تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"افغانستان کې د کوکنارو پر کرکېله بندیز ښايي د میتامفتامین تولید چټک کړي"
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د کوکنارو پر کرکېله بندیز ښايي د میتامفتامین صنعتي نشهيي توکو تولید لا چټک کړي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، افغانستان لا هم په نړۍ کې د هیرویینو او ميتامفیتامین یو تر ټولو ستر تولیدوونکی دی چې ډېری یې بهر ته قاچاق کېږي هم او شاوخوا درې نیم مېلیونه وګړي يې په نشهيي توکو روږدي هم دي.
په افغانستان کې د تریاکو په تولید کې له کلونو ډېرېدونکې لړۍ وروسته اسنادو او شواهدو وښودله چې سږ کال به د طالبانو لخوا د نشهيي توکو پر کرکېله بندیز دا لړۍ چټکه مخ پر ځوړ کړي.
خو د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ادارې یا يو ان او ډي سي تازه راپور وايي داسې نښې لیدل کېږي چې د نشهيي توکو دغه بازار بدلېدونکی دی.
د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، د افغانستان حالت داسې دی چې پر کوکنارو بندیز ښايي د دې لامل شي چې قاچاق وړونکی هڅه وکړي چې د مېتامفيتامین صنعتي نشهيي توکو تولید ډېر کړي.
دغه ډول نشهيي توکي له هغه بوټي وځي چې په دې سیمه کې ډېر کېږي، که څه هم د ملګرو ملتونو چارواکي وايي چې دا له کيمايي توکو هم جوړېدی شي چې اوس هڅه کوي د قاچاق او تولید پر څرنګوالي يې ځان پوهول غواړي.
دوی وايي له هغې وروسته به چارواکو ته خبر ورکوي تر څو اقدام وکړي.
هغه چارواکي چې وار له مخه يې د کوکنارو پر کرکیله په جدي ډول خپل بندیز عملي کړی.
که څه هم ملګري ملتونه وايي چې د دغه بندیز د عملي کېدو ګټې به په نړیواله کچه حس شي خو په افغانستان کې کروندګرو ته به ځکه په درنه بیه تمام شي چې د عاید تر لاسه کولو بدیل نه لري.
د ملګرو ملتونو تازه راپور وايي چې په ټوله نړۍ کې د کوکایین عرضه او تقاضا هم ډېره شوې او د افغانستان په ګډون نورو بازارونو کې هم د میتامفیتامین په څېر د صنعتي نشهيي توکو بازارونه پراخ شوي.
افغانستان چې وار له مخه د غیرقانوني نشهيي توکو اتیا سلنه پکې تولیدېږي اوس پکې د میتامفیتامین د تولید کچه هم د دغه هېواد د نشهيي توکو د اقتصاد د بدلون ښودنه کوي.
افغانستان وار له مخه د شاوخوا درې نیم مېلیونه روږدو کسانو کوربه هم دی. په دغه هېواد کې د نشهيي توکو کړکېچ په پلازمېنه کابل کې د روږدو د درملنې له هغه زر بستریز مرکزه هم جوت دی چې ورځ تر بلې يې حالت خراب شوی.
خواړه پکې کم او د خوارځواکۍ نښې پکې ښکاره دي او د درملتون المارۍ یې هم له درملو تشې دي.
دلته درملل کېدونکي روږدي کسان له یوه ۴۵ ورځني پروګرام وروسته ارزول کېږي چې یو تن یې وايي هلته شپږ میاشتې اوسېدلی په داسې حال کې چې ماشومان يې هېڅوک نه لري چې خواړه ورته ومومي.