تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر غزه د اسرائیلو بمبار؛ ماشومه د مړې مور له رحم ژغورل شوې
- Author, فرګل کیین
- دنده, بيبيسي نیوز
صابرین مخکې له دې چې د ماشوم سترګو ته وګوري یا یې ونیسي مړه شوې وه.
ځوانې مور خپل ماشوم د اوه نیمو میاشتو میندوارۍ په جریان کې ساتلی و. پرله پسې له وېرې ډکې شپې او ورځې وې، خو صابرين هيله درلوده چې د کورنۍ برخليک به د جګړې تر پای ته رسېدو پورې پاتې شي.
دا بخت د اپریل په ۲۰ له نیمې شپې یو ساعت مخکې د یوې چاودنې په شور او ډزو کې ورک شو.
اسرائیلو په رفح کې د السکاني د کورنۍ په کور کې بم وغورځاوه چې صابرین، د هغې مېړه او د دوی بله لور - درې کلنه ملَک - ویده وو.
صابرين سخته ژوبله شوې او د هغې مېړه او ملَک وژل شوي دي، خو کله چې مرستندویان سيمې ته ورسېدل نو ماشوم يې د مور په ګېډه کې ژوندی و.
دوی صابرین روغتون ته یوړه، چېرې چې ډاکټرانو د ماشوم د زیږون لپاره بېړنۍ سیزرین برخه چمتو کړه.
صابرین ونه توانېده چې وژغورل شي، خو ډاکټرانو د ماشومې د ژوندۍ پاتېدو لپاره کار وکړ، په نرمۍ سره یې د هغې د سا اخیستو لپاره د هغې سینه وټپوله. هوا د هغې سږو ته پمپ شوه.
په رفح کې د اماراتو په روغتون کې د نوي زیږون د بېړنۍ څانګې مشر ډاکټر محمد سلامه وویل، "هغه په سخت تنفسي کړاو کې زېږیدلې وه."
خو ماشومه - چې یوازې ۱٬۴ کیلو ګرامه وزن درلود - هغه د زیږون له کړاوه ژوندۍ پاتې شوه.
ډاکټر د "شهید صابرین السکاني ماشوم" کلمې لیکلې او د هغې په بدن یې نښلولې. هغه بیا په انکیوبیټر کې کېښودل شوه.
ډاکټر سلامه وویل: "موږ کولی شو ووایو چې د هغې په روغتیایي حالت کې یو څه پرمختګ راغلی دی."
"خو وضعیت لا هم له خطر سره مخامخ دی. د تنفسي تکلیف دا سنډروم په اصل کې د وخت څخه مخکې زیږون له امله رامنځته شوی. دا ماشومه باید په دې وخت کې د مور په رحم کې وی، خو هغه له دې حقه بې برخې شوه."
ډاکټر تمه لري چې ماشومه تر یوې میاشتې پورې په روغتون کې پاتې شي.
ډاکټر سلامه وويل: "له هغې وروسته به موږ د هغې د رخصتېدو په اړه غور وکړو... دلته تر ټولو ستره غميزه ده. که څه هم دا ماشومه ژوندۍ پاتې شوه، هغه يتيمه پيدا شوه."
د ماشومې نومولو لپاره هېڅ مور او پلار پاتې نه وو. د هغې مړې خور ملَک غوښتل چې هغه دې (روح) ونوموله شي، خو هغې ته د خپلې مور په یاد ساتلو پخاطر د صابرین نوم ورکړل شوی دی.
د کورنۍ ژوندي پاتې شوي غړي په روغتون کې راټول شوي، چې د یتیمې ماشومې صابرین لپاره د غم او غصې په شېبو کې نوی کورنی ژوند او اسانتیا رامنځ ته کړي.
د ماشومې مېرنۍ انا، مروات السکاني، د هغې "بې عدالتۍ او توهین" په اړه خبرې وکړې چې له هغو خلکو سره پېښ شوي چې "له هېڅ شي سره هېڅ تړاو نه لري".
هغې وويل: "زما لور میندواره وه او په بدن کې يې جنين درلود، لور يې ورسره ده او زما زوى هم ورسره و."
"زما د زوی بدن ټوټې ټوټې شوی او تر اوسه یې غړي نه دي موندلي. دوی یې نه پېژني ... ولې یې په نښه کوي؟ موږ نه پوهېږو چې ولې، څنګه. موږ نه پوهېږو ... دوی یوازې ښځې او ماشومان په نښه کوي."
د ماشوم تره، رامي الشیخ وویل، پلار یې له ده سره د نايي (سلمان) په توګه کار کاوه.
هغه وپوښتل: "د دوی ګنا څه ده، یوه ټوله کورنۍ له ملکي ثبت څخه پاکه شوه او یوازېنۍ ژوندۍ پاتې شوې کوچنۍ نجلۍ ده؟".
"دا عادي ملکي وګړي دي."
د صابرين پلرني نیا احلام الکردي ژمنه وکړه چې هغه به د ماشومې پالنه کوي. "هغه زما مینه ده، زما روح. هغه د خپل پلار یادونه دي. زه به یې پاملرنه وکړم."
په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت وايي چې د اکتوبر له اومې راهیسې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې ۳۴۰۰۰ کسان وژل شوي چې لږ تر لږه دوه پر درېیمه برخه یې ښځې او ماشومان دي.
د اسرائیلو د شمېرو له مخې، اسرائیلو خپل برید وروسته له هغه پیل کړ چې شاوخوا ۱۲۰۰ اسرائیلیان او بهرنیان - چې ډېری یې ملکي وګړي وو - ووژل شول او ۲۵۳ نور بېرته غزې ته د یرغمل په توګه ونیول شول.
د اسرائیل پوځ ټینګار کوي چې ملکي وګړي نه په نښه کوي او حماس تورنوي چې له خلکو د انساني ډال په توګه کار اخلي.
د اپرېل د ۲۰ په شپه د رفح په ښار د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د عبدالعال د کورنۍ ۱۵ ماشومان هم ووژل شول.
د څو ماشومانو پلار، عبد العال وویل، د هغه هویت له منځه تللی دی ځکه چې د هغه ټول ماشومان او مېرمن یې وژل شوي دي.
هغه وويل: "ما ته د دوى په منځ کې يو سړى وښیه. هغوى ټول ماشومان او ښځې دي."
له بریدونو وروسته بي بي سي ته د اسرائیلو د پوځ په یوه بیان کې ویل شوي: "په ټاکلي وخت کې اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د ترهګریزو سازمانونو څو پوځي اهداف په نښه کړي چې پوځي مرکزونه، پوستې او وسله وال ترهګر پکې شامل دي."
اوس مهال په رفح کې شاوخوا ۱٬۴ میلیونه خلک راټول شوي چې د اسرائیلو دفاعي ځواکونو لخوا د جګړې دمخه سوېل ته د خوندیتوب لپاره کوچېدلي وو.
خو په دې وروستیو ورځو کې داسې ګنګوسې زیاتې شوې چې اسرائیلي ځواکونه به ډېر ژر رفح ښار ته ننوځي او د حماس پر وړاندې جګړې ته به دوام ورکړي.
امریکا له اسرائیلو غوښتي چې د رفح پر ښار د پراخ یرغل پر ځای هدفي بریدونه غوره کړي، چې ښايي تر دې هم ستر بشري ناورین رامنځ ته کړي.