تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائیل وايي د حماس مشر 'یحیی سنوار' وژل شوی
د سنوار د مړینې د تایید په اړه د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کاتز، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپلو لسګونو همکارانو ته په یوه شخصي پیغام کې دا خبر استولی.
کاتز د پنجشنبې په ورځ وویل چې د غزې په جنوبي برخه کې د اسرائیلي ځواکونو په لاس د حماس د مشر یحیی سنوار وژل کېدل د تېر کال د اکتوبر د اوومې له برید وروسته په دې تړانګه کې د برمته شویو کسانو د خوشي کولو لپاره یو "فرصت" دی.
کاتز په یوه بیان کې وویل: "د سنوار له منځه وړل د یرغمل شویو سملاسي خلاصولو لپاره یو فرصت دی او په غزه کې د ژور بدلون لپاره لاره هواروي: له حماس او د ایران له کنټرول پرته."
بله خوا، د اسرائیلو ولسمشر اسحق هرتسوګ هم ویلي چې غزه کې د برمته شویو د خوشي کولو لپاره باید چټک ګام واخیستل شي.
نوموړي ویلي، یحیی سنوار د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې د بریدونو اصلي طراح و.
نوموړي پر ټوېټر "په غزه تړانګه کې د برمته شویو د خلاصون او ستنولو لپاره په هره ممکنه لاره چې وي" د ګام اخیستو غوښتنه کړې ده.
مخکې د اسرائیلو پوځ ویلي وو په غزه تړانګه کې د اسرائیلو پوځ عملیاتو په ترڅ کې درې "تخریبوونکي" وژل شوي، چې احتمالا د حماس مشر یحیی سنوار هم پکې دی.
حماس لا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
په ګډه اعلامیه کې راغلي: "په هغه ودانۍ کې چې تخریبوونکي په کې وژل شوي، په سیمه کې د تښتوونکو د شتون نښې نه شته، د اسرائیل پوځ د اړینو احتیاطي تدابیرو په رڼا کې سیمه کې کار کوي."
یحیی سنوار څوک دی؟
یحیی سنوار د اګست په میاشت کې په تهران کې د خپل مخکیني اسمعیل هنیه له وژل کېدو وروسته د حماس عمومي مشر وټاکل شو.
هغه پخوا د غزې په تړانګه کې د دې ډلې د مشر په توګه دنده ترسره کوله. دی له ۲۰۱۷ راهیسې په دې دنده و.
سنوار اوس مهال د اسرائیلو تر ټولو مطلوب لېست کې لومړی ځای لري.
د اسرائيلو امنیتي ادارې وايي، سنوار چې په "ابو ابراهیم" مشهور دی، د اسرائیلو پر سوېل د حماس د تېر کال اکتوبر اومې بریدونو له اصلي طراحانو ګڼل کېږي چې اسرائیلو له ډېرې مودې راهیسې د هغه د موندلو او وژلو ژمنه کړې وه.
یحیی سنوار په ۱۹۶۲ کال کې د غزې په جنوبي برخه کې د خان یونس د کډوالو په کمپ کې زېږېدلی دی.
د ۱۹۸۹ لسیزې په وروستیو کې، سنوار د "مجد" په نوم د حماس امنیتي خدمت تاسیس کړ، چې د نورو شیانو تر څنګ یې له اسرائیلو سره فلسطیني همکاران هدف ګرځول.
هغه د خپل ژوند ډېره برخه د اسرائیلو په زندان کې تېره کړې - او په ۱۹۸۸ کې له درېیم ځل نیول کېدو وروسته هغه څلور ځله په عمري بند محکوم شو.
سنوار د هغو ۱۰۲۷ فلسطیني او اسرائیلي عرب بندیانو له ډلې و چې په ۲۰۱۱ کې د اسرائیلو لخوا د ګیلاد شالیت په بدل کې خوشي شول. اسرائیلی عسکر ګیلاد شالیت د حماس لخوا په غزه کې له پنځو کلونو راهیسې بندي و.
وړاندې، اسرائیلو د غزې شمال کې پر یوه ښوونځي بمبار کړی چې لس تنه پکې وژل شوي.
رویټرز خبري اژانس ویلي، اسرائیلو دغه نننی برید د غزې تړانګې شمال جبالیا کې کړی دی.
بله خوا، غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت وايي، په تېره یوه ورځ کې اسرائیلو غزه کې ۲۹ تنه وژلي او ۹۳ نور یې ټپیان کړي دي.
د ۲۰۲۳ کال اکتوبر پر اومه پر اسرائیلو د حماس د پراخ برید او بیا پر غزه د اسرائیلو بریدونو له پیلېدا راهیسې د اسرائیلو به بریدونو کې تر اوسه ۴۲،۴۳۸ فلسطینیان وژل شوي او ۹۹،۲۴۶ نور ټپیان شوي دي.