ګوانتانامو خلیج: د هغې پوځي اډې په اړه څومره پوهېږئ چې ټرمپ ناقانونه کډوال ورلېږدوي؟

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ګوانتانامو خلیج پوځي اډه کې د کډوالو د توقیف مرکز د جوړولو امر کړی چې د هغه په وینا تر ۳۰،۰۰۰ پورې کسان به پکې وساتل شي.

ټرمپ ادعا کړې دا مرکز به د کیوبا په دغه امریکایي سمندري اډه کې له هغه پوځي زندانه جلا وي چې ډېر ټینګ امنیت لري او په خبره یې "هغه خطرناک غیر قانوني کډوال" به وساتي چې د امریکایانو لپاره ګواښ ګڼل کېږي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل "موږ به هغوی ګوانتانامو ته ولېږو".

له ګوانتانامو خلیج نه له اوږدې مودې راهیسې د کډوالو د ساتلو لپاره ګټه اخیستل شوې، داسې یو کار چې د بشري حقونو ځینو ډلو پرې نیوکه کړې ده.

د ګوانتانامو خلیج کې د امریکا سمندري اډه د څه لپاره کارول کېږي؟

د کیوبا په ګوانتانامو خلیج کې امریکایي سمندري اډه تر ډېره د هغو بندیانو د ساتلو له کبله مشهوره ده چې د ۲۰۰۱م د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو وروسته نیول شوي وو.

په دې اډه کې یو پوځي زندان او د محاکمې ځانګړي خونې شته، چې د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په دوره کې د "ترهګرۍ ضد جګړې" په نوم رامنځته شوې وې.

دا بنسټونه، چې بوش په ۲۰۰۲م کال کې جوړ کړل، اوس مهال ۱۵ بندیان لري، چې په کې د ۹/۱۱ بریدونو طراح خالد شیخ محمد هم شامل دی. دا شمېر د خپل اوج په وخت کې نژدې ۸۰۰ ته رسېده.

د باراک اوباما په ګډون، یو شمېر ډیموکراتو ولسمشرانو ژمنه کړې وه چې دا زندان به تړي، خو دا کار یې ونه شوای کړی.

سربېره پر دې، په اډه کې یو کوچنی جلا مرکز هم شته چې له لسیزو راهیسې د کډوالو د ساتلو لپاره کارول شوی. دې مرکز ته د ګوانتانامو د کډوالو عملیاتو مرکز (GMOC) ویل کېږي، چې په بېلابېلو جمهوريپالو او ډیموکراتیکو حکومتونو کې فعال پاتې شوی.

دا مرکز عموماً هغو خلکو ته ځانګړی شوی چې امریکا ته د ناقانونه ننوتلو پر مهال په سمندر کې نیول شوي، چې زیاتره یې د هایتي او کیوبا وګړي دي.

د ټرمپ د سرحدي سیاست سلاکار ټام هومان ویلي: "موږ یوازې د کډوالۍ دا موجود مرکز پراخوو"، نوموړي زیاته کړه چې دا مرکز به د کډوالۍ او ګمرکاتو پلي کول (ICE) اداره کړي.

ټرمپ څه غواړي؟

ټرمپ دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې نوموړي د لیکن رایلي قانون لاسلیک کړ. دغه قانون ایالتونو ته امر کوي هغه غیر قانوني کډوال، چې د غلا یا تاوتریخوالي په جرمونو نیول کېږي، باید د محاکمې تر وخته بندي وساتل شي.

دا لایحه، چې د جورجیا د یوې نرسنګ محصلې لیکن رایلي د نوم له مخې نومول شوې - هغه محصله چې تېر کال د یوه وینزویلایي کډوال لخوا وژل شوې وه - تېره اوونۍ د کانګرس لخوا تصویب شوهږ دا د ټرمپ د ادارې لپاره یوه لومړنۍ قانوني بریا ګڼل کېږي.

ټرمپ وویل کډوال به نېغ په نېغه د امریکا د ساحلي ګارډ له خوا په سمندر کې له نیولو وروسته ګوانتانامو ته لېږدول کېږي او هلته به د بندي‌ ساتلو "تر ټولو لوړ" معیارونه عملي شي.

د نوموړي په وینا، دا نوی مرکز به د غیر قانوني کډوالو د ساتلو ظرفیت دوه برابره کړي.

څوک به ګوانتانامو کې ساتل کېږي؟

د ادارې چارواکو ویلي، د ګوانتانامو د کډوالو د توقیف مرکز به د "تر ټولو خطرناکو" غیر قانوني کډوالو لپاره وکارول شي. د کورني امنیت وزیرې کریسټي نووم او هومن دواړو له سپینې ماڼۍ بهر، له خبریالانو سره په خبرو کې دا جمله وکاروله.

خو د سپینې ماڼۍ اعلامیه دومره مشخصه نه وه، بلکې یوازې یې وویل چې پراخېدونکی مرکز به "د هغه لوړ لومړیتوب لرونکو جنایي غیر قانوني کډوالو لپاره اضافي ځای برابر کړي، چې په امریکا کې ناقانونه مېشت شوي او د کډوالۍ د پلي کولو اړتیاوې به پوره کړي."

