د غزې د خبریالانو ژوند: 'ستړي، وږي او وېرېدلي'

په غزه کې خبریالان له داسې شرایطو سره مخ دي چې د نړۍ ډېرو سیمو کې یې تصور هم نه شي کېدلی. هغوی د جګړې د دوام له امله د روغتونونو تر څنګ په خیمو کې ژوند کوي او له همدې خیمو د غزې تصویر تر نړۍ رسوي.

له بریښنا، اوبو، تشناب او انټرنټ بې‌برخې دي او هره شېبه د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

خبریال عبدالله مقداد بي‌بي‌سي ته وویل: "هیڅکله مې د داسې ورځې فکر نه کاوه چې په یوه خیمه کې ژوند او کار وکړم، داسې ځای چې د ژوند تر ټولو ساده اړتیاوې لکه اوبه او تشناب هم په کې نه وي. خیمه په دوبي کې د سبزیو د شنې خونې په څېر ګرمه وي او په ژمي کې لکه یخچال یخه وي."

په ټوله غزه کې خبریالان د پلاستیکي او ټوکرینو خیمو لاندې د روغتونونو شاوخوا راټول شوي دي. هغوی بریښنا او انټرنټ ته اړتیا لري خو په دې برخه کې یوازې د روغتونونو جنراتورونه یو څه مرسته ورسره کوي چې موبایلونه او وسایل پرې چارج کړي.

اسرائیل د بي‌بي‌سي په ګډون بهرني خبریالان غزې ته نه ورپرېږي. کله کله په ډېرو نادرو حالتو کې اجازه ورکړل شي، هغه هم داسې چې اسرائیلي پوځیان ورسره ګرځي ځکه خو نړیوالې رسنۍ د غزې پر ځایي خبریالانو تکیه کوي.

که څه هم په غزه کې ګرځېدل سخت او خطرناک دي خو خبریالان شپه او ورځ د جګړې له ډګره راپورونه تیاروي، ډېر وخت یوازې هغه مهال انځورونه او ویډیوګانې لېږلی شي چې روغتون ته نږدې خیمې ته ستانه شي.

فلسطینۍ خبریاله حنین حمدان وايي: "که موږ د روغتونونو څنګ ته کېنو، کار مو ګړندی کېږي. نېغ په نېغه ټپیانو، مړو، جنازو او مرکو ته لاسرسی لرو. په داسې حال کې چې بل ځای ګرځېدل یا د اړیکې نیول تقریباً ناشوني دي."

اغلې حنین له بي‌بي‌سي او ځېنو نورو نړیوالو رسنیو سره کار کوي.

که څه هم خبریالان د روغتونونو تر څنګ پاتې کېږي خو دا یې نه ژورنالېستیک حیثیت خوندي کولی شي او نه هغه خوندیتوب چې د خبریالۍ نړیوال قانون ورکړی دی.

'د خبریالانو په توګه احساس کوو چې تل په نښه شوي یو'

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) په وینا، د ۲۰۲۳ د اکتوبر له پیله تر ۲۰۲۴ اګسټ ۲۶مې لږ تر لږه ۱۹۷ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي چې له دې ډلې ۱۸۹ یوازې په غزه کې وژل شوي دي. په تېرو دریو کلونو کې په ټوله نړۍ کې دومره زیات شمېر خبریالان نه دي وژل شوي.

د فلسطیني خبریالانو د اتحادیې منشي خبریال احد فروانه بي‌بي‌سي ته وویل: "موږ خبریالان داسې احساس کوو چې د اسرائیلي ځواکونو له لوري تل هدف ګرځول کېږو. دا کار موږ تل د خپل ځان او خپلو کورنیو د خوندیتوب په اړه په وېره کې ساتي."

له نږدې دوو کلونو پرله‌پسې وژنو، لوږې، وېري او بې‌ځایه کېدنې وروسته هم د غزې جګړې ته رسنیز پوښښ ورکول کېږي.

خو پرله‌پسې کار خبریالان هم ستړي کړي دي او په دې سره ځوانو خبریالانو ته د کار کولو موکې په لاس ورغلې ده. ان ځیني داسې کسان چې پخوا یې له رسنیو سره هېڅ کار نه و کړی، اوس خبریالان او انځورګران شوي دي.

ځینې خبریالان له سیمه‌ییزو یا نړیوالو رسنیو سره رسمي کار کوي خو ډېری نور بیا یوازې لنډمهاله قراردادونه لري او د رسمي هغو سره یې د خوندیتوب، بیمې او نورو امکانات خورا زیات توپیر لري.

فلسطینۍ خبریاله غاده الکرد د جرمني مجلې شپېګل سره کار کوي او کله کله د بي‌بي‌سي لپاره هم کار کوي، وايي: "په ټوله نړۍ کې هر خبریال د خبر خپرولو دنده لري او نړیوال خوندیتوب یې حق دی. خو له بده مرغه د اسرائیلو پوځ له خبریالانوسره هغه چلند نه کوي او بیا په ځانګړي ډول له فلسطیني خبریالانو سره."

اسرائیلو بیا بیا ویلي، خبریالان نه نښه په کوي خو د اګست پر لسمه یې ومنله چې د الجزیرې خبریال انس الشریف یې د هغه د رسنیزې خیمې دننه په برید کې وژلی دی. په برید کې نور پنځه خبریالان هم وژل شوي وو.

اسرائیلي پوځ لا له وړاندې شریف د حماس د یوې وسله‌والې ډلې مشر بللی و خو شریف له مرګ مخکې دا خبره رد کړې وه.

