دوحه کې د هغو کسانو جنازه وشوه چې د اسرائیلو برید کې وژل شوي

د قطر پلازمېنه دوحه کې د حماس مشرانو پر غونډې د اسرائیلو هوایي برید کې د وژل شویو کسانو د جنازې مراسم پرځای شول.

څو تابوتونه د فلسطین پر بیرغ او د یوه وژل شوي امنیتي ساتونکي هغه د قطر په بیرغ پوښل شوي وو. د حماس د مشرانو برخلیک چې په دې برید کې په نښه شوي، تر اوسه نه دی تایید شوی، خو حماس وايي هغوی ژوندي پاتې شوي دي. له دې وړاندې، قطر اعلان کړی و چې د اسرائیلو پر شوي برید د خبرو اترو لپاره به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د عربو او اسلامي هېوادونو د بېړنۍ غونډې کوربتوب وکړي.

قطر د پنجشنبې پر سهار د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څرګندونو ته په یوه تنده ویناپاڼه کې غبرګون ښودلی. نتنیاهو ګواښ کړی و چې که قطر د حماس چارواکي له هېواده ونه باسي، ښایي پر دوی نور بریدونه هم وشي.

ښاغلي نتنیاهو پرون قطر ته خبرداری ورکړ "یا د حماس چارواکي وباسئ او یا یې عدالت ته وسپارئ، ځکه که تاسو دا کار ونه کړئ، موږ به یې وکړو."

د قطر د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې "غیر مسؤلانه" وبللې او ویې ویل چې اسرائیل په بشپړه توګه خبر دی چې په قطر کې د حماس د چارواکو شتون د منځګړیتوب د هڅو پهه اډانه کې او د امریکا او اسرائیلو په غوښتنه ترسره شوی.

د بي بي سي د منځني ختیځ یوه خبریال نفیسه کوهنورد، چې د وروستیو پېښو د پوښښ لپاره دوحې ته تللې، په خپل راپور کې وايي، چې د نتنیاهو له ګواښونو وروسته د قطر په پلازمېنه کې اندېښنې نورې هم زیاتې شوې دي.

په ورته وخت کې، د قطر د کورنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې په دوحه کې به نن د هغو کسانو د جنازې مراسم ترسره شي چې د اسراییلو په برید کې وژل شوي دي.

د قطر چارواکو دا هم وویل، چې لا هم د دوو ورک شوو کسانو په لټه او د قربانیانو د جسدونو د پېژندنې په حال کې دي.

اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، چې د اسرائیلو د پوځي چارواکو په منځ کې اندېښنې شته چې ښایي دا جنجالي برید بریالی نه و.

د قطر د کورنیو چارو وزارت د حماس د پنځو کسانو له ډلې د دریو کسانو جسدونه پېژندلي چې د یوه قطري امنیتي مامور سره یوځای وژل شوي دي. حماس ویلي چې د دوی د مذاکراتي پلاوي د وژلو هڅه ناکامه شوې ده.

د قطر خبري اژانس هم اعلان کړی چې دا هېواد به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو (د وږي ۲۳ او ۲۴مه/ د سپټمبر ۱۴ او ۱۵مه) د اسلامي هېوادونو د یوې بیړنۍ غونډې کوربتوب وکړي چې پر دوحه د اسرائیلو پر برید خبرې او بحث وشي.

له دې وړاندې، د قطر لومړي وزیر، محمد بن عبدالرحمن ال ثاني، سي ان ان خبري شبکې سره په خبرو کې وویل چې موږ له سیمه ییزو هېوادونو سره په مشوره کې یو چې پر دوحه د اسرائیلو پر برید د غبرګون په اړه پرېکړه وکړو.

هغه په دې مرکه کې د حماس د لوړپوړي مذاکره کوونکي خلیل الحیه د برخلیک په اړه، چې په دې برید کې د اسرائیلو اصلي هدف و، څه ونه ویل.

د قطر لومړي وزیر وویل: "تر اوسه هېڅ رسمي اعلان نه دی شوی."

اسرائیل وايي د دغو بریدونو هدف د حماس مشران وو. حماس په دې هوایي بریدونو کې د ۶ کسانو وژل کېدل تاییدوي، خو وايي چې د دې ډلې قومندانان له بریده ژوندي پاتې شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ، پر دوحه د اسرائیلو پر برید د غبرګون ښودلو پر مهال وویل چې له دې پېښې "ډېر خواشینی" دی، ځکه هغه قطر "د امریکا یو پیاوړی متحد او ملګری" بولي.

بریتانیې او اروپایي ټولنې دا بریدونه غندلي او د نړیوالو قوانینو خلاف او په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو لامل یې بللی دی.

د فارس خلیج د همکاریو شورا غړو هېوادونو په یوه تنده بیانیه کې اعلان وکړ: "دا بریدونه له ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه ده او د قطر د وګړو او هلته د مېشتو خلکو د امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی. دا تېری ایجابوي چې نړیواله ټولنه سملاسي خپلې دندې عملي کړي او د اسرئیلو اشغالګر ځواکونه د خپلو سختو او تاوتریخوالي ډکو جرمونو مسؤل وګڼي او د داسې کړنو مخه یې ونیسي چې د سیمې ثبات او امنیت کمزوري کوي."

قطر په سیمه کې د امریکا یو له اصلي متحدینو دی او د امریکا د یوې لویې هوايي اډې کوربتوب کوي.

قطر له ۲۰۱۲ کال راهیسې د حماس سیاسي دفتر کوربه هم دی او د امریکا او مصر ترڅنګ د حماس او اسرائیلو ترمنځ په غیر مستقیمو خبرو اترو کې د منځګړي په توګه کار کوي.

د قطر چارواکو په وینا، د سې شنبې په ماسپښین (د وږي ۱۸مه/ د سپټمبر ۹مه) هوایي برید د دوحې په شمال کې استوګنیزې ودانۍ په نښه کړې، چې د حماس د سیاسي دفتر څو غړي پکې د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره د امریکا پر وروستي وړاندیز خبرې کولې.

اسراییلي چارواکو په پیل کې خپلو رسنیو ته ویلي و، چې دوی د دې عملیاتو پر پایلو خوشبین دي.

خو د چهار شنبې ورځې راپورونو وښودله چې د دوی خوشبیني کمه شوې او احتمال دی چې دا عملیات هغومره بریالي نه وو لکه څومره چې یې فکر کاوه. ځینو چارواکو ویلي چې ښایي د حماس مشران د ودانۍ په بله برخه کې وو.