تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ونس وايي، په غزه کې د اوربند تړون له "تمې ښه روان دی" خو که حماس همکاري ونکړي "له منځه به يوړل شي"
- Author, ډېوېډ ګرېټن
- Author, جرسلاو لوکيف
د امریکا مرستيال ولسمشر جې ډي ونس د اسرائیلو د سفر پر مهال ويلي، د غزې اوربند تړون پلي کېدل "تر تمې ښه روان دي" او په وينا یې دا اوربند کولی شوی دوام وکړي.
ونس همدا ډول ګوتڅنډنه کړې چې که "حماس همکاري و نه کړي، له منځه به يوړل شي." خو دا یې نه دي ويلي چې د دې فلسطينۍ ډلې د وسلو اېښودلو وروستۍ نېټه به کله وي. دا امریکا د پلان يوه برخه ده چې لا پرې هوکړه نه دی شوې.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د روانې مياشتې په پيل کې د اوربند تړون منځګړيتوب کړی، ويلي، که "حماس بد چلند ته دوام ورکړی" د منځني ختيځ "ستر متحدين" به چمتو وي چې "په زور غزې ته ننوځي او حماس برابر کړي."
ونس وروسته له هغه اسرائیلو ته سفر کړی چې د يکشنبې په ورځ په غزه کې د تاوتریخوالي خبرونه ورکړل شول او دا ۱۲ ورځنی اوربند یې له ګواښ سره مخامخ کړ.
اسرائیلو ويلي، د حماس په يوه بريد کې یې دوه سرتېري وژل شوي او له دې وروسته د اسرائیلو په هوايي بريدونه کې د سلګونو فلسطینيانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو.
ټرمپ پر ټولنيزو رسنيو ليکلي، "لا هم هيله شته چې حماس به سم عمل وکړي". او زياته کړې یې ده چې که داسې و نه کړي، "حماس به په چټکۍ" له منځه يوړل شي.
تمه ده چې ونس به د خپل سفر پر مهال د اسرائیلو له لومړي وزير بنيامين نتنیاهو سره د جګړې د بشپړ ختمېدو او اوږدمهاله مسايلو په اړه خبرې وکړي.
مرستيال ولسمشر د اوربند تړون د مهمو اهدافو ترلاسه کولو لپاره د اسرائیلو ستاینه وکړه خو زياته یې کړه چې لا هم ډېر پېچلي کارونه په مخکې دي.
د نوموړي تر څنګ دوه نور ځانګړي امریکايي استازي چې د اوربند په خبرو کې یې مرسته کړې وه، سټيو وېکټاف او جېراډ کوشنر هم په یوه غونډه کې د ده تر څنګ ولاړ وو.
وېټکاف او کوشنر د دوشنبې په ورځ اسرائيلو ته له رسېدو وروسته له نتنياهو سره خبرې کړې وې.
ويل کېږي ټرمپ ځکه خپل مرستيال او استازي اسرائیلو ته استولي چې د روانو هڅو دوام باوري او د خپل ۲۰ ماده ييزې سولې پلان دويم پړاو لپاره خبرې اترې پيل کړي.
په دغه پړاو کې به د فلسطينۍ سيمي لپاره د لنډمهالې ادارې جوړول، د ټيکاو يو نړيوال ځواک ځای پر ځای کول، د اسرائیلي ځواکونو وتل او د حماس بې وسلې کول شامل وي.
اسرائیلو مخکې ويلي، تر هغه به دا ډول خبرو ته غاړه کېنښږدي چې حماس ټول مړه شوي يرغمل بېرته دوی ته نه وي ورسپارلي.
وېنس، وېټکاف او کوشنر هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې د اوربند تړون مات نشی.
نيويارک ټايمز د امریکايي چارواکو له خولې ويلي، دوی اندېښنه لري چې ښايي د اسرائیلو لومړی وزير نتنياهو به له تړونه "شاته شي" او يو ځل بيا به پر حماس پراخ بريدونه پيل کړي.
نتنياهو د دوشنبې په ورځ د اسرائیلو پارلمان ته وويل چې له ونس سره به د "امنيتي ننګونو" او "سياسي فرصتونو" په اړه خبرې وکړي.
نوموړي همدا ډول وويل، اسرائیلي ځواکونو د حماس له لوري د اوربند "ښکاره" ماتونې په غبرګون کې پر غزه ۱۵۳ ټنه بمونه غورځولي دي.
ده وويل، "په يوه لاس کې مو وسله نيولې او بل لاس مو د سولې لپاره غځولی. له غښتلي سره سوله کېږي نه له کمزوري سره. اوس اسرائیل تر هر وخت پياوړی دی."
د اسرائیلي پوځ په وينا، حماس د يکشنبې په ورځ د غزې په جنوب کې پر اسرائیلي ځواکونو د ټاک ضد توغندي بريد وکړ چې دوه سرتېري په کې ووژل شول او له هغه وروسته پوځ د غزې په بېلابېلو برخو کې لسګونه هوايي بريدونه وکړل چې د روغتونونو په وينا لږ تر لږه ۴۵ تنه فلسطينيان په کې وژل شوي دي.
