تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هرات کې د طالب ځواکونو پر لېږدوونکي موټر برید؛ دوه وژل شوي، ۱۸ ټپيان دي
د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د ځواکونو پر یوه لېږدو ونکي کاسټر موټر وسله وال برید شوی دی.
دا برید د دوشنبې سهار شاوخوا ۷ بجې د هرات ښار د څلورمې حوزې مربوطاتو کې شوی او ویل کېږي مرګژوبله هم پکې اوښتې.
تر پښې وروسته د بریدګرو او طالب وسله والو ترمنځ د ډزو د تبادله کېدو خبر هم ورکړ شوی چې ویل کېږي یو بریدګر پکې وژل شوی، خو دوه نور تښتېدلي دي.
هرات کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند محمد شاه رسول بي بي سي سره خبرو کې ویلي، ډېری ټپیان د قول اردو د ځواکونو دي.
د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي، په دغه برید کې یې دوه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. ښاغلی خوارزمي وايي، سیمې ته یې ځواکونه رسيدلي دي.
یوې سرچینې بي بي سي پښتو ته ویلي، په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.
تر دې مخکې پر طالبانو د ورته بریدونو مسوولیت داعش وسله والو منلی.
څه موده وړاندې کندوز کې د طالبانو د ۲۱۸ عمري قل اردو د تخنیکي کارکوونکو پر لېږدوونکي موټر چاودنه شوې وه چې څلور کسان پکې وژل شوي وو.