په سوریه کې د اسد حکومت له نسکورېدو وروسته لومړنۍ ټولټاکنې کېږي

په سوریه کې د بشارالاسد حکومت له نسکورېدو وروسته لومړی ځل پارلماني ټاکنې کېږي. ولسي جرګې لپاره چې د انتقالي دورې په ترڅ کې قوانین چمتو کوي، مستقیمې رایې نه ورکول کېږي، بلکې د ۲۱۰ څوکیو له درېیو دوو برخو ته به د (ټاکنیزو کالجونو) له لارې استازي وټاکل شي او لنډمهاله ولسمشر احمد الشرع به پاتې غړي ټاکي.

د یادونې ده، چې له ۱۳ کلنې کورنۍ جګړې وروسته د ښاغلي الشرع ځواکونو لس میاشتې مخکې د بشار الاسد حکومت ړنګ کړ، چې له اوږدې مودې راهیسې یې پر سوریې حکومت کاوه.

چارواکي وايي، د کردانو تر کنټرول لاندې دوو ولایتونو کې یې د امنیتي ملحوظاتو له کبله او په یوه درېیم هغه ولایت کې یې هم ټاکنې ځنډولې، چې د حکومتي ځواکونو او دروز ملېشې وسله والو تر منځ خونړۍ نښتې پکې شوې وې.

د جولای میاشتې هغه نښتې د اسد حکومت له منځته تلو وروسته په سوریې کې د فرقه ییز تاوتریخوالي وروستۍ نښې وې.

تېره اونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې چې په تېرو ۶۰ کلونو کې د سوریې ولسمشر لومړنۍ وینا وه، ښاغلي الشرع وویل، ''هر هغه کس به له عدالت سره مخامخ شي، چې په وینه تویونه کې یې لاس لرلی او هغه کسان به هم د قانون منګولو ته وسپارل شي، چې د اسد حکومت پر مهال یې ظلمونه کړي. نوموړي زیاته کړه، سوریه د داسې ادارو او قوانینو له لارې، چې له تبعیض پرته پکې د ټولو وګړو حقونه خوندي وي، بېرته ځان رغوي.''

د یکشنبې د ټاکنو څارنه د سوریې د خلکو جرګې د ټاکنو عالي کمېټې لخوا کېږي، چې ۱۱ غړي یې ولسمشر په جون میاشت کې ټاکلي دي.

په ۶۰ انتخاباتي حوزو کې هره ځانګړې شوې چوکۍ د ۲۰۱۰ کال د سرشمېرنې پر بنسټ وېشل شوې، له هماغه کال وروسته دغه هېواد د یوې خونړۍ کورنۍ جګړې ښکار شو، چې له ۶۰۰ زره زیات خلک پکې ‌ ووژل شول او شاوخوا ۱۲ میلیونه نور‌یې بې‌ځایه کړل.

په دریو ولایتونو الرقه، حسکه او سوېیده کې د ټاکنو ځنډېدلو معانا دا ده، چې له ۶۰ ولسوالیو به د ۵۰ انتخاباتي کالجونه د شاوخوا ۱۲۰ چوکیو لپاره استازي ټاکي.

ټاکنو کې له ۱۵۰۰ څخه ډېر نوماندان برخه لري، چې باید د انتخاباتي کالج غړيتوب هم ولري. د "پخواني رژيم یا ترهګريزو سازمانونو" پلویان له غړيتوبه منع شوي دي، دغه راز هغه کسان هم نه شي کولای ټاکنو کې برخه واخلي چې د "بېلتون، وېش، یا بهرني لاسوهنې" ملاتړ کوي.

د انتخاباتي کالجونو لږ تر لږه ۲۰ سلنه باید ښځې وي، خو د ښځینه وکیلانو یا د هېواد د ګڼ‌شمېر قومي او مذهبي لږکیو لپاره کومې ځانګړې ونډې په پام کې نه دي نیول شوې.

ولسمشر به له انتخاباتي کالجونو بهر د ۷۰ چوکیو لپاره استازي ټاکي.

تېره میاشت ۱۴ سوریایي مدني ټولنو اندېښنه څرګنده کړه چې دا پرېکړه به ولسمشر ته دا توان ورکړي چې د پارلمان پر جوړښت مستقیم اغېز ولري.