بووین:‌ د سنوار وژل کېدل حماس ته سخته ضربه ده، خو جګړه ورسره پای نه مومي

    • Author, جېرمي بووېن
    • دنده, د بي‌بي‌سي د نړیوال سرویس اېډیټر

د یحیی سنوار وژل تر دې دمه غزه کې د حماس پر وړاندې روانه جګړه کې د اسرائیلو تر ټولو لویه بریا ده.

د هغه مړینه حماس لپاره سخت ګوزار دی. هغه غورځنګ چې نوموړي پر یوه داسې جنګي ځواک بدل کړ چې د اسرائیل دولت ته یې د خپل تاریخ کې تر ټولو ستره ماتې ورکړه.

سنوار د اسرائيل د ځانګړو ځواکونو په پلان شویو عملیاتو کې نه دی وژل شوی، بلکې د غزې په سویلي ښار رفح کې په تصادفي ډول له اسرائیلي ځواکونو سره نښته کې ښکېل شوی.

د پېښې ځای کې په یوه اخیستل شوی عکس کې ښکاري، چې سنوار پوځي جامې اغوستي او د یوه اسرائیلي ټانک په ډزو د نړېدلې ودانۍ په ویجاړیو کې مړ پروت دی.

د اسرائیل لومړي وزیر 'بنیامین نتنیاهو' د خپلو سرتېرو د ستایلو ترڅنګ ویلي، که څه هم دا لویه بریا ده خو جګړه ورسره پای نه مومي.

نوموړی وايي: "نن موږ یو ځل بیا وښوده چې له هغو کسانو سره څه کېږي، چې موږ ته زیان رسوي. نن مو یو ځل بیا نړۍ ته پر بدۍ د نیکۍ بریا ور وښوده. خو زما ګرانو، جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې. سخته ده او موږ ته ډېره ګرانه پرېوځي".

هغه زیاته کړه: "لا مو سترې ننګونې پر وړاندې پرتې دي. موږ زغم، یووالي، زړورتیا او استقامت ته اړتیا لرو. په ګډه به مبارزه کوو، او د خدای په مرسته - په ګډه به یې ګټوو."

نتنیاهو او ډېر نور اسرائیلیان چې په غزه کې د جګړې ملاتړ کوي، بریا ته اړتیا لري.

هغه څو څو ځله خپل جنګي اهداف تکرار کړي – لومړی د یوه پوځي او سیاسي ځواک په توګه د حماس له منځه وړل، دویم کور ته یرغمل شویو راستنول.

اوس د جګړې پر پیل له کال ډېره موده اوړي، لږترلږه ۴۲۰۰۰ فلسطینیان پکې وژل شوي او د غزې ډېره برخه ویجاړه شوې، خو له دغو دوو اهدافو یو هم نه دی ترلاسه شوی.

ګڼ شمېر یرغمل لا نه دي ازاد شوي او حماس هم جګړه کوي، چې وخت ناوخت اسرائيلي سرتېري پکې وژل کېږي.

د سنوار وژل هغه بریا ده چې اسرائیلو غوښته. خو تر هغې چې نتنیاهو د جګړې د نورو اهدافو د ترلاسه کېدو اعلان نه وي کړی، جګړه به لکه څنګه چې هغه وايي، دوام لري.

یحیی سنور په ۱۹۶۲ کال کې د غزې تراړې د سویل په رفح ښار کې د کډوالو په خان یونس کې پنډغالي کې زېږیدلی و. دی پنځه کلن و چې اسرائیلو دا ځای د ۱۹۶۷ کال د منځني ختیځ په جګړه کې له مصره ونیو.

په هغو څه باندې ۷۰۰ زره فلسطینیانو کې د هغه کورنۍ هم وه، چې د ۱۹۴۸ کال له جګړې وتښتېدل یا د اسرائيلي ځواکونو لخوا په زور له خپلو کورونو وشړل شول.‌ دا د اسرائيل د خپلواکۍ جګړه وه.‌

د هغه مور او پلار اصلآ د غزې شمالي پولې ته نږدې د هغه ښار دي چې اوس د اشکلون په نوم پېژندل کېږي او د اسرائیل د خاورې برخه ده.‌

نوموړی په ځوانۍ کې د اسرائیلو لخوا د خپلو څلورو فلسطیني مخبرانو په وژلو کې ګرم وپېژندل شو.

هغه د اسرائيل زندان کې د ۲۲ کلونو بند پر مهال عبراني ژبه زده کړه، خپل دښمن یې مطالعه کړ او باورمن و چې د هغوی پر وړاندې د جګړې لارې چارې یې موندلې دي.

زندان او بند په دې مانا دی، چې اسرائیل د هغه د غاښونو ریکارډ او د "ډي‌اېن‌اې" نمونه درلوده، او جسد یې ترې پېژندلی شو.

سنوار د هغو څه باندې ۱۰۰۰ تنه فلسطینی بندیانو له ډلې و، چې په ۲۰۱۱ کال کې د یوه یرغمل شوي اسرائیلي سرتېري "ګیلاد شالیت" بدل کې خوشې شول.