د ټرمپ پلان ته غبرګون څه و؟

دیپا الاګېسان، چې د نړیوال کډوالو د مرستې پروژې (IRAP) یوه مشره وکیله ده، د ټرمپ دا پلان "ترهوونکی احتمال" بللی.

هغې اسوشېټېډ پرېس ته وویل، د ګوانتانامو د کډوالو مرکز معمولاً یوازې "د لسګونو" کسانو د ساتلو لپاره کارول کېږي او د دې پراخول به ستونزې ډېرې کړي.

وینس وارن، چې د قانوني مدافع مرکز (Center for Constitutional Rights) اجرایوي مشر دی، دا پرېکړه "ډېرې خلک باید وډاروي" وبلله.

په نیویارک کې د اساسي حقونو د مرکز اجرایيوي مشر وینس وارن وویل دغه پریکړه "باید موږ ټول وویروي." دغه مرکز یوه حقوقي مدافع ډله ده چې د سپتمبر له یوولسمې راهیسې په اډه کې د لسګونو بندیانو استازیتوب کوي.

هغه په خپله اعلامیه کې وویل:

"دا یو ښکاره پیغام ورکوي: کډوال او پناغوښتونکو ته اوس د نویو ترهګرو په سترګه کتل کېږي او د یوه ټاپو په زندان کې غورځول کېږي، چې له قانوني او ټولنیزو خدماتو بې برخې شي."

په ۲۰۲۴ کال کې، IRAP یو راپور خپور کړ، چې پکې ادعا وکړه، حکومت هلته کډوال په غیر انساني شرایطو کې د نامعلومې مودې لپاره ساتلي دي.

د امریکایي ملکي ازادیو اتحادیې (ACLU) هم د خپلواکو معلوماتو د قانون (FOIA) له مخې غوښتنه کړې، چې د دې مرکز په اړه اسناد افشا شي.

د بایډن ادارې ځواب ورکړ چې دا "د توقیف مرکز نه دی او هلته هېڅ کډوال بنديان نه دي."

خو د ټرمپ اداره وايي، دا نوی پراخېدونکی مرکز به په ښکاره ډول د بندي کولو لپاره وکارول شي.

دا به څومره لګښت ولري او کله به پرانیستل شي؟

دا لا روښانه نه ده چې دا مرکز به څومره لګښت ولري او کله به بشپړ شي.

د راپورونو له مخې، د ټرمپ اداره به کانګرس ته وړاندیز وکړي چې د کډوالو د توقیف د اوسني مرکز د پراخولو لپاره بودیجه ورکړي. دا به د جمهوريپالو د بودیجوي لایحې یوه برخه وي، چې لا هم پرې کار روان دی.

کله چې د سپینې ماڼۍ خبریالانو د دې لګښت په اړه وپوښتل، د کورني امنیت وزیرې کریسټي نووم یوازې دومره وویل چې دا پیسې به "د پخلاینې او تخصیص" له لارې برابرې شي، خو نور وضاحت یې ور نه کړ.

په کیوبا کې غبرګون څه دی؟

امریکا له یوې پېړۍ زیاته موده کېږي چې د ګوانتانامو خلیج سیمه د کیوبا له حکومته په کرایه اخیستې ده. دا موضوع د ۱۸۹۸م کال د اسپانوي -امریکایي جګړې له پایلو سره تړاو لري.

کله چې امریکا اسپانیا ته ماتې ورکړه، کیوبا ته یې مشروطه خپلواکي ورکړه، چې پکې امریکا ته دا حق ورکړل شو چې د کیوبا په چارو کې مداخله وکړي او د سمندري اډې لپاره ځمکه په اجاره واخلي.

په ۱۹۰۳ کال کې، امریکا او کیوبا د ګوانتانامو خلیج د کنټرول لپاره د اجارې تړون لاسلیک کړ.

د تړون له مخې، امریکا ژمنه وکړه چې کیوبا ته به هر کال د ۲,۰۰۰ سرو زرو په ارزښت ډالر کرایه ورکوي. دا کرایه وروسته - په ۱۹۳۴م کې ۴,۰۸۵ امریکایي ډالرو ته لوړه شوه، او تر ډېره د کرایې ورکړه سمبولیکه بڼه خپله کړې.

خو کیوبا له پخوا راهیسې د دې اجارې سخت مخالفت کړی، دا یې غیرقانوني بللې او د ګوانتانامو د بېرته سپارلو غوښتنه یې کړې.

د کیوبا ولسمشر میګول دیاز-کانیل پر اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي چې د امریکا پرېکړه "وحشیانه عمل" دی او ګوانتانامو یې " د کیوبا د ناقانونه اشغال شوې خاورې" په توګه یاد کړی.

د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر برونو رودریګیز هم پر اېکس لیکلي:

"د امریکا حکومت غواړي چې کډوال د ګوانتانامو په سمندري اډه کې بنديان کړي، په هماغه ځای کې یې چې د شکنجې او نامحدودو بندي‌ ساتلو مرکزونه جوړ کړي وو. دا پرېکړه د انساني کرامت او نړیوالو قوانینو سپکاوی دی."