تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هرات کې پر يوه جومات وسله وال بريد لږ تر لږه شپږ کسان وژلي؛ یوناما د پلټنې غوښتنه کړې
د افغانستان په لوېديځ هرات ولايت کې وسله وال په يوه جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې دي چې له امله يې شپږ تنه وژل شوي دي.
د طالبانو حکومت کې د کورنيو چارو وزارت وياند عبد المتين قانع د پېښې پخلی کړی او وايي په دغه بريد کې شپږ تنه ملکیان وژل شوي او یو تن ټپي دي.
د نوموړي په وينا پېښه ځايي وخت د شپې نهه بجې د هرات ولايت د ګذرې اړوند ولسوالۍ په امام زمان جومات کې شوې ده.
د هرات ولايت يوه قومي مشر بي بي سي ته وويل، په وژل شويو کې دوې مېرمنې او يو دری کلن ماشوم هم شامل دي.
ويل کېږي بريد هغه مهال شوی چې لمونځ کوونکي له جومات څخه د وتلو په حال کې وو.
د ځايي رسنيو په وينا بريدګر له سيمې په تېښته بريالي شوي دي. ويل کېږي دغه بريد د شعيه ګانو پر جومات شوی دی.
دا برید په کور دننه او بهر په کلکو ټکو غندل شوی او "ترهګریز" برید یې بللی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما ویلي، د شعیه ګانو د خوندیتوب لپاره بېړنیو ګامونو ته اړتیا ده. یوناما د دې پېښې د پلټنې غوښتنه هم کړې ده.
په افغانستان کې د ایران سفارت، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د روغې جوړې د پخواني مشر عبدالله عبدالله په ګډون کڼو سیاسي مشرانو هم دغه پېښه غندلې د.
تراوسه کومې ډلې يا کس بريد مسووليت نه دی منلی خو په تېر کې پر شعيه ګانو د ورته بريدونو مسووليت داعش ډلې په غاړه اخيستی دی.
په کابل کې د ایران سفارت په یوه اعلامیه کې دغه "ترهګریز" برید غندلی او د ترسره کوونکو د پېژندل کېدو او مجازات کېدو غوښتنه یې کړې.
سفارت په دې اعلامیه کې زیاته کړې چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د افغانستان له سرپرست حکومت سره همکارۍ ته چمتو دي.