طالبانو په ۲۸ ولایتونو کې د کوکنارو کروندې اړولې دي

    • Author, سید انور
    • دنده, بي‌بي‌سي

د طالبانو د حکومت لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي، چې له بندیز سره سره، سږکال د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې خلکو کوکنار کرلي دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یې توکو پر وړاندي د مبارزې ادارې له خوا پر ایکس یا پخواني ټویټر پاڼه خپاره شوي راپورونه ښيي، چې په تېره نژدې یوه میاشت کې یې په دغو ولایتونو کې له څوارلس-زره جریبه ډېره ځمکه د کوکنارو کرل شوې کروندې اړولې دي.

په یو شمېر سوېلي ولایتونو کې کروندګرو بي‌بي‌سي ته ویلي، د کوکنارو د ماتولو پر مهال د طالبانو د امنیتي کسانو چلن ورسره سخت و او په وینا یې، یو شمېر کسان یې په همدې تړاو بندیان کړي هم دي.

په شمالي ولایت، بدخشان، کې خو څو اونۍ وړاندې د کوکنارو د اړولو پر سر تاوتریخوالي کې مرګژوبله هم واوښته چې له امله یې د طالبانو د حکومت پر ضد کمسارې مظاهرې هم وشوې.

د بدخشان ولایت په څو ولسوالیو کې د کوکنارو د کروندو له منځه وړل پراخ اعتراضونه له ځان سره درلودل، ځکه خلک تور پورې کوي، چې طالبان وروسره تاوتریخجن چلن کړی دی.

د طالبانو حکومت د کوکنارو پر کښت بشپړ بندیز د خپلې مهمې لاسته راوړنې په توګه یادوي.

د طالبانو د حکومت د لومړي وزير مرستيال عبدالسلام حنفي بدخشان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې چې د کوکنارو د کروندو له منځه وړل د پراخو اعتراضونو سره مل وو، ځايي خلک یې پر غوږ ووهل چې د دوى حکومت د کوکنارو د کښت او د نشه يي توکو د کاروبار د له منځه وړلو برخه کې جدي او د خپل مشر د پرېکړي پلي کولو ته ژمن دي.

نوموړي وويل "اسلامي امارت په ټينګه پرېکړه وکړه چې نور د ټولو مخدره توکو کښت، کرڼه، سوداګري او استعمال په افغانستان کې منع دی. هغه که ترياک وي يا شيشه وي يا کيمياوي مواد، دا هغه څه دي چې د اسلامي امارت له خوا د يوې تګلارې په ډول پرې تصميم نيول شوی او هېڅوک دې پرې شک نه لري."

ښاغلي حنفي له خلکو وغوښتل چې په دې برخه کې "صادقانه همکاري وکړي".

'د کوکنارو کښت مو صفر ته راټیټ کړی'

د طالب چارواکو هغه ادعا برعکس چې وايې په ټول افغانستان کې یې د کوکنارو کښت له منځه وړی دی، ددغه بوټي کښت یوازې تر بدخشان پورې محدود نه، بلکې نوملړ یې ډېر اوږد دی.

د طالبانو د حکومت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې زموږ د پرله پسې هڅو سره سره دې ته حاضر نه شول، دا پوښتنه ځواب کړې، چې سږکال د کوکنارو د نه کرلو له پرېکړي نه ولې خلکو سړغړونه کړې ده؟

خو هغه څه چې دغه ادارې د ایکس ټولنيزې شبکې په رسمي پاڼه يا پخواني ټويټر تېره یوه میاشت کې خپاره شوي ښيي چې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې خلکو کوکنار کرلي دي.

د افغانستان په شمال کې بدخشان، کندز، بغلان، بلخ، فاریاب، سمنګان، سرپل او جوزجان هغه ولایتونه دي چې په تېره یوه میاشت کې په پرله پسې ډول د طالبانو د حکومت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارې له‌خوا د سلګونه جرېبه کوکنارو د اړولو راپورونه ورکړل شوي دي.

په دغو ولايتونو کې کروندګر د کوکنارو د فصلونو د ويجاړولو پر مهال د وسله والو طالبانو له سخت چلند څخه شکايت کړی ، خو ظاهراً څوک په دې اړه خبرو ته چمتو نه دي.

د افغانستان سوېل ، چې د کوکنارو د کرکېلې اصلي مرکز بلل کېږي، وضعیت څه ډول دی؟

د افغانستان په سوېلي هلمند ولایت کې د طالبانو د حکومت ځايي چارواکو د وټسپ ګروپونو له لارې خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې په ټولو سیمو کې د کوکنارو فصلونه او نوې کروندې باید له منځه یو وړل شي.

په یو غږیز پیام کې، چې ددغو ګروپونو له لارې خپور شوی یو طالب چارواکی ګواښ کوي " ناغېړي کوونکي ته به سزا ورکول شي."

