باجوړ کې چاودنې پنځه کسان وژلي

د پښتونخوا په باجوړ کې د مرستیال کمېشنر موټر چې له ناوه ګۍ سیمې باجوړ ته روان و، په (خار) سیمه کې پرې چاودنه شوې ده. چارواکو ویلي، دغه پېښه کې د یوه ولسي وګړي په ګډون یو شمېر لوړ پوړي حکومتي افسران وژل شوي دي.

د باجوړ د پولیسو مشر وقاص رفیق وايي، دغه چاودنې کې د مرستیال کمېشنر فیصل اسماعیل په ګډون " پنځه تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي." وژل شویو کسانو کې " یو تحصیل دار، یو ځايي صوبه دار، یو پولیس او یو ولسي وګړی هم شته."

لا خو د چاودنې بڼه نه ده روښانه چې ځانمرګی برید و او که ځای پر ځای شوی بم و، تر اوسه د برید مسولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د شنبې پر ورځ په باجوړ کې یوې بلې چاودنې دوه پولیس افسران وژلي وو. د هغه برید مسولیت اسلامي دولت نومې ډلې "داعش" منلی و.

پښتونخوا کې د تاوتریخوالي ډېرېده

د جون پر ۲۸ په شمالي وزیرستان کې یوه ځانمرګي برید او ورپسې څو چاودنو پراخه مرګ ژوبله پېښه کړه. د شمالي وزیرستان په میرعلي کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پاکستاني پوځ پر کاروان ورغلی و او ۱۳ پوځیان یې ووژل.

سرچینو ویلي، دغه برید کې ۱۰ نور سرتیري ټپیان شوي هم وو.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په یوه بیان کې د اتو امنیتي کسانو د وژل کېدو پخلی کړی و. په بیان کې دا هم ویل شوي چې "امنیتي ځواکونو په هېواد کې د سولې د ټینګښت او د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره بې سارې قربانۍ ورکړې دي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د ملت هوډ او مورال نور هم لوړوي."

د برید مسولیت د پاکستاني طالبانو غورځنګ یوې څانګې منلی و.

د ترسره شويو څېړنو له مخې په تېرو څلورو کلونو کې پاکستان کې نه یوازې وسله وال بریدونه ډېر شوي، ورسره وسله والو په خپلو بریدونو کې تګلاره او تاکتیکونه هم بدل کړي دي.

په دغه موده کې د لوی شمېر بريدونو مسولیت د تحريک طالبان پاکستان او د ځينو پړه بيا د داعش وسله والې ډلې منلې.

تر ډېره بریدونه په پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

د پاکستان حکومت ډېره کله د نا امنیو له کبله د پړې ګوته خپلو ګاونډیانو هند او افغانستان ته نیولې ده. افغانستان کې د طالبانو حکومت تل دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پاکستان دې د تورونو پر ځای خپل کورني امنیت ته پام وکړي.

هند هم د پاکستان ورته تورونه رد کړي دي.