوموړی زیاتوي د سیمې خلک احتجاج کوي او په سیمه ییزه توګه سیاسي مشران او مخور یوه جرګه کوي، چې د راتلونکې تګلارې پرېکړه به وکړي.
څومره خلک بې ځایه شوي؟
په ورته مهال باجوړ کې ځايي چارواکو د عملیاتو ترڅ کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر څرګند کړی دی. د باجوړ مرستیال کمشنر سعید الله جان له لوري په یوه خپاره شوي رپوټ کې ویل شوي، اوسمهال ټولټال نهه زره ۱۳۲ کسان په دولتي او شخصي ښوونځیو کې په موقت ډول مېشت کړل شوي، چې ۱۹۷۶ نارینه، ۲۰۱۵ ښځې ۵۱۴۱ ماشومان پکې شامل دي.
په رپوټ کې ویل شوي، په ځايي سپورت لوبغالي کمپ کې ۴۳۴ کورنۍ مېشت شوې، چې د غړو شمېر یې ۲۴۹۷ کسانو ته رسېږي.
په رپوټ کې زیاته شوې، چې نژدې ۲۰ زره کورنۍ بیا د خپلوانو کورونو کې مېشت دي، چې د ثبت او راجستر کولو بهیر یې روان دی.
له ماموند سیمې د جولای پر ۲۹ مه د خلکو وتلو لړۍ هغه مهال پیل شوه، چې په سیمه کې د ناڅاپي ګرځبندیز له اعلان سره پوځي عملیات هم پیل شول، او د رپوټونو له مخې دوه کسان پکې وژل شوي وو.
پاکستاني چارواکو په دې سیمه کې د وسله والو شمېر په هکله څه نه دي ویلي، خو ځايي امنیتي سرچینې وايي، کېدای شي په ماموند کې د ۲۰۰ او ۳۰۰ تنو تر منځ سخت دریځي وسله وال فعال وي، چې پر ضد یې عملیات پیل شوي دي.
د باجوړ ماموند سیمه ډېورېنډ کرښې ته نژدې پرته سیمه ده.
باجوړ کې تاوتریخوالی څنګه پیل شو؟
۲۰۰۷ کال کې پاکستان کې د سخت دریځو وسله والو پر ضد د پوځي عملیاتو په ترڅ کې دغه وسله وال د باجوړ په بېلابېلو سیمو کې هم فعال وو. پاکستاني ځواکونو په ۲۰۰۸ کال کې د (شیر دل) په نامه پوځي عملیات پیل کړل، چې د ۲۰۰۹ کال تر فبرورۍ پورې یې دوام وکړ. پاکستاني چارواکو هغه مهال ویل، چې وسله وال له دې سیمې وشړل شول.
خبریال مشتاق یوسفزي د بي بي سي خبریال عزیزالله خان ته وویل، دا وسله هغه مهال یو-بل لور ته لاړل او یو لوی شمېر یې افغانستان ته هم رسېدلي وو.
ښاغلی یوسفزی وايي: ''په ۲۰۲۲ کال کې چې پاکستاني حکومت له طالبانو سره خبرې پیل کړې، نو دا وسله وال بېرته دې سیمو ته ستانه شول او له هغه وروسته د هدفي وژنو او تاوتریخوالي یوه لړۍ پیل شوه، چې امنیتي ځواکونو یې پر ضد عملیات کړي.''
ځايي خلک وايي، د وسله والو فعالیتونو په ترڅ کې ډېر زیان ملکي خلکو ته اوړي او ځینو خلکو له همدې کبله له سیمې وتل پیل کړي دي.