احمد الشرع: "د ښځو پر تعلیم باور لرو، سوریې ته د افغانستان بڼه نه ورکوو"

    • Author, جیرمي بوین
    • دنده, د بي بي سي نړیوالو خبرونو مدیر
    • رپوټ له:, دمشق - سوریه

احمد الشرع چې اوسمهال عملاً د سوریې واکمن دی وايي، هېواد یې جګړې ویجاړ کړی او په خبره یې سوریه د ګاونډیو هېوادونو او لوېدیځوالو لپاره ګواښ نه دی.

احمد الشرع له بي بي سي سره په دمشق کې ځانګړې مرکه کې ویلي، چې پر سوریې لګېدلي بندیزونه باید لېرې شي.

الشرع د هغو بریدونو مشري کوله، چې پایله کې یې د بشار الاسد رژیم ونړېد.

دی د هیئت تحریر الشام (ایچ ټي اېس) مشر دی، چې د یاغیانو ټلوالې تر ټولو ستره ډله ده.

نوموړی له دې مخکې د جګړې مهال تخلص ابو محمد الجولاني په نامه مشهور و.

هغه وویل، اېچ ټي اېس باید د ترهګرو ډلو له لیسته وایستل شي. د یادونې ده، چې دا ډله د ملګرو ملتونو، امریکا، اروپايي ټولنې او بریتانیا لخوا په دې لیست کې شامله شوې، چې په ۲۰۱۶ کال کې یې له القاعده سره پرېکون اعلان وکړ.

الشرع وايي، ایچ ټي اېس یوه ترهګره ډله نه وه. دی زیاتوي، دوی پر ملکي خلکو او د ملکي خلکو د اوسېدو پر سیمو بریدونه نه دي کړی. دغه ډله اصلاً ځان د اسد رژیم د جرمونو قرباني بولي. احمد الشرع وايي، له قربانیانو سره باید له ظالم سره ورته چلن و نه شي.

الشرع: سوریې ته د افغانستان بڼه نه ورکوو

احمد الشرع هغه ګنګوسي رد کړې، چې ګواکې دوی غواړي سوریې ته د افغانستان بڼه ورکړي.

نوموړی وايي، هېوادونه له یوه بل سره ډېر توپیر لري او هر هېواد خپل ځانګړی دود-دستور لري.

احمد الشرع زیاتوي: "د افغانستان ټولنه قبیلوي ده. په سوریه کې ذهنیت جلا دی. موږ د ښځو پر تعلیم باور لرو."

دی د سوریې شمال لویدیځ ایالت اېدلېب ته په اشارې چې د هیت تحریر الشام ډلې تر ولکې لاندې سیمه وه وايي:

"موږ له تېرو اتو کلونو اېدلېب کې پوهنتونونه لرو، او په محصلینو کې د نجونو زده کوونکو شمېر ۶۰ سلنه دی. "

د مرکې پر مهال خبریال الشرع وپوښت چې ایا د شرابو څښلو ته به اجازه وي، ده ځواب کې وویل: "داسې ډېر څیزونه دي چې زه یې په اړه د خبرو او پرېکړې حق نه لرم ځکه هغه قانوني مسایل دي."

"موږ به د قانون پوهانو یوه کمېټه ټاکو چې د اساسي قانون پر طرحې کار وکړي. هر واکمن یا ولسمشر باید قوانین پلي کړي."

الشرع د دې ټولې مرکې په ترڅ کې په ملکي کالیو کې ارام معلومېد او هغو ټولو کسانو ته یې د ډاډ ورکولو هڅه کوله، چې فکر کوي ده له خپلې سخت دریځي تېر سره پرېکون نه دی کړی.

په سوریه کې ګڼ شمېر خلک پر ده باوري نه دي.

په راتلونکو څو میاشتو کې به د سوریې د دې نویو واکمنو کړنې وښيي، چې دوی څه ډول سوریه غواړي او څنګه پرې واکمني کول غواړي.