تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا او عراق د ایتلافي ځواکونو د وتلو پلان په تړاو "هوکړې ته رسېدلي"
رپوټونه وايي، له عراق څخه د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو د وتلو پر پلان امريکا او عراق "هوکړې ته رسېدلي" دي.
رویټرز خبري اژانس د یو شمېر سرچینو پر بنسټ، چې له دې موضوع خبر دي لیکلي، د یاد پلان په تړاو په عمومي ډول هوکړه شوې، خو د دواړو هېوادونو د پلازمېنو وروستي تائید او د دغو ځواکونو د وتلو د نېټې اعلان موضوع لا پاتې ده.
د یادو سرچينو پربنسټ، چې پنځه امريکايي چارواکي، د ايتلاف د غړو هېوادونو دوه چارواکي او درې عراقي چارواکي په کې شامل دي، په پام کې ده، چې سل ایتلافي سرتېري د ٢٠۲٥ کال تر سپټمبر پورې له عراقه ووځي او پاتې نور ځواکونه به د ۲۰۲۶ کال تر پايه دغه هېواد پرېږدي.
ویل کېږي، دا هوکړه د بغداد او واشنګټن ترمنځ له شپږو میاشتو خبرو اترو وروسته شوې. یوه جګپوړي امریکايي چارواکي په دې هکله ویلي: "موږ یوې موافقې ته رسېدلي یو او اوس یوازینۍ پوښتنه دا ده چې کله یې باید اعلان کړو؟."
متحده ایالات او عراق دواړه اوس په دې لټه کې دي چې یوه "نوې مشورتي" اړیکه رامنځته کړي. د یادې اړیکې په پایله کې کېدای شي د ځواکونو له وتلو وروسته ځینې امریکایي سرتېري په عراق کې پاتې شي.
ټاکل شوې وه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دا هوکړه څو اونۍ وړاندې اعلان شوې وای، خو په غزه کې د اسرائیلو د جګړې په تړاو د سیمه ییزو حالاتو د ترینګلتیا او همدارنګه د ځینو پاتې جزئیاتو د حل په موخه وځنډول شوه.
د عراق د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار فرهاد علاالدین ویلي، چې د ایتلافي ځواکونو د کمولو په تړاو له واشنګټن سره تخنیکي خبرې اترې پای ته رسېدلي دي. نوموړي زیاته کړه: "اوس موږ د عراق او د نړيوال ايتلاف د غړو ترمنځ اړيکې يوه نوي پړاو ته اړولو په حال کې يو، چې پوځي، امنيتي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې دوه اړخيزو اړيکو ته پاملرنه وکړو."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند او د دغه هېواد یوه دفاعي چارواکي بیا ویلي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د عراق لومړي وزیر محمد شیعه سوداني شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې په یوه ګډه اعلامیه کې تائید کړې وه، چې دوی به دا موضوع وارزوي، چې دغه ماموریت کله او څنګه پای ته رسوي او څنګه د دوه اړخیز امنیتي مشارکت په لور روان شي.
دا خبرې د عراق د لومړي وزیر له خوا هغه مهال پیل شوې، چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې په عراق کې د امریکا پر پوځي اډو د ایران په ملاتړ د عراق وسله والو ډلو له خوا پراخ بریدونه وشول.
د یاد پلان له مخې به د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې ټول ایتلافي ځواکونه د الانبار غربي ولایت له عین الاسد هوايي اډې څخه ووځي او په بغداد کې به د دوی شتون د پام وړ کم شي. تمه ده، چې نور ایتلافي ځواکونه به د ۲۰۲۶ کال تر پایه پورې د عراق په کردستان کې پاتې شي، چې په سوریه کې د داعش پر ضد په روانو عملیاتو کې مرسته وکړي.
متحده ایالات په عراق کې شاوخوا ۲۵۰۰ سرتېري او په سوریه کې ۹۰۰ سرتېري لري، چې دا په ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) پر وړاندې د مبارزې لپاره د جوړ شوي ایتلاف یوه برخه ده.
داعش ډلې مخکې د عراق او سوریې پر دریمه برخه خاوره کنټرول درلود، خو په ۲۰۱۷ کال کې په عراق او په ۲۰۱۹ کال کې په سوریه کې ماته شوه.
امریکا په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق له برید وروسته د صدام حسین رژیم نسکور کړ او په ۲۰۱۱ کال کې له دغه هېواده ووتله.
خو په ۲۰۱۴ کال کې د ایتلافي ځواکونو په مشرۍ یو ځل بیا یاد هېواد ته راستنه شوه، چې د داعش پر ضد جګړه وکړي. د جرمني، فرانسې، اسپانيا او ايټاليا په ګډون نورو هېوادونو هم یاد ایتلاف ته سلګونه سرتېري لېږلي دي.