تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جاپان کې د افغانستان سفارت وايي خپلې ټولې چارې تر 'بلې خبرتیا' ځنډوي
په توکیو کې د افغانستان سفارت نن جمعه (ډسمبر ۲۶مه) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د راتلونکي ۲۰۲۶م کال د جنورۍ له وروستۍ نېټې خپل ټول فعالیتونه ځنډوي.
په علامیه کې راغلي چې دا پرېکړه "د روانو حالاتو په رڼا کې، د جاپان بهرنیو چارو وزارت لخوا د پیل شویو سلا مشورو او د دواړو غاړو ترمنځ له ګډې هوکړې وروسته" د ۱۹۶۱ کال د ویانا دیپلوماتیکو اړیکو کنوانسیون له مخې شوې ده.
په افغانستان د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا اعلامیه د جمهوریت پر مهال په توکیو کې ټاکل شوي افغان سفیر شیدا محمد ابدالي هم پر خپله اېکس پاڼه شریکه کړې ده.
ښاغلی ابدالي پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو څو میاشتې مخکې، د ۲۰۲۱ کال جنورۍ کې په جاپان کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده پیل کړې.
اعلامیه کې ویل شوي چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۳۱مې وروسته به د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او کونسلي چارو په څېر ټول خدمتونه تر "بلې خبرتیا" پورې درول کېږي.
د جاپان بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د دغه هېواد سفارت هم تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
تر اوسه دا هم روښانه نه ده، چې د دغه سفارت واګي به په راتلونکې کې د نړۍ د ځينو نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته سپارل کېږي که څنګه.
جاپان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو واک ته د دوی له راستنېدو راهیسې د افغانستان یو مهم مرستندوی هېواد پاتې شوی او په دې موده کې یې له افغانستان سره د سلګونو میلیون ډالرو په ارزښت مرستې کړې دي.
دغه هېواد همدا تېره اونۍ هم له افغانستان سره د ۱۹ نیم میلیون ډالرو نوې مرسته اعلان کړې، چې په کابل کې د جاپان سفارت لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې، د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو غیر دولتي موسسو له لارې به پر بشردوستانه او نورو لومړنیو اړتیاوو ولګول شي.
د یادونې ده چې تر دې مخکې د سیمې او نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د افغانستان د مخکیني جمهوري دولت د سیاسي استازولیو چارې ځنډېدلې دي.
له دې ډلې د ځينو سفارتونو او کونسلګریو واګي د طالبانو حکومت ته سپارل شوي دي.