نوموړي‌ او کسانو یې د تېر کال د اکتوبر اوومه، د بریدونو په یوه ډېره دقیقه پلان شوې لړۍ کې اسرائیلو ته د خپل تاریخ تر ټولو بده ماته او داسې ډله‌ییز صدمه واړوله، چې لا تر اوسه په ژوره توګه احساسېږي.

د سلګونو کسانو وژل کېدو، یرغمل نیونې او د دښمنانو لخوا یې پر خوښۍ نمانځلو ډېرو اسرائیلیانو ته د نازیانو هولوکاسټ وریاد کړ.

ښايي د بندیانو په تبادله کې خپلې شخصي تجربې به سنوار د یرغمل نیولو پر ارزښت او ځواک قانع کړی وي.

په غزه کې د پاتې ۱۰۱ یرغملو کسانو، چې اسرائیل وايي چې ښايي نیمایي یې لا دمخه مړه شوي وي، کورنۍ تل ابیب کې په هغه میدان کې راټولې شوې چې له تېر یوه کال راهیسې پکې راټولېږي.‌

دوی یو ځل بیا د اسرائیل له حکومت وغوښتل چې کورونو ته د خپلو وګړو راستنولو لپاره نوې خبرې پیل کړي.

د "ماتان زنګاوکر" په نوم د یوه یرغمل شوي مور "ایناو زانګاوکر" له لومړي وزیر وغوښتل:

"نتانیاهو، یرغمل شوي کسان مه تر خاورو لاندې کوه. همدا اوس منځګړیو او عامو خلکو ته ولاړ شئ او د اسرائیل نوی نوښت وړاندې کړئ."

"که نتنیاهو دا شیبه ونه کاروي او همدا اوس د اسرائیلو د نوي نوښت لپاره راپورته نه شي - ان د جګړې د پای ته رسېدو په لګښت - دا به په دې مانا وي چې هغه د جګړې په اوږدولو سره د خپلې واکمنۍ د پیاوړي کولو په هڅو کې د یرغمل شویو د پرېښودلو پرېکړه کړې ده".

ډېر اسرائيلیان پر دې باور دي چې نتنیاهو غواړي په غزه کې جګړه اوږده کړي او په دې توګه په امنیتي ناکامیو کې د خپلې ونډې حساب ورکول او همدا راز د مالي فساد د جدي تورونو له کبله یې د محاکمې بیا پیلېدل په دایمي‌ توګه وځنډوي.‌

هغه دا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې غزه کې پر حماس د نوموړي په وینا "بشپړه بریا" د اسرائيل امنیت تضمینوي.

اسرائيل بي‌بي‌سي ته هم د نورو رسنیو په څېر د دوی له پوځ سره له څو نادرو او تر څار لاندې سفرونو پرته، اجازه نه ورکوي چې غزې ته ولاړه شي.

یو شمېر فلسطینیانو د سنوار د زېږېدو په ځای - د خان یونس کنډوالو کې، له باوري ځايي فریلانسرانو سره بي‌بي‌سي لپاره ترسره شوې مرکه د اوربند امکان رد کړی.

دوی وايي جګړه به روانه وي.

له دې ډلې ډاکتر رمضان فارس وايي، "دا جګړه په سنوار، هنیه، مشعل او یا بل کوم مشر او چارواکي پورې نه ده تړلې... څنګه چې موږ ټول پوهېږو او درک کوو، دا د فلسطینیانو پر وړاندې د نابودۍ جګړه ده. موضوع له سینوار یا له بل هر چا ډېره لویه ده."

عدنان عاشور وايي، چې یو شمېر خلک خواشیني دي او نور د سنوار په اړه بې تفاوته دي.

دی زیاتوي‌ "دوی [اسرائيل] یوازې په موږ پسې نه دي. ټول منځنی‌ختیځ غواړي. دوی په لبنان،‌ سوریه، یمن کې جګړه روانه کړې...‌ زموږ او یهودانو ترمنځ دا جګړه له ۱۹۱۹ کال، څه باندې ۱۰۰ کلونو راهیسې روانه ده."

له هغه وپوښتل شول چې ایا د سنوار مړینه به حماس اغیزمن کړي؟

نوموړي وویل: "هیله‌من یم داسې ونه شي، ان‌شاءالله. اجازه راکړئ تشریح یې کړم: حماس یوازې سنوار نه دی ... دا د خلکو داعیه ده."

په غزه کې جګړه روانه ده. د دې تراړې شمال کې په یوه تازه هوايي‌ برید کې ۲۵ فلسطینیان وژل شوي دي.

اسرائیل ویلي، د حماس د قوماندې مرکز یې په نښه کړی. خو د ځايي روغتون ډاکتران وايي، ډېر ټپيان چې دوی يې درملنه کړې، ملکي وګړي دي.

بلخوا له هوا د پراشوټونو په وسیله د مرستو غورځولو لړۍ تر هغې وروسته بېرته پیل شوې، چې امریکا وویل، اسرائیل باید د ډېرو خوراکي توکو او مرستو رسېدو ته اجازه ورکړي.

له ۱۹۹۰یمې لسیزې راهیسې د حماس هر مشر د اسرائیل لخوا وژل شوی، خو تل یې ځای بل کس نیولی.

اسرائیل به د سنوار وژل نمانځي، خو ګڼ یرغمل شوي کسان لا له حماس سره دي او جګړه هم کوي.