یونان سلګونه لوټل شوې لرغونې ټوټې بېرته ترلاسه کړې

یونان د دویمې میلادي پېړۍ اړوند د لوی سکندر د برونزو د یوې مجسمې په ګډون سلګونه لوټل شوې تاریخي ټوټې بېرته ترلاسه کړې دي.

چارواکو ویلي، یونان دغه تاریخي اثار د تاریخي اثارو له بریتانوي سوداګر روبن سایمز له شرکت سره تر قانوني مبارزې وروسته ترلاسه کړي دي.

سایمز د قاچاق کوونکو د شبکې له لارې زرګونه تاریخي اثار ترلاسه کړي.

یونان له تېرو څو کلونو راهیسې له موزیمونو او شخصي ټولګو څخه د نړۍ لر و بر ته د لوټل شویو تاریخي اثارو د بېرته خپلولو ټینګه هڅه کوله.‌

د جمعې په ورځ د یونان د کلتور وزیرې لینا میندوني له ۱۷ کلنې مبارزې وروسته د سایمز له ټولګې یونان ته د ۳۵۱ اثارو د بېرته ترلاسه کولو اعلان وکړ.

اغلې مینډوني ونه ویل چې ایا دا اثار د ایټالوي او سویس پولیسو لخوا په ۲۰۱۶ کې د لرغون پېژندنې خزانې له کشف سره تړاو لري چې ویل کېږي د سویس په جینوا فري پورټ کې د سایمز لخوا زېرمه شوي وو.

پر دې ګرم بحث روان دی چې ایا موزیمونه باید خپل اصلي هېوادونو ته توکي بېرته واستوي او د بحث تر ټولو ګرمه برخه د هنري اثار د پارتینون مجسمو پر سر ده.

دوی د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې د برتانوي سرتېري او ډیپلومات لارډ ایلګین لخوا په اتن کې د پارتینون معبد څخه لیرې شوي وو.

دا مجسمې بیا په ۱۸۱۶ کې د برتانیا د هغه وخت حکومت اخیستي وې او د برتانیا په موزیم کې ځای پرځای شوي وې.

ویل کیږي چې د دوی د بېرته راستنېدو په اړه خبرو کې پرمختګ شوی دی.

د مارچ په میاشت کې، واتیکان د اتن د پارتینون معبد درې ټوټې بېرته راستنې کړې چې د پېړیو لپاره یې ساتلې وې.