ملګري‌ ملتونه: اسرائيل په غزه کې نسل‌وژنه کړې ده

د ملګرو ملتونو د څېړنو کمیسون وايي چې اسرائيل په غزه کې نسل‌وژنه کړې ده.

دغه کمسیون دا خبره په خپل یوه نوي رپوټ کې کړې او ویلي یې دي چې داسې "معقول دلایل" یې موندلي چې پر بنسټ یې دا کمیسون دې پایلې ته رسېدلی چې اسرائيلو له ۲۰۲۳ کال راهیسې له حماس سره په جګړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې له پنځو څلور هغه عملونه ترسره کړي چې د نړیوالو قوانینو له مخې نسل‌وژنه حسابېږي.

د ملګرو ملتونو د څېړنو کمیسون دا څلور عملونه په دې توګه یاد کړي دي:

  • د یوې ځانګړې ډلې غړي‌ وژل
  • هغوی ته بدني او رواني زیان رسول
  • په قصدي ډول داسې شرايط برابرول چې دا ډله خلک پکې له منځه یووړل شي
  • او د زېږون مخنیوی کول

د ملګرو ملتونو د څېړنو کمیسون د دې لپاره د اسرائيلي مشرانو څرګندونې او د هغوی د ځواکونو له لوري له فلسطینیانو سره د شوي چلند نمونې د نسل وژنې د ارادې او ثبوت په توګه وړاندې کړې دي.

خو اسرائيل بیا دا رپوټ رد کړی دی.

د اسرائيل د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ملګرو ملتونو دا رپوټ په کلکه ردوي او دا یې "تحریف شوی او ناسم" بللی دی.

یوه ویاند یې د دغه کمیسون درې کارپوهان تورن کړي چې ګواکې د "حماس لاسپوڅي" دي، معلومات یې "په بشپړ ډول د حماس پر دروغو ولاړ دي او نورو پسې تکرار کړي دي."

"غزه په اور کې سوځي"

بلخوا له غزې رپوټونه وايي چې تېره شپه اسرائيل پر دغه ښار سخت بریدونه کړي دي.

د اسرائيل دفاع وزیر اسرائيل کاټز ویلي چې "غزه په اور کې سوځي" او په وینا یې، پوځ د "ترهګرو زېربناوې" په نښه کړې دي او د "یرغملو د خوشي کولو او د حماس د ماتولو" لپاره جګړه کوي.

اسرائيلي رسنیو ویلي چې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم تایید کړې چې تېره شپه "پر غزې قوي عملیات" پيل شوي‌ دي.

تر دې وړاندې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره په خبري کنفرانس کې نتنیاهو ویلي چې د حماس مشران چې هر چېرې وي، پرې به یې نږدي.

هغه ویلي چې "د خپل هېواد تر پولو بهر هم د خپلې دفاع حق لري."

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د حماس پر مشرانو د اسرائیلو د تېرې اوونۍ له بريد وروسته د عرب او اسلامي هېوادونو مشرانو په پلازمېنه دوحه کې بېړنۍ غونډه کړې ده.

د دوحې بېړنۍ غونډه

د عرب او اسلامي هېوادونو مشرانو د دې سرمشريزې له پايته رسېدو وروسته اعلاميه کې له هېوادونو غوښتل شوي چې له اسرائيلو سره خپلو ډيپلوماتيکو او اقتصادي اړیکو ته بيا کتنه وکړي. د عربي ټولنې مرستيال مشر حسام زکي دا د هغو هېوادونو لپاره بلنه ياده کړه چې له اسرائیلو سره اړیکې لري او غوښتنه یې ترې وکړه چې پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي.

د سعودي عربستان د ولعيهد محمد بن سلمان، د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان، د عراق د لومړي وزير محمد السعوداني، د ايران د ولسمشر مسعود پزشکيان او د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف تر څنګ ګڼ شمېر عرب او اسلامي هېوادونو مشرانو په دې سرمشريزه کې ګډون کړی و.

د عربي ټولنې مشر احمد ابوالغیط غونډې ته په وینا کې وویل، موږ په داسې وخت کې سره راټول شوي یوو چې سیمه له ډېرو ننګونو سره مخ ده.