وروسته بيا د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې بيا اوربند ته ورګرځي او حماس هم دې تړون ته خپله ژمنتيا څرګنده کړه.
خو وروسته بيا هم راپورونه ورکړل شول چې د دوشنبې په ورځ د غزې ښار ختيځ کې د اسرائیلو له خوا څلور فلسطینيان وژل شوي دي. د اسرائیلو پوځ په وينا دوی پر هغو "ترهګرو" ډزې وکړې چې له "ژېړې کرښې" يا د غزې هغه سيمه چې لا هم د اسرائیلو په کنټرول کې ده ورتېر شوي وو.
د حماس مشر پلاوی خليل الحيه چې اوسمهال په قاهره کې دی، ټينګار کړی چې د دوی ډله او نور فلسطيني خوځښتونه د اوربند تړون ته ژمن دي او "هوډ لري چې دا تر پايه پلی کړي."
نوموړي د مصر القاهرې تلويزيون سره په مرکه کې وويل، "هغه څه چې موږ له منځګړو او د امریکا له ولسمشر څخه واورېدل، موږ ته دا ډاډ راکوي چې د غزې جګړه پايته رسېدلې ده."
الحيه زياته کړه، حماس په غزه کې د پاتې يرغمل شويو د جسدونو سپارلو کې جدي دی خو وايي دا چاره د جسدونو د رايستلو لپاره د لازمو تجهيزاتو له کبله "ډېره سخته ده".
په همدې مهال اسرائیلي چارواکو تائید کړې چې حماس د يوې بلې مړې شوې اسرائیلۍ يرغملې جسد سره صليب ته سپارلی دی.
دا په دې معنی ده چې تر دې دمه له ۲۸ جسدونو د ۱۳ تنو مړي بېرته اسرائیلو ته وسپارل شوي دي.
همدا راز تېره اوونۍ د شاوخوا ۲۰۰۰ فلسطيني بنديانو او توقيف شويو کسانو په بدل کې ۲۰ ژوندي اسرائیلي يرغمل خوشي شول.
د ټولو جسدونو د نه سپارلو له کبله په اسرائیلو کې غوسه راپارېدلې ده. د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر ويلي دا ډله "مکلفه وه چې خپلې ژمنې پوره کړي."
بل پلو د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام (ډبليو اېف پي) ټينګار کړی چې د اوربند دوام "بنسټيز" دی چې سيمې ته ژوند ژغورونکې بشري مرستې ورسول شي.
د اوربند له پلي کېدو راهیسې، د خوړو نړيوال پروګرام ۵۳۰ لارۍ چې له ۶۷۰۰ ټنه زیات خوراکي توکې په کې بار وو غزې ته رسولي دي. د دغه پروګرام وياندې عبير عاطفې خبري کنفرانس ته ويلي، چې دا خواړه ۵۰۰ زره کسانو ته د دوو اوونيو لپاره بسنه کوي.
خو نوموړې زياته کړه چې دوی نه دي توانېدلي هره ورځ خپل ټاکل شوې ۲۰۰۰ ټنه مرستې له دې کبله چې د غزې ټولې سرحدي لارې نه دي پرانيستل شوې ورسولی شي.
دې زياته کړه يوازې دوې لارې پرانيستې دي او دا دواړه په شمال کې نه دي، هغه ځای چې د خوړو وضعيت "ډېر خطرناک" دی.
د ماشومانو او ميندوارو ښځو لپاره ځينې ځانګړې تغذيي مواد له جنوبه شمال ته رسېدلي دي خو د پراخو مرستو لېږد لا هم شونی نه دی.
عاطفې زياته کړه چې په جنوب کې ډېر خلک يوازې لږ اندازه خواړه خوري او نور یې ساتي، ځکه دوی د راتلونکي په اړه سخت اندېښمن دي چې بيا ښايي مرستې بندې شي.
اسرائیل چې غزې ته د مرستو د لېږد کنټرول په لاس کې لري د يکشنبې ورځې د تاوتریخوالي په غبرګون کې مرستې په لنډمهاله توګه بندې کړې. د نړيوال فشار له کبله د دوشنبې په ورځ بېرته د مرستو لېږد پيل شو.
اسرائیلو په غزه کې خپل پوځي عمليات د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر اوومې نېټې د حماس له بريد وروسته چې ۱۲۰۰ اسرائیليان په کې ووژل شول او ۲۵۱ تنه نور يرغمل شول، پيل کړل.
د حماس تر کنټرول لاندې د روغتيا وزارت وايي، له هغه راهيسې د اسرائیلي ځواکونو په بريدونو کې لږ تر لږه ۶۸۲۱۶ تنه وژل شوي دي.