د هغه له وژلو وروسته د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې وویل، اسرائیلو هېڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی. د دغه کمیټې مشره جودي ګینسبرګ وايي: "دا یوه تکراري خبره ده، خبریال وژل کېږي، وروسته اسرائیل وايي، ترهګر و خو شواهد نه وړاندې کوي."

د اګسټ پر ۲۵مه د خان یونس په ناصر روغتون کې د غبرګو بریدونونو پر مهال لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شول چې د نړیوالو رسنیو پنځه خبریالان هم په کې شامل وو. پېښه داسې وه چې له لومړي برید وروسته ژغورونکي ورغلل خو پر هغوی دویم برید وشو.

لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دا پېښه "یوه تراژیدي تېروتنه" وبلله او ویې ویل چې پوځ یې پلټنه کوي.

اسراییلي پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي: "موږ د خپلو سرتېرو د خوندیتوب ترڅنګ د ملکي خلکو د زیان کمولو لپاره ټولې هڅې کوو" د جګړې د پیچلتیا پړه یې پر حماس اچولې ده چې له امله ملکیان وژل کېږي.

عبدالله مقداد، د "العربي" ټلویزیون خبریال وایي: "کله چې په خیمه کې کار کوې، هېڅکله نه پوهېږې چې څه وخت به بمبار کېږي. زموږ شاوخوا او پر مونږ هم بمبار کېدلی شي. زه له ستونزو سره سره باید دا فکر هم وکړم چې د برید پرمهال څنګه خوندي پاتې شم. که دا ځای په نښه شي، څه وکړم؟ زرګونه پوښتنې مې ذهن کې ګرځي، خو هېڅ یې نه شم ځوابولی."

'موږ د خلکو د لوږې او درد راپورونه ورکوو خو په خپله هم وږي یو او هم دردمن'

د اګسټ پر ۲۲مه د ملګرو ملتونو یوې ادارې په لومړي ځل په غزه ښار کې د "قحطۍ" اعلان وکړ. د خوړو نړیوال سیستم (IPC) وضعیت تر ټولو لوړ، پنځم پړاو ته پورته کړ چې د لوږې وروستی او خطرناک پړاو ګڼل کېږي.

اوس مهال په غزه کې له ۵ سوو زرو زیات خلک د "لوږې، بې‌وسۍ او مرګ" له ګواښ سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د جولای راپور ښيي چې نږدې ۳۹ سلنه خلک پرله‌پسې ورځې داسې تېروي چې هېڅ خواړه نه لري.

خبریالان خپله هم له همدې لوږې ځوریږي. خپلواک خبریال احمد جلال وايي: "ډېر وخت په ټوله ورځ کې یوه پیاله قهوه چې د نخود پوډر ورسره ګډ کړل شوي وي او یا هم تریخ چای څښو."

احمد جلال څو ځلې له خپلې کورنۍ سره بې‌کوره شوی خو کار ته یې دوام ورکړی. د هغه زوی جراحۍ ته اړتیا لري خو جګړه‌ییز حالت یې درملنه ناشونې کړې.

هغه بي بي سي ته وویل: "ډیرې ورځې مو له ستونزو سرونه سخت دردونه کوي خو بیا هم خپل کار ته دوام ورکوو، د ښار په اوږدو واټونو کې په ساعتونو مزل کوو چې پېښو ته پوښښ ورکړو، وسایل چارج کړو، یا انټرنټ پیدا کړو تر څو د غزې د کړاو کیسه بهر نړۍ ته ورسوو."

نوموړی وايي: "که موږ د نورو په اړه خبرونه لیکو، خپله هم د خبر برخه ګرځو، ښایي همدا زموږ راپورونه ریښتیني کوي."

د هغه په خبره: "کله چې د نورو خبریالانو د وژل کېدو راپور ورکوم، زړه مې ټوټې ټوټې کېږي. فکر کوم کېدای شي بل وار زما وي. دننه سوځم خو پر کامره هېڅ نه ښیم او کار ته دوام ورکوم."

'د احساساتو د څرګندولو توان مو له لاسه ورکړی'

د جرمني د شپېګل خبریاله غاده الکرد وایي: "موږ د خپلو احساساتو په اړه د فکر کولو وخت نه لرو. د جګړې پر مهال مو دا توان له لاسه ورکړی. داسې ټکانونه مو خوړلی چې اغېز یې اوږمهاله دی. ښایي له جګړې وروسته خپل احساسات څرګند کړای شو."

هغې وویل، د خپلو لوڼو لپاره وېره په سینه کې پټه ساتي. د خپل ورور او د هغه کورنۍ چې د جګړې له امله د ویجاړو شویو ودانیو لاندې شوي دي، د هغوی غم یې هم زړه خوري.

"جګړې زموږ ذهنونه او شخصیتونه بدل کړي دي. دا به ډېر وخت ونیسي چې موږ د جګړې له پیل وړاندې حالت ته ګرځو."

خبریاله غاده الکرد وايي، له تېرو نږدې دوو کلونو د خپل ښار د خلکو د مرګ او لوږې خبرونه لیکي او په دې اړه یې شته احساسات په سینه کې دننه ساتلي دي.

په همدې حال کې ۲۷ هېوادونو چې بریتانیا، فرانسه، جرمني، اسټرالیا او جاپان هم په کې دي، ګډه غوښتنه کړې چې اسرائیل باید بهرنیو خپلواکو خبریالانو ته د غزې د ننوتو اجازه ورکړي.

د "رسنیزو ازادیو ټولنې" په بیان کې د خبریالانو پر ضد بریدونه غندل شوي او ټینګار شوی چې په غزه کې باید د خبریالانو خوندیتوب تضمین شي.