نوموړي زياته کړه، د "اسرائیلو ترهګرۍ وضعیت لا پسې خراب کړی دی، او دا زموږ د ټولو مسؤلیت دی چې د فلسطینیانو د نسل وژنې په وړاندې خپل غږ پورته کړو. "

احمد ابوالغیط وویل، نړیواله ټولنه باید اسرائیل د "جنګي جرمونو مسؤل" وګڼي.

د قطر امير تمیم بن حمد ال ثانی چې د سرمشريزې کوربتوب یې کاوه د اسرائيلو پر لومړي وزیر بنيامين نتنیاهو نيوکه وکړه او ويې ويل، "اسرائیل غواړي عربي نړۍ تر خپل نفوذ لاندې راولي."

نوموړي پر دوحه د اسرائیلو د تېرې اوونۍ بريد د غزې خبرو کې د "خنډ" جوړولو په توګه ياد کړ.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان پر دوحه د اسرائيلو بريد "د ډيپلوماسۍ پر وړاندې يرغل" وباله او زیاته یې کړه چې له دې برید موخه په غزه کې د نسل وژنې د پايته رسولو لپاره د ډپيلوماتیکو هڅو له منځه وړل دي.

نوموړي دا هم وويل، پر دوحه بريد وښوده چې هېڅ اسلامي یا عربي هېواد د اسرائیلو له "تېري" خوندي نه دی او پر اسلامي هېوادونو د يووالي تر څنګ یې له اسرائیلو سره د اړیکو پرې کولو غوښتنه وکړه.

د ایران ولسمشر په دوحه کې د قطر له امیر، د سعودي عربستان د ولیعهد او د عراق له لومړي وزیر سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په دې غونډه کې پر اسلامي هېوادونو غږ وکړ چې پر اسرائیلو فشار زیات کړي.

نوموړي وویل، "موږ باید د اسرائیلو پر وړاندې د بندیزونو د زیاتولو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې ګړندۍ کړو."

د ترکیې ولسمشر زياته کړه، "ترکیه چمتو ده چې د خپل دفاعي صنعت وړتیاوې له وروڼو هېوادونو سره شریکې کړي."

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو د غړیتوب د ځنډولو د وړاندیز په ملاتړ سره وويل چې د اسرائیلو لخوا د نړیوالو قوانینو سرغړونه د غندلو وړ ده او په وینا یې باید د انسانیت پر وړاندې د جنګي جرمونو لپاره مسؤل وګڼل شي.

شهباز شریف وویل، "په غزه کې انسانیت ژاړي، تاریخ به موږ ونه بخښي که موږ د ګډ حکمت پر بنسټ ګامونه پورته نه کړو."

نوموړي زیاته کړه، "پاکستان د قطر سره بشپړ پیوستون څرګندوي، پر قطر د اسرائیلو برید د تېري کوونکو اقداماتو دوام دی، اسرائیلو د تېري له لارې د سولې هڅو ته سخت ګوزار ورکړی دی."

بل بلو د خلیج د همکارۍ شورا مشرانو چې ټاکل شوې په قطر کې سره وګوري د "ګډ دفاعي مکانيزم د فعالولو" غوښتنه کړې ده.

د خليج هېوادونو له واشنګټن غوښتي چې پر اسرائيلو له خپل نفوذ څخه کار واخلي او ډاډ تر لاسه کړي چې په قطر کې د حماس پر اهدافو د تېرې اوونۍ په څېر بريدونه تکرار نشي.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا اعلان کړی چې پر قطر د اسرائيلو د برید په تړاو به سې شنبې په ژنیو کې یوه بېړنۍ غونډه وکړي.

د يکشنبې په ورځ، د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې له "دوګوني چلند" ډډه وکړي او اسرائیلو ته د کړيو "جرمونو" سزا ورکړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، قطر د متحده ایالاتو یو ستر "متحد" دی او اسرائیل باید له هر برید وړاندې "پام" وکړي.

قطر، چې د غزې د جګړې د پایته رسولو په منځګړیتوب کې یې مهم رول لوبولی، له لبنان، ایران، یمن او سوریې وروسته پنځم هېواد دی چې د اسرائیلو لخوا په نښه کېږي.