ددې امر سره هم‌مهاله د افغانستان سوېلي هلمند کې ځايي چارواکو ددغه ولایت سنګین ولسوالۍ کې د شرافت په نوم د نشه‌یي توکو د پېر او پلور یو ستر بازار هم ټړلی او ددغه بازار کاروباریانو ته ویل شوي، چې د خپل مشر په شفاهي امر دا کړنه ترسره کېږي.

د کابل په ګډون ۲۸ ولایتونو کې د کوکنارو کښت

د افغانستان په سوېل کې کندهار، روزګان، نیمروز او هلمند، په ختیځ کې ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان په لوېدیځ کې هرات، فراه، بادغیس او غور ، په مرکزي سیمو کې غزني، بامیان او دایکندي، پلازمېنې کابل ته څېرمه پروان، کاپیسا او پنجشیر، د کابل سروبي ولسوالي، سوېل ختیځ کې خوست د طالبانو د حکومت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارې په نوملړ کې ځای لري، چې تېره یوه میاشت کې د کوکنارو سلګونه جریبه کروندې په کې ویجاړې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د شمېرو له مخې، په تېره يوه مياشت کې په ټوليز ډول په ٢٨ ولايتونو کې له ١٤ زره جرېبه ډېر د کوکنارو کروندې له منځه وړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.

په دغه راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې، په ټول افغانستان کې، د کوکنارو د کښت کچه ١٠ زره او ٨٠٠ هکتار ځمکې ته رسېږي، په داسې حال کې چې دا شمېر تېر کال له ٢٣٢ زره هکتارو ډېر و، خو دا لا مالومه نه ده چې سږکال د کوکنارو د کښټ ټولیزه کچه څومره ده.

داسې برېښي چې سږ کال د بې وزلۍ او بېکارۍ د زياتوالى له امله، بزګرانو د کوکنارو پر کښت د بندیز پرېکړه له پامه غورځولې او د طالبانو د حکومت له خوا د محاکمې او مجازاتو له مخکېدو سره سره يې د کوکنارو په کرکيله پيل کړى دى.

د افغانستان په سوېل کې یو کروندګر ، چي نه غواړي نوم یې خپور شي بي‌بي‌سي ته وویل اوسمهال د کوکنارو بدیل کښتونه افغانستان کې نشته او نه هم کوم بل محصول یې ځای نیولای شي.

"پروسږکال مو د کوکنارو پر ځای بدیل کښتونو ته مخه کړه او تمه دا وه، چې له هغه به ګټه ترلاسه کړو ، خو د هر پیداوار لکه پنبه، ځیره او نورو هغو بیې کورنیو بازارونو کې ولوېدې ځکه محصولات زیات او رانیوونکي او صادارات يې لږ وو، ځکه نو سږکال خلکو بیا ځل کوکنارو کښت ته مخه کړې او دا ټول له مجبورۍ کېږي."

خو د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت ادعا کوي چې په تېرو دوو کلونو کې هغو ځمکوالو ته چې د کوکنارو له کرلو یې مخ ګرځولی د بديل معيشت زمينه برابره کړې. د دغه وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین وايي، دوی د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت پنځه کلنه تګلاره لري.

"په تېرو دوو کلونو کې د مرستندویه بنسټونو او د کرنې وزارت د پراختیايي بودیجې په مرسته د افغانستان نژدې یو میلیون او درې سوه زره بزګران د بدیل معیشت د پروګرامونو نه برخمن شوي دي."

د اوبو لګولو د کانالونو جوړول، د ځمکو هوارول، د کورنیو باغچو جوړول، د اصلاح شویو تخمونو او سرې وېشل، د بڼوالۍ د وسایلو وېش، مالدارانو ته د وښو وېش او د چرګانو د کوچنیو فارمونو جوړول د یادو پروګرامونو څخه دي، چې ښاغلی مستعین یې د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت په توګه یادوي.

خو د کرنې کارپوهان وايي، د کوکنارو د کښت ګټي او عایداتو په کتو سره، د دا ډول پروګرامونو پلي کول د ځمکوالو او بزګرانو ته د کوکنارو د کښت بدیل نشي کېدای. د کارپوهانو په اند، د یوې بدیلې لارې له برابرېدو پرته، چې کروندګرو ته د کوکنارو د عایداتو تشه ډکه کړي دا به ستونزمنه وي چې د کوکنارو کښت په بشپړه توګه مخ ونیول شي.

خو ایا د طالبانو ځپونکي تګلاره او د سختو مجازاتو پلي کول به په بشپړه توګه د کوکنارو د کرکېلې مخه ونیسي؟ دا هغه پوښتنه ده چې ځواب یې تر اوسه روښانه نه دی.