تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"طالبان له نشه يي توکو ډېرې پیسې ترلاسه کوي، موږ به یې مخه نیسو"
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، وسله وال طالبان د نشه يي توکو له قاچاقه ډېرې زياتې پیسې ترلاسه کوي، چې په وینا یې له افغان ځواکونو سره په ګډه به د بهرنیو ځواکونو پرېکنده ماموریت د بریدونو له لارې د دوی د دې کار مخه ونیسي.
جنرال جان نېکولسن وویل، هڅه یې دا ده چې د وسله والو طالبانو د نشه يي توکو د قاچاق مخه ونیسي، ځکه چې همدا کار د دوی د مالي سرچینو ډېرېدو او د جګړې د اور ګرم ساتلو لامل ګرځي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په سوېلي هلمند ولایت کې یې د نړیوالو ځواکونو په همکارۍ د نشه يي توکو د تولید اته مرکزونه له منځه وړي دي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا مهال د هلمند په سنګین، موسی کلا، کجکي او نوزاد کې د نشه يي توکو د تولید د مرکزونو له منځه وړلو عملیات دوام لري.
د ارګ خبرپاڼه زیاتوي "د افغانستان حکومت په ډاګه کوي چې اوسنۍ جګړه د نشه يي توکو جګړه ده او د تمویل اصلي سرچینه یې طالبان او نورې ترهګرې ډلې دي چې په مټ یې خپل فعالیتونه مخته وړي."
څو ورځې وړاندې، ملګروملتونو او افغان چارواکو وویل، افغانستان کې د نشه یې موادو تولید او کروندې دواړو کچه دوه برابره ډېره شوې.
د ملګرو ملتونو هغه اداره چې له نشه یې موادو سره مبارزه کوي له افغان چارواکو سره یې شریک معلومات ښيي، چې ۲۰۱۷ کال کې د نشه یي توکو تولید ۸۷ سلنه او کښت یې ۶۳ سلنه لوړ شوي دي.
څېړنه کې له هلمند وروسته کندهار، بادغیس، فاریاب،ارزګان، ننګرهار، فراه، بلخ، نیمروز او بدخشان افغانستان کې هغه ولایتونه بلل شوي، چې ډېر نشه يي مواد تولیدوي.
افغانستان کې له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر مارک کوهلن وایي، هلمند سږ کال هم د کوکنارو په کښت او تولید کې لومړی ځای لري:
"په ۲۰۱۷ کال ټول هېواد کې پر ۳۲۸ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي، دا کښت د تېر ۲۰۱۶ کال پرتله ۶۳ په سلو کې ډېروالی ښيي، دا لوړوالی نوې خبره ده، په ټولیز ډول په ټولو هغو ولایتونو کې د کوکنارو کښت ډېر شوی چې دغه کښت په کې کېږي، د کښت د لوړې شوې شمېرې نژدې نیمایي برخه کوکنار هلمند کې کرل شوي یعنې دغه ولایت کې د تېر کال پرتله ۶۳ زره او ۷ سوه هکتاره کښت اضافه شوی دی."
د نشه یي توکو تولید او کرکیله په داسې حال کې لوړې کچې ته رسېدلې چې د دغې پدیدې پر وړاندې د مبارزې افغان پولیس وایي، دوی کرار نه دي ناست او په همدې کال کې يې د نشه یي توکو شاوخوا ۲۶۰۰ قاچاق کوونکي نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالخلیل بختیاري وايي:
"زموږ پولیسو سږ ۲۳۴۳ عملیات کړي چې پکې یې د نشه يی توکو ۲۶۴۷ قاچاق کونکي نیولي دي. په دوی کې ۸ تنه د لوړې کچې قاچاق کونکي شامل دي او دا د هغو ۱۰ کسانو له ډلې دي چې زموږ په تول لست کې دي. هیله ده د کال تر پایه دوه نور یې هم ونیول شي"
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېر یوه کال کې دوی شاوخوا ۲۵۰۰ ټنه نشه يي توکي کشف او ضبط کړي دي. خو د ملګرو ملتونو مخدره توکو سره د مبارزې دفتر او د افغانستان د مخدره توکو سره د مبارزې وزارت یوه ګډه څېړنه ښيي، په هغو ولایتونو کې چې کوکنار کرل کېږي، له ۲۰ ولایتونو ۲۴ ولایتونو ته لوړ شوي.
د دې څېړنې په بنسټ د افغانستان شمال لور ته جوزجان او بلخ کې د کوکنارو کرکيله او تولید ډېر شوی او اوس یوازې بامیان له کوکنارو پاک پاتې دی.
د شمېرو له مخې افغانستان کې سږ د کوکنارو له تولیده یو اعشاریه دوو نه تر یو اعشاریه پينځو میلیارده ډالرو عاید ترلاسه شوی.
د نشه يی توکو د کرکيلې او تولید په برخه کې د زیاتوالي اندېښنه دا ده چې ویل کېږي وسله وال مخالفین پکې لاس لري او کولی شي له دې لارې د جګړې په زیاتولو کې ګټه پورته